په ننګرهار کې د پولیو څلورمه مثبته پېښه ثبت شوه

۸ صبح، ننګرهار: په هېواد کې د ماشومانو د فلج ناروغۍ د مثبتو پېښو پر دوام، په ننګرهار کې ددغې ناروغۍ څلورمه پېښه ثبت شوه.
په دې ولايت کې د پوليو د کمپاين مسوول (نيک محمد) وويل چې د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي په ١١مه) د ماشومانو د ګوزڼ يوه نوې پېښه د بهسودو ولسوالۍ په (سراچې علي خان) کلي کې ثبت شوی ده.
د هغه په وينا، قرباني يو څلور کلن ماشوم دى، چې د ټول عمر لپاره فلج شوى.
په همدې حال کې په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ددغه خبر پخلی کوي او وايي چې په ټول ولایت کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو د واکسین پروګرام باندې کار روان دی.
په تېرو دوو میاشتو کې دا په ننګرهار کې د ماشومانو د فلج څلورمه مثبته پېښه ده. تر دې مخکې په کوټ، بټي کوټ او نازيانو ولسواليو کې هم ماشومان د دې ناروغۍ له امله فلج شوي او يو تن يې مړ شوى دى.
که څه هم د روان زیږدیز کال په لومړیو کې د روغتیا د برخې یو شمېر فعالو بنسټونو په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو برخه کې د شته فرصتونو په اړه خوشبیني ښودلې وه، خو د دغې ناروغۍ د نویو پېښو ثبتېدو له دغې ناروغۍ سره د مبارزې هیلې له اندېښنې سره مخ کړې دي.