عجیبه درد را چاپېره کړې جغرافیا لرو. او عجیبه په غم او درد کې سوي يو او سوزو!
دلته زمان او مکان په اور اوښتي. دلته کرکه را اوري. دلته غم په سندرو ګډ دی. دلته زموږ له تن او احساس، فکر او عواطفو، د درد چیغې پورته دي. کله داسې راته ایسي، چې زمکه، چاپېریال…او هرڅه راته دښمن دي!
په ډاکترانو مو نوبت نشته. په دعاګانو مو لاسونه ستړي دي. په انتظار مو زړه پوخ پوخ دی. خو له یوې خوا هم د مرستې، د خواخوږۍ، مینې، ښایست، خوشحالۍ، هیله مندۍ او ارامتیا زیری او خبر نه را رسېږي.
دلته زموږ له جغرافیې، زموږ له فکر، زموږ له احساس او عاطفې، د مینې نهال نه را شين کېږي!
دلته مینه سرنوشت نلري.
دلته مینې ته څوک زړه نه کوي!
دلته موږ ټول مینې ته بې زړه یاستو.
خو مینه شته؛ لکه د مینې څښتن او ابدي مینه ګر چې شته.
دا زموږ فقر وهلي فکرونه، احساسات، عواطف او عمرخوړلي اخلاق دي، چې دنیا بې مینې، دنیا دوزخ شوې، دنیا د شیطان د واک امپراتوري شوې، ویني.
یوه پوښتنه: خدای چې لرو، نو مینه بیا څرنګه نلرو؟
خدای چې لرو، نو بیا له ژوند او ژوندو سره ولې مینه نه کو؟
خدای چې شته، نو بیا بې مینې څرنګه کېدای شو؟
که خدایي مینه نه وای، دا رنګین، دا متفاوت د ژوند میلیونونه نومه نسل، دا سور او شین، ژېړ او ابي، نارنجي او ګلابي حقیقت به، له کومې سرچینې سا اخسته؟
که خدایی مینه نه وای، نو آیا دنیا به دومره رنګینه او متفاوته وای؟
له هغه لوی مینه ګر پرته، څوک په دې وس دي، چې «ادم»، «انسان» شي.
انسان ژېړ نژاد شي، او سپین شي،
تور نژاد شي او ور سره سور نژاد شي -خدای خبر، په خدایي جهانونو کې څومره نور نژادونه دي- خو خدایي مینه دا ټول، په خپله ژوندۍ مینه کې ساتي.
خدایي مینه، ټوله هستي، په خپله زانګو کې ښوروي.
هستي، د خدایي مینې په اور او اوبو کې را شنه کېږي، لویېږي، او پخپل خدایي سرنوشت را ویښېږي.
مینه، د ټولې هستۍ، خدای مقرر کړی سرنوشت دی.
مینه شته؛ خو لرل یې زړه غواړي
دا زموږ پر سترګو، څه شوي؟ زموږ سترګې ولې په تیارو او بدرنګیو ور نښتې دي؟
دا زموږ پر غوږونو څه شوي؟ زموږ غوږونه ولې، یو مخ ښکنځلې، او دوزخ دوزخ نعرې اوري؟
دا زموږ پر حواسو او ذهن څه وبا لګېدلې، چې ترخه وینو، ترخه اورو، ترخه مزه کو،
ترخه وایو، ترخه تر سره کو او پخپلو ترخو فکرونو او اخلاقو او باورونو، خپل خام خام سرونه ږدو؟
ها بله ورځ مازدیګر مهال، د کابل ښار، مېرویس میدان له څلور لارې، مخ په سیلو لور تاو شوم، چې کورنۍ ته روژه ماتي لپاره څه څښاک او نور خوراک را ونیسم، چې سراچه کرولا، د سړک غاړه بنده کړې وه.
«زندګی تلخ است و آینده نامعلوم»
(ژوند تریخ دی او راتلونکې نامعلومه!)
راځئ یو ځل خپلې خواوشا ته نظر وځغلوئ.
راځئ خپل کورني چاپېریال کې، خپل زوی واورئ، لور واورئ، مور او خور واورئ…حتا ځان واورئ، زموږ لیدلوری به، د ټاکسي پر ښیښه دغه ټاپه شوي لیدلوري سره څومره متفاوت وي؟
خو زما دې هم کور آباد شي، له دومره خبرو!
آیا بې مینې مو تن او روان رغېږي؟
آیا بې مینې زموږ زړه او ذهن آرامېږي؟
آیا بې مینې مو سا هوسا کېږي؟
موږ باید مینې ته را زړور شو. مینه داسې اور ده، چې هېڅ راز غم او درد یې مخې ته نشي ودرېدلای.
مینه داسې بلا ده، چې د خدای له سپېڅلې ارادې نه وېرېږي.
هاااای لویه خدایه! که مینه ونشي، په مینه به څوک باور وکړي؟
که مینه ونه کړم، څوک به په مینه زما خبرې ومني؟
څوک؟ څوک؟؟ څوک؟؟؟
ښایی هېڅوک!