۸صبح، کابل: د پاکستان د پارلمان پخوانۍ غړې بشرا ګوهر وايي، که نړۍ په «ریښتیا هم د طالبانو له لوري پر ښځو بندیزونو ته پاملرنه کولای»، نو د ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې له لوري باید په افغانستان کې بېړنی حالت اعلان شوی وای.
بشرا دغه څرګندونې د دوشنبې ورځ، د لیندۍ په ٦مه، د هرات امنيتي غونډې په دويمه برخه کې، چې د «جنسیتي توپیر، د یووالي خبرتیا، ګټور میکانیزم» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، وکړې.
هغه د طالبانو له جنسیتي توپیر سره په مبارزه کې د افغان ښځو زړورتیا ستایلې او ویلي دي: «دا د افغانستان ښځې دي چې دا مهال په افغانستان کې دننه او بهر د طالبانو د اشغال په وړاندې مقاومت کوي. موږ باید د هغوی زړورتیا ومنو ځکه هغوی یوازې د خپلو حقونو لپاره مبارزه نه کوي. هغوی په سیمه او بهر کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.»
د تېر حکومت د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ هم وايي:«طالبان په افغانستان کې د هېڅ قوم، خلکو او نژاد استازیتوب نه کوي»
هغې د نړۍ هېوادونو ته په خطاب کې ویلي چې د افغانستان د خلکو په نظر کې نيولو سره به دغه هېوادونه د خپلو خلکو پر وړاندې خپل حيثيت له لاسه ورکړي.
بارکزي څرګنده کړې: «هغه څه چې نن د افغانستان خلک تجربه کوي، د دې هېواد په اړه ستاسو د ناسمو پریکړو پایله ده.»
په ورته وخت کې د ۸صبح ورځپاڼې اجرائیوي رئیس پروېز کاوه د افغان ښځو په ملاتړ کې د رسنیو رول مهم وباله او ویې ویل: «رسنۍ نه شي کولای بې پرې شي. کله چې موږ په ازادۍ او بشري حقونو باور لرو، نو باید د ازادۍ او بشري حقونو اړخ واخلو.»
هغه زیاته کړې: «په لنډه موده کې د جنسیتي توپیر پر وړاندې د مبارزې پایلې ته رسیدل اسانه کار نه دی، نو موږ باید لا زیات کار وکړو او د بدلون تر لاسته راوړنې پورې مبارزې ته دوام ورکړو.»
د «افغانستان بیا لوستل؛ بېلابېلې لارې چارې» تر سرلیک لاندې د هرات ۱۱مې دورې امنیتي غونډه به دوه ورځې دوام وکړي.