د پاکستان لومړی پوځي واکمن، مارشال ایوبخان له ۱۹۵۸زېږدیز څخه تر ۱۹۶۹ زېږدیزکال پورې، د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې، پر پاکستان حکومت وکړ. په ۱۹۶۵زېږدیز کال کې یې، خپل یادداشتونه د Friends not Masters (مالکان نه؛ ملګري) تر سرلیک لاندې خپاره کړل، چې په کې یې د خپل شخصي، پوځي او سیاسي ژوند او په کورنیو او بهرنیو ډګرونو کې، د پاکستان پر بدلونونو خبرې کړې وې.
د پاکستان د سیاسي، اقتصادي، پوځي او بهرنیو اړیکو بنسټونه، د ایوبخان د پوځي واکمنۍ پر مهال، کېښوول شول. دا کتاب په پاکستان کې یو له نسبتاً پخوانیو او تاریخي کتابونو څخه دی چې په فارسي ژبه نه دی ژباړل شوی او متن او محتوا ته یې لږ پام شوی دی. د ایوبخان د یادونو بیا لوستل، په ځانګړې توګه له افغانستان سره ددغه هېواد د اړیکو په اړه، د پرلپسې بېباورۍ د عواملو او لاملونو په پوهېدو کې مرسته کوي، چې دواړو هېوادونه یې له ۱۹۴۷ زېږدیزکال راهیسې تجربه کوي. په پاکستان کې د ایوبخان د واکمنۍ موده او ددې کتاب د لیکلو وخت، په افغانستان کې د محمد ظاهر شاه له واکمنۍ سره هممهاله ده.
د ایوبخان د کتاب له متن څخه:
«کله چې هند او پاکستان، د د ملي حاکمیت د لرونکو دوو خپلواکو هېوادونو په توګه، راڅرګند شول، د ډېرو افغانانو په ذهنونو کې، دوه غلط فهمۍ موجودې وې. لومړی تاثر د هند له پرلپسې پروپاګند څخه رامنځته شو، چې ګواکې پاکستان د یوه جلا هېواد په توګه نهشي پاتې کېدای. افغان واکمنانو پرېکړه وکړه چې د پاکستان له سقوط مخکې، د پاکستان پر خاوره دعوه وکړي او وروسته بیا د هېواد پر شمالي برخو دعوه وکړي، چې پښتانه پکې مېشت دي. په دې لړ کې، زموږ په پولو کې، د پښتونستان د مصنوعي دولت نظريه هم د افغانستان د واکمنانو له خوا وړانديز شوې وه او دا په ښکاره توګه د منلو وړ نه وه؛ ځکه چې د یو خپلواک هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهني ، هېڅ هېواد هم اجازه نه ورکوي.
د افغانانو دې ادعا، د هند ملاتړ راوپاراوه او د دوی ګټې په دې کې وې، چې له پاکستان سره د کشمير پر سر د جګړې پرمهال به افغانان په شمال لوېديځ کې، د پاکستان پر ضد نوې جبهه پرانيزي او افغانانو سره دغه ګډ تفاهم ته هم رسېدلي وو چې پاکستان به ونهشي کولای چې پښتانه قومونه د دوی پر ضد وکاروي.
