ادب تاریخونه د تنقید لپاره اړین دي، چې باید ولوستل شي. یو لامل دا دی، چې د زمانې د ادب یو ښه تشخیص پکې وي. او بل د مانیزو توکو د پېژندنې یوه غوره تیوري وي.
په پښتو ادب کې د استاد روهي او استاد زلمي هیوادمل تاریخونه داسې آثار دي، چې په پښتو ادب کې د لومړنیو خاکو په توګه ډېر غوره دي. خو وروسته، چې څه کار شوی دی؛ په ځانګړي ډول د پوهنتون استادانو، چې کوم کار کړی، نو له څېرمیه یې د تذکرو/تذګرو په سبک لیکل شوي. ددې پرځای، چې د پوهنتون زده کړیالانو ته تنقیدي بصیرت ورکړي، نو د قاعدې په ذهنیت یې روږدي کوي. او لکه آسان، چې فارغ شي، نو له ټولو لوریو یې سترګې تړلې وي. یوازې صراط مستقیم ګوري او مزل کوي. یانې زموږ زده کوونکي په میخانیکي ډول د تقلید په تناظر کې ساتل کېږي.
اړتیا خو دا وه، چې علمي او اکاډمیکو څانګو د کره کتنې لپاره یوه دروازه پرانیستې وای؛ خو څوک شته، چې په تقلیدي موضوعاتو د نوي تجهدي تناظر بحث وکړي. څېړنوال سید نظیم سیدي، له داسې کسانو دی، چې د ادب تاریخونو معمولي څېړنه یې ماته کړې او په یوه نوي درایت یې د موضوعاتو جاج اخیستی دی. د شلمې پېړۍ په لومړنۍ نیمایي کې یې د پښتو ادب پرمختیایي بهیر تاریخي مطالعه کړې ده. د څېړنې لیکوال د وخت فرهنګي حالاتو ته یې نغوته کړې او دا یې د یوه تاریخ په څېر مطالعه کړي دي. یانې په ادبي تاریخ کې ضروري دا ده، چې سیاست د جګړې په ډول او د اتلولیو نمانځل نه دي، بلکې سیاست په ادب کې د یوې مفکورې او تفکر حیثیت لري. ادب تاریخ باید د همدې لید لوري له مخې په ادبیاتو کې تاریخي عوامل وڅېړي. د پښتو ادب د ودې په تکامل کې د ادب تاریخ لیکنې په توګه لیکوال هڅه کړې، چې یو لیدلوری رامنځته کړي. ددې ادبي تاریخ یوه غوره فلاټفورم دا هم دی، چې ځینې معنوي توکي یې په زیات تفصیل معرفي کړي دي.
د ځینو لیکوالو او شاعرانو د ونډې په هکله یې بحث کړی، چې تر ډېره په تنقید نه دی استوار او توصیفي او تشریحي تناظر لري. خو د ادب تاریخ متن تر ډېره له توصیفي او تشریحي میتود اخوا په تنقید ولاړ وي. ددې څېړنې یو ښه درایت همدا دی، چې ددې پېر ټول هغه عوامل پکې پېژندل شوي، چې په ادب یې اغېز زیات دی او یو ادبي تاریخ یې باید راڅرګند کړي. دا چې ددې تاریخ لیکنې سټایل څه وړ ده، دا د غور وړ ده؟ په هر صورت زموږ نظر دا دی، چې د جناب سیدي صیب دغه مهارت ډېر غوره دی، چې تحقیق د تحقیق په بڼه کوي او بیا د زوړ روایت په باره کې خپله خبره په نوې بڼه کوي. اوس وخت کې زیات لوستونکي د فرسوده موضوعاتو په اړه ښه خاطره نه لري، خو سیدي صیب دغه څېړنه د نوې بڼې د تیورۍ لروونکې ده. یانې ددغې څېړنې لوستل مو که پنځوس کاله تاریخي ادبي پېر سترګو ته نه دروي، خو د دیرش کلن تاریخ یو نوی باب مو ضرور سترګو ته دروي. د جناب سیدي صیب متن د مانا منطق زیات علمي او معلوماتي دی. یانې څېړونکي ټول معلومات تفسیر کړي دي او دا د ادبي تاریخ لیکنې یو ښه سټایل دی.