د جمهوریت له سقوط او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، د ډېرو کسانو ذهن دې پوښتنې بوخت کړی، چې د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول څوک دی؟
ښایي د افغانستان ډېری وګړي په دې باور وي، چې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د دې وضعیت مسوول دی او له هېواده وتل يې د دې سبب شول، چې طالبان بیا واکمن شي؛ خو د پخواني ولسمشر تر څنګ نور کسان هم شته، چې افغانستان يې دغه حالت ته رسولی دی.
تېرو دوو لسیزو ته په کتو پوهېږو، چې د «ګوند مشر» او د «قوم مشر» په نامه یوه خاصه ډله د افغانستان په شان بېوزلي هېواد کې شتمنۍ ته ورسېدل او زیاتې پيسې يې جېب ته کړې.
د دغو کسانو فعالیت یوازې د بانکي اکاونټونو په ډکولو نه رانغښتل کېږي؛ هغوی د حکومت د مهمو برخو واګې په لاس کې لرلې او له وزارت څخه تر سفارت پورې يې مهم پوسټونه خپلو کسانو ته وېشلي وو.
عمومي تصور دا دی، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلې حکومتولۍ پر مهال دغو کسانو ته په بېلابېل ډول باج ورکړ، تر څو د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي او بې ستونزې حکومت وچلوي. د حامد کرزي په باج کې دولتي پوسټونه، وسله وال ساتونکي، زرهی موټرې او نقدي پسې راځي، چې پر دغو کسانو یې ووېشلې.
دغو کسانو په تېرو دوو لسیزو کې په بېلابېلو نومونو؛ د ګوند مشر، قومي مشر، بانفوذه شخصیت، ملي شخصیت، سیاسي څېره، نظامي ارشد قوماندان او په بېلابېلو نورو نومونو یې جېبونو ډک او هر څه چې يې وغوښتل، ترلاسه يې کړل.
د دوی توجیه دا وه، نفوذ ته په کتو چې دوی يې لري، د خطر پر مهال به د افغانستان ساتنه کوي او حکومت اړ دی، چې هر څه يې جېب ته ور وغورځوي.
د شمېرو له مخې د جمهوریت نظام پر مهال د حکومت له بودیجې میلیونونو افغانۍ د دغو کسانو پر امنیت او د وسله والو ساتونکو پر معاشاتو لګېدلې دي.
کله چې د جمهوریت د دفاع اړتیا ولیدل شوه، د ګوندونو مشرانو، ارشد نظامي قوماندانانو او قومي مشرانو څه وکړل او څه شول؟ هغه کسان چې څو څو لقبونه به یې د نومونو تر څنګ کتار و، وتښتېدل او ولس يې د جګړې په ډګر کې پرېښووه.
د سیاسي مشرانو تر څنګ د ځینو غوړه مالو سلاکارانو حضور د دې سبب شو، چې دوی جامع الکمالات وښيي او خلک به د دوی د ښو د بیان لپاره هېڅکله د دوی دربار نه خوشې کوي؛ خو جمهوریت وضعیت بدل کړ.
ځوانان او لوستي ښايي په دوو لایلو د دغو رهبرانو شاوخوا ګرځېدل؛ هغه ډله چې حکومتي پوسټونه يې غوښتل او هغه ډله چې د خپلو حکومتي پوسټونو پایښت يې غوښت.
ځینو ځوانانو هم د قومي انګېزې له کبله د ګوندونو دغو مشرانو ته پناه یووړه. ښکارېږي، چې رهبرانو هم دغه حالت خوښاوه او کله کله به یې د ځوانانو په تحریکولو سره ځان د قوم ناجي باله.
له دې انکار نه شي کېدای، چې مهم حکومتي پوسټونه په ځانګړې توګه په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان سفارتخونې د ګوندونو د مشرانو ملګرو او خپلوانو ته ورکړل شوې وې او داسې ډېر ځوانان او لوستي هم و، چې دغو مشرانو يې حق تر پښو لاندې کاوه.
د ګوندنو د مشرانو تصور ښايي دا و، چې جمهوریت به تلپاتی وي او هغوی به د هر کال په اوښتو سره خپله سوداګري پراخه او د نړۍ په لویو ښارونو کې به خپلې ودانۍ زیاتې او بانکي اکاونټونه له پيسو لا ډک کړي.
له هراته تر بلخ، بدخشان او قندهار پورې او بیا تر پنجشېر و ننګرهاره، همدا د ګوندونو مشران و چې په سلګونه وسله وال ساتونکي يې په ځان پسې کتار کړي وو او لوړې ودانۍ او زرهي موټرې يې لرلې؛ خو چا يې مخه هم نه شوای نیولی.
پلویانو يې هغوی ته بېلابېل لقبونه ورکړي وو. یو يې د «شمال امپراتور» په نامه نومولی و او بل يې «پادشاه صاحب» او بل يې د «ډګر اتل»، «د مقاومت سړی»، «د هېواد ناجي» او په ورته نورو نومونو یادول.
د خلکو نه هېرېږي، چې دغو کسانو د خپل واک پر مهال څه او څه ونه کړل، ان په دولتي ادارو کې يې عکسونه نصب شوي وو. دوی په ټولنیزو رسنیو کې «فېسبوکي لښکریان» او جعلي اکاونټونه لرل.
د ګوندنو مشران او نظامي قوماندانانو ځانونه د ډګر اتلان بلل او ادعا يې کوله، چې د خطر پر مهال به خپله سینه سپر کوي او د خلکو دفاع به کوي؛ خو څو ورځې يې هم د طالبانو پر ضد مقاومت ونه شوای کړی.
د خلکو لا هېر نه دي، چې د ګوندونو مشران او نظامي ارشد قوماندانو د جمهوریت تر سقوط څو ورځې مخکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مقاومت او د طالب پر وړاندې د درېدا خبرې کولې؛ خو ان د خپلو شتمنیو ساتنه یې هم ونه شوای کړی.
تاریخ دا نه هېروي، چې دغو یو قومي او غیرولسي ګوندونو پر افغانستان څه راوستل. د طالبانو د ظهور یو عامل قدرت ته د رسېدو لپاره د سیاسي ګوندونو ناندرۍ وې او د دوی ترمنځ شدید اختلافات.
د شرم خبره ده، چې دوی له بېلابېلو بهرنیو هېوادونو څخه د افغانستان اوسنی ناورین له ټولنیزو شبکو څاري او په ګرانبیه مبایلونو د طالب پر ضد د مقاومت اعلامیې خپروي.
ښایي بله لاره نه وي، چې دوی «ناچله سکې» وګڼو، داسې سکې چې په بازار کې څه پرې نه شي اخیستل کېدای.