۸صبح، کابل: د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له پخواني ولسمشر سره لیدنه کړې ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو دوشنبه د لیندۍ پر ۲۸ د یوه ټویټ په خپرولو د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
چاووش اوغلو په دې ټویټ کې لیکلي: «موږ به له افغانانو سره خپل یووالي او په دغه هېواد کې د ثبات له ټینګښت څخه ملاتړ ته دوام ورکړو.»
دغه لیدنه د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي کرزي ترکیې ته له تلو وروسته له یو شمېر افغان سیاستوالو سره هم لیدنې کړې دي.
د ویلو ده، چې حامد کرزي د طالبانو له خوا له افغانستانه د وتلو د اجازې له ترلاسه کولو وروسته متحده عربي اماراتو او جرمني ته په سفر د افغانستان له یو شمېر سیاسي څېرو سره لیدنه وکړه، خو د خپلو لیدنو د موخې په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي.