۸صبح، کابل: د ژغورنې د نړیوالې کمېټې اجرايي رییس او د بریتانیا پخوانی لومړی وزیر ډیويډ میلیبند وايي، چې لوېدیځ پر افغانستان د قحطۍ سیاست په تپلو، دغه هېواد ته لوی زیانونه اړولي دي.
میلیبند یکشنبه د کب پر لومړۍ ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، چې که دوی غوښتل چې یو مات دولت جوړ کړي، نه یې شوای کولای د هغه څه په پرتله چې اوس یې لري، اغېزناک سیاست ولري.
هغه چې پخپله د بایډن له دولت او نړیوال بانک سره د افغانستان د بشردوستانه مرستو او بیارغونې لپاره هڅې کوي، په دې مرکه کې یې ویلي، چې د دې موضوع اړتیا نه درک کوي.
د هغه په وینا، باید اجازه نه وای ورکړ شوې، چې د افغانستان وضعیت په دومره بېړه بدل شي.
د میلیبند د خبرداري پر اساس، په افغانستان کې ناورین دومره ژور دی چې په روان کال کې د څلور میلیارد ډالرو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان غوښتنه، ښايي په راتلونکي کال کې لس میلیارد ډالرو ته زیاته شي.
د هغه په باور، هغه کار چې لوېدیځ یې اوسمهال ترسروي، د کابل حکومت وضعیت نه؛ بلکې د خلکو وضعیت لا خرابوي.
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې رییس زیاته کړې، چې لوېدېځ پر کابل واکمن مسوولانو ته سزا نه ورکوي. د هغه په خبره، دا د افغانستان عادي وګړي دي، چې له دې امله زیان مومي.
هغه جوته کړې: «دا یوازې انتخابي غمیزه نه ده؛ بلکې د شهرت غمیزه ده، دا د لوږې سیاست دی.»
له بله پلوه، ګارډین ورځپاڼې لیکلي چې میلیبند د افغانستان د ناورین د اړخونو په هکله د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته له شهادت ورکولو وروسته، هغه کسان چې باوري وو د مرستو درول د یوه ټولګډونه دولت لامل کېږي، وننګول.
د دې ورځپاڼې په وینا، هغه زیاته کړې چې هېڅ داسې سند نشته چې وښيي، هغه کسان چې شل کاله یې له امریکایانو سره جګړه ګړې او بریالي شوي، اوس دې له دا ډول فشارونو سره مخ شي چې شل کاله یې زغملي دي.
میلیبند ټینګار کړی، چې په اوسني وخت کې د کارکوونکو د معاشونو لپاره پیسې نشته او هغه ویلي: «ډېر بې رحمانه انتخاب دی، دا ځینو ښوونکو او د روغتونونو کارکوونکو له تېر اپریل راهیسې معاشونه نه دي اخیستي.»
هغه جوته کړې، چې د امریکا بندیزونو په افغانستان کې پر سوداګریزو فعالیتونو اغېز کړی او دا چاره همداسې روانه ده.
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې رییس د دې په بیانولو سره چې د بندیزونو لګول د نقدو پیسو د کمښت لامل شوي، زیاته کړې: «له دې امله هېڅ شتمني د بانکي سیسټم ملاتړ نه لري، له دې امله څوک نه شي کولای پور ورکړي یا د وارداتو لپاره پیسې ورکړي، په افغانستان بانک کې هېڅ تکنوکرات یا متخصص نشته ځکه ټول تللي دي، دا هر څه باید د کابل حکومت په رسمیت پېژندلو له موضوع پرته ترسره شي.»
هغه ټینګار کړی، چې دا ټول فشارونه د اقتصادي ځوړتیا لامل کېږي. نوموړي بشردوستانه مرستې هم د حللاره نه ده بلې او ټینګار یې کړی، چې باید اقتصادي بېخ بنسټونه پياوړي شي.
د ویلو ده، چې په وروستیو سیاسي بدلونونو سره افغانان له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
په دې موده کې ټولې اقتصادي پروژې درول شوې، چې له امله یې د خلکو اقتصادي وضعیت له ننګونو سره مخ شوی دی.