«د سازمان او مديريت بنسټونه» کتاب د ایران نوموتي لیکوال ډاکتر علي رضائیان په فارسي ژبه لیکلی او ښاغلي عمران لمر پښتو ته ژباړلی چې په دې وروستيو کې د یار خپرندویه ټولنې له خوا چاپ او بازار ته وړاندې شو.
ښاغلي عمران لمر له ۸صبح پښتو مجلې سره په خبرو کې وويل: دا کتاب ۵۲۴ مخونه لري چې د سازمان او مدیریت بنسټونه په ډېر اساسي او اکاډمیک شکل وړاندې کوي. دغه کتاب د افغانستان په ډېرو پوهنتونونو کې هم تدریس کېږي.
د ياد کتاب ژباړن زياتوي چې د کتاب يوه ځانګړنه دا ده چې ډېری مديريتي مسايل يې د ځانګړو ګرافونو او جدولونو له لارې په ډېر څرګند او روښانه ډول تشريح کړي چې په آسانه ترې زده کړه کېدای شي.
د دې کتاب د ژباړن په وینا، په کتاب کې د مدیریت د زده کولو دوه بنسټیزې لارې ښودل شوي دي؛ لومړی د ښوونې له لارې او دویم د کار په ترسره کولو سره چې دا دواړه ترکیبي تګلارې د کتاب په شپږو برخو او شپاړشو څپرکو کې ترتيب شوي دي.
نوموړی زياتوي چې دا کتاب د مدیریتي برخې د زده کړیالانو، او د ادارې او سازمان په برخه کې د ټولو لپاره ګټور کتاب دی.