دویم غلط تصور د افغانستان د واکمنانو په چلند کې وه. که د دوی پخوانۍ انګېرنه غلطه ثابته شي او پاکستان ژوندی پاتې شي، نو دوی دې تفاهم ته رسېدلي وو چې په پاکستان کې به یو جمهوري حکومت وي او دا به په طبیعي ډول د افغانستان د واکمنانو پر دریځ اغېز وکړي. په دې لړ کې د افغانستان واکمنانو زموږ پر خاوره دعوې وکړې او د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې يې، د قومونو د ځانګړو کسانو په ګمارلو او په هغو سيمو کې پېښې رامنځته کړې. دې مسئلې ته لمن وهل، دواړه هېوادونه سره وېشلي دي او دې ټولو مسايلو په حقيقت کې، د خلکو له کورنيو ستونزو څخه پام بل لوري ته اړولى دى. موږ له افغانستان سره د زغم تګلاره خپله کړه او د اورګاډي له لارې، د مالونو د تګ راتګ لپاره یې ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې او دا ټولې همکارۍ مو د افغانستان له خلکو سره د دوستانه احساس له امله وکړې. هغه په وچه کې پروت هېواد دی، چې سمندر ته لاسرسی نهلري او موږ د سوداګرۍ ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې او په بېلابېلو کچو د دوه اړخیزو ستونزو او فرصتونو په اړه مو ورسره خبرې وکړې. زموږ تجربه او پوهه دا وه چې په پاکستان کې، د کمزوري حکومت په موجودیت کې به، د افغانستان دعوه نوره هم پیاوړې او غښتلې شي او که پاکستان یو قوي او باثباته حکومت ولري، د افغانستان ادعا به مبهمه، او اغېز به یې را لږ شي. البته افغانانو هېڅمهال، د پښتونستان په اړه خپل دريځ، په سمه توګه تعريف او تشريح نهکړ. په تېرو وختونو کې، دوی داسي نقشې ډیزاین او تولید کړې، چې د اندوس او کراچۍ پورې، د سیمو ادعا یې کوله. کله چې مو له دوی څخه په جدي توګه وغوښتل چې ددې مسئلې په اړه خپلې اندیښنې روښانه کړي، دوی څرګنده کړه چې دوی د زمکې ادعا نهلري، بلکې دوی یوازې د پښتون ولس هوساینه او د خپل نظر او ارادې د څرګندولو فرصت غواړي. کله چې افغان لوري ته وويل شول، چې د برصغير د وېش پر مهال، پښتنو خپله اراده په ازاده او عادلانه ټولپوښتنه کې څرګنده کړه او ټول قومونه پرې سلا شول، افغان لوري ځواب ور نهکړ او پري ناراضه شول.
په ۱۹۵۹زېږدیزکال کې مې له شهزاد نعیم سره یوه اوږده ناسته درلوده او ورته مې ووېل چې پاکستان په برصغیر کې، د انګریزانو او هند ښکېلاک د ازادۍ لپاره، د مسلمانانو د مبارزې په پایله کې جوړ شو او برتانوي هند، د مذهبي اکثریت پر بنسټ ووېشل شو؛ نه د نژاد پر بنسټ. د خپلواكۍ د تر لاسه كولو او د لا زياتو مرستو او ملګرتياو د ترلاسهكولو لپاره په طبيعي توګه زموږ لومړى نظر، د اسلامي نړۍ- په ځانګړې توګه- د منځني ختيځ د مسلمانو هېوادونو په لور و او موږ په دې نا هیلي وو چې د خپلواكۍ له لومړۍ ورځې څخه، افغانستان مونږ ته د دښمنۍ په سترګه كتل. افغانستان یوازینی هېواد و چې په ملګرو ملتونو کې یې، د پاکستان له غړیتوب سره مخالفت وکړ او له هغه وروسته په افغان رسنیو او راډیوګانو کې، د پاکستان پرضد پروپاګند او تبلیغات پیل شول. په یوه پیښه کې، په کابل کې زموږ سفارت، د خلکو په لاریون کې وسوځول شو او دا زموږ لپاره ستونزمنه وه چې پوهه شو، دوي ولې دا ډول چلند کوي. دوی د یو جلا خپلواک دولت په ګډون، یا یوې خپلواکې سیمې، یا په پاکستان کې د پښتونستان په نوم پیژندل شوی سیمې په توګه، دوی د پښتونستان څو تعریفونه لري.
ما شهزاده نعیم ته ووېل، چې موږ پوهېږو چې ولې د دوی په ذهن کې پلان په قصدي ډول مبهم او تیاره دی. د افغانستان واکمنانو په ښکاره غوښتل چې د پاکستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق تر بل هر ډول اقدام مخکې ثابت کړي. هغه څه چې مونږ پرې نه پوهېدو دا وو چې دا ډول خبرې په ښکاره ډول، له یوې نړیوالې پولې څخه سرغړونه وه او د ډیورنډ کرښه چې د افغان چارواکو لخوا، په جدي توګه تایید شوې او اصلي سند چې په 1893زېږدیزکال کې لاسلیک شوی په 1905زېږدیزکال کې تایید شوی او دا د ۱۹۱۹زېږدیزکال، د افغان-انګلیس په تړون کې بیا تایید او په پای کې، د اوسنی واکمنۍ کورنۍ لخوا تصویب شوی. د افغانستان چلند د یوې غیر مستقیمې پراختیا هڅې په توګه، تعبیر کیدی شي. او د افغانستان د واکمنانو مسخره او غیرمنطقي ادعاوې به یوازې دوه