۸صبح، کابل: په منځنۍ اسیا کې د ملګرو ملتونو سیمهییزې استازې اشیتا میټل د نشه یي توکو له قاچاق سره د مبارزې لپاره پر سیمه ییزې اجماع ټینګار کړی دی.
میټل د سېشنبې ورځ، د لیندۍ په ۷مه د هرات د امنیتي غونډې د ۱۱مې دورې په شپږمه برخه کې چې د «سیمهییزې اجماع، نړۍوال ملاتړ» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، د نشهيي توکو له قاچاق سره د مبارزې په برخه کې پر سیمهییزې اجماع ټینګار کړی او د پولو په اوږدو کې یې همکارۍ او د یوې هر اړخیزې امنیتي ستراتیژۍ اړتیا ته اشاره کړې ده.
هغې له جرمونو، ترهګرۍ او فساد سره د مبارزې لپاره د سیمهییزې اجماع او نړۍوال ملاتړ په بیړنۍ اړتیا ټینګار کړی دی.
نوموړې د نشهيي توکو قاچاق اقتصادي اغېزو ته هم اشاره او يادونه کړې چې د ناقانونه مالي جريانونو زياتېدل او د ترياکو د بيو لوړېدل د افغانستان او نړۍ پر بازارونو اغېز کوي.
له بلې خوا د روسیې د سيایاې موسسې مشر ولادیمیر یوسوف د سیمهییزې پرېکړې پر ارزښت او د افغانستان د ستونزو په حل کې د سیمې د هېوادونو پر مهم رول ټینګار کړی دی.
همداراز په روسیه کې د افغانستان پخواني سفیر سید طیب جواد ویلي: «کله چې طالبان معیارونه نه پوره کوي، نو ولې تعامل ورسره وکړو؟»
هغه د افغانستان ځواکمنو سیاستوالو په نه هېرېدونکو هڅو ټینګار او په نړۍواله ډیپلوماسۍ کې یې ښکاره دوه ګونی معیار په ګوته کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د تاجکستان د ستراتېژيکو مطالعاتو د مرکز لوړپوړي څېړونکي ډاکټر عبدالله رحماني په دې غونډه کې ویلي چې د پارسي ژبې پر وړاندې اصلي ګواښ افراطي ډلې دي.
د هرات د امنیتي کنفرانس ۱۱مه دوره د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د بېلابېلو هېوادونو د لسګونو کسانو په ګډون کې روانه ده.
دا غونډه پرون پیل شوې او نن به پای ته ورسېږي.