د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز له خوا د هرات یوولسم امنیتي کنفرانس د«افغنستان ته بیاکتنه، بېلابېلې حل لارې» په نوم د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې کې جوړ شوی دی. سیاسي او امنیتي کارپوهان، د څېړنیزو بنسټونو او نړۍوالو سازمانونو سلاکاران، ژورنالیستان او د افغانستان او نړۍ د سیاسي او مدني څېرو یوه ډله د هرات د امنیتي خبرو اترو د دې پړاو غونډې ګډونوال دي. د دې غونډې ويناوالو د افغانستان پر راتلونکي په تمرکز سره، له طالبانو سره د نړۍ د تعامل او د هغه د پايلو، د بشري حقونو د وضعيت په ځانګړي ډول په افغانستان کې له جنسیتي اپارټایډ سره د مبارزې په تړاو خبرې وکړې او خپل نظرونه یې تبادله کړل. د دغې غونډې يو شمېر ويناوالو وويل، چې طالبان له سياسي مخالفينو او نړۍ سره د تعامل هېڅ طرحه نه لري او هېوادونه بايد له امنيتي-سياسي پلوه له دې ډلې سره تعامل ونه کړي. د ځینو شنونکو په باور، طالبانو په سیمه کې افراطیت او ترهګري خپره کړې ده. یوه ویناوال وویل، چې «له یوې افراطي ډلې [طالبانو] سره د ۲.۳ میلیارد ډالرو مرسته له غمیزې ډکه سیاسي ماتې ده.»
د افغانستان د سټراټېژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر داوود مرادیان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په دې غونډه کې له ۲۵ هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو او لسګونه نورو سیاسي ډلو ۱۵۰ کسانو ګډون کړی دی، څو« له طالبانو وروسته حل لاره» ولټوي. هغه زیاته کړه چې په دې غونډه کې طالبانو ته نږدې څېرې هم رابلل شوې وې، خو طالبان له خپلو هېوادوالو سره د خبرو ظرفیت نه لري او په دې کنفرانس کې یې ګډون نه دی کړی.
د دغو خبرو په لومړي میز کې د تېر حکومت د ملي امنیت عمومي رئیس رحمت الله نبیل، د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ، ایراني لیکوال محمد حسین جعفریان، د امریکا د دفاع د وزیر پخوانی سکرټر ډیویډ سیډني او د القاعدې او افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د څېړونکې ډلې مشر ډاکټر ایسټر زبیري د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې.
رحمت الله نبیل وویل چې معلومات یې ښیي، چې «د طالبانو یوه ډله د تاکتیکي اټومي وسلو د ترلاسه کولو د څرنګوالي د څېړلو په حال کې ده». د هغه په وينا، ښايي طالبان دغه وسلې له پاکستانه ترلاسه کړي او يا يې د ترلاسه کولو لپاره انجنيرانو ته پيسې ورکړي. ښاغلي نبیل زیاته کړه چې سیمه د طالبانو په اړه د پوهاوي او واحد لید له نشتوالي سره مخ ده.
په همدې حال کې په دې غونډه کې د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا وویل، چې امریکا او ناټو باید له افغانستانه د خپلو غیر مسوولانه وتلو ویجاړونکې پایلې ومني. ښاغلي سپنتا د ښځو د مقاومت په ستاینې سره زیاته کړه:« د آزادۍ او د بشري حقونو د تحقق لپاره د ښځو ارزښتناکه مبارزه د ازادۍ او ډیموکراسۍ د مبارزې تر ټولو له برمه ډک سمبول دی.» د هغه په وينا، طالبان د تېر حکومت د ناکارندوالي او په نړۍوال سياسي نظام کې د جوړښتي بدلونونو او د نويو سټراټيژيکو اړتياوو په پايله کې پر افغانستان واکمن شوي دي.
د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره د نړۍ تعامل د افغانستان د ډېری خلکو له نظر سره ذاتي توپېرونه لري او طالبان له خپلو مخالفینو سره د تعامل کومه طرحه نه لري او له ټولو غواړي چې له دې ډلې سره بیعت وکړي. د هغه په وينا، د هېواد وګړي د خپلواکۍ، د قانون د حاکميت، سياسي او ټولنيز امنيت، اقتصادي ودې او د کلتوري او قومي برابریو له نشتوالي ځورېږي.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار د ملګرو ملتونو د سرمنشي د همغږي کوونکي راپور د طالبانو سپینول وبلل او زیاته یې کړه چې دا راپور د جګړې د حل د نظریې له پلوه د پاملرنې وړ دی، خو پکې «د طالبانو د وحشتناکو او ظالمانه سیاستونو د منعکسېدو پرځای» داسې مطالبو ته اشاره شوې چې د جنسیتي اپارټایډ پلي کېدو ته په پام سره اهمیت نه شي لرلای.
د افغانستان دغه پخواني جګپوړي سیاسي چارواکي هیله څرګنده کړې چې د جنسیتي اپارټایډ مخالفین له پاشلي حالته راووځي او د ډیموکراسۍ او عدالت غوښتونکي ځواکونه په یوه متحده شورا کې تنظیم کړي. هغه پر نړۍ نیوکه وکړه چې له خلکو او سیاستوالو غواړي چې له « یوې بدوي دیني – قبایلې دیکتاتورۍ» سره روغه وکړي.
د هرات د امنیتي خبرو په دویم میز کې چې د «جنسيتي اپارټایډ، له خبرو تر اغېزناکو حل لارو» په نوم و، په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شکریې بارکزۍ، د امریکا د اتلانتیک شورا جګپوړې حقوقي او سیاسي سلاکارې الیسا یاماموتو، په پاکستان کې د ښځو د حقونو فعالې بشرا ګوهر او د ۸ صبح ورځپاڼې اجراییه رییس پروېز کاوه د ښځو د وضعیت او جنسیتي اپارټایډ په تړاو خبرې وکړې. ويناوالو په افغانستان کې د ښځو وضعيت د ژروې اندېښنې وړ وباله.
الیسا یاماموتو وویل، که جنسیتي اپارټایډ د بشریت پر ضد د جرمونو په کنوانسیون کې شامل شي، نو قربانیان کولای شي چې عاملین یې ځواب ویلو ته اړ باسي.
بلخوا، د پاکستان د پارلمان پخوانۍ غړې بشرا ګوهر د افغان ښځو د مبارزې ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې افغان ښځې نه یوازې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي، بلکې د سیمې او له هغې د اخوا هېوادونو د ښځو د حقونو لپاره هم مبارزه کوي او باید زړورتیا یې وستایل شي. مېرمن ګوهر زیاته کړه، «که نړۍ په رښتیا د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شویو بندیزونو ته اهمیت ورکولای، نو د ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې له خوا به بېړنی حالت اعلان شوی وای.»
له بلې خوا شکریې بارکزۍ هېوادونو ته په خطاب کې وویل: «هغه څه چې نن د افغانستان خلک تجربه کوي، د دې هېواد په تړاو ستاسو د ناسمو پرېکړو پایله ده.» د هغې په وينا، نړۍ له طالبانو سره په تعامل کې ښځې هېرې کړي او د افغان ولس په استازيتوب بايد ښځې په سترو سياسي معادلو کې شاملې شي.
په دې غونډه کې د ۸صبح ورځپاڼې اجرائیوي رییس پروېز کاوه وویل: «د جنسیتي اپارټایډ پر وړاندې مبارزه داسې څه نه ده چې د هغې لپاره موږ یوازې پر خپلو خویندو حساب وکړو. موږ هم د دې مبارزې برخه یو.» د هغه په وينا، د جنسيتي تبعیض پر وړاندې باید په جدیت سره کار وشي او رسنۍ بايد د ازادۍ او بشري حقونو اړخ ونیسي.
د هرات د امنیتي خبرو اترو په لومړۍ ورځ په نورو میزونو کې ویناوالو د افغانستان پر وضعیت او په سیمه او نړۍ کې د طالبانو د حضور د پایلو په اړه خبرې وکړې.
د دې ترڅنګ، یوه پخوانی جهادي قومندان اسماعیل خان ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له یوې «لویې ننګونې» سره مخ دی او دې ننګونې «سیمه او نړۍ» هم له ګواښ سره مخ کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د القاعدې او افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د څېړونکې ډلې مشر، ډاکټر استر زبیري وویل: «د نوي یمې لسیزې او اوسنیو طالبانو ترمنځ هېڅ توپیر نشته.»
دغه راز په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې پخواني استازي مایکل سمپل وویل، چې نړۍوال مرستندوی سازمانونه باید د طالبانو ملاتړ ونه کړي. هغه زیاته کړه: « د مرستو تشخیص او د افراطیت لاس ته هغو د رسېدو مخنیوی اړین دین. یوې افراطي ډلې ته د ۲.۳ملیارد ډالرو مرسته یوه له غمیزې ډکه سیاسي ماتې ده.»
په دې غونډه کې د پاکستان د پارلمان پخواني غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن داوړ وویل: «طالبان د ټوپک په زور راغلي او باید د ټوپک په زور ووځي.»
بلخوا، په دې غونډه کې د امريکا د اینټرپرایز موسسې يوه جګپوړي غړي مايکل وويل، چې د نړۍوالې ټولنې تېروتنې په غیر ارادي توګه طالبانو ته مشروعيت ورکوي او دا د افراطيت پیاوړي کول دي. هغه د جګړې په ډګرونو کې خپلې تجربې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: «د طالبانو او داعش تر کنټرول لاندې سیمو کې سني مسلمانان تر ټولو زیات له اسلامي افراطیته زیانمنېږي.»
د دغو خبرو یو میز د «اسلامي رنسانس: له اسلامیزم او تمدني اسلام وروسته» تر سرلیک لاندې د اسلامي مفکورې د بدلون په حال کې لرلید او پر تمدني اسلام د هغه اغیزې وڅېړلې. د دیني چارو څېړونکي او د ۸صبح ورځپاڼې مسوول مدیر محمد محقق په خپلو خبرو کې وویل، چې د اسلامي رنسانس بهیر د اتلسمې پیړۍ له وروسیتو او د نولسمې پیړۍ له لومړیو راهیسې له ناکامۍ سره مخ دی.
دغه راز د قرغزستان د مذهبي چارو د کمیسیون مشر قادر ملکوف وویل:« موږ د نړۍوالو بدلونونو په دوره کې د ملي کلتورونو او دودیزو نظامونو د ساتنې په برخه کې له ننګونو سره مخامخ یو. منځنی ختیځ په ځانګړې توګه فلسطین د دغو بدلونونو منعکسوونکی دی او نوي اخلاقي، بشري او حقوقي مسایل وړاندې کوي.»
د يادونې وړ ده، چې دغه پروګرام د هېواد د مشهورې سندرغاړې فرشتې سما له خوا د وطني سندرو په ويلو سره پيل شو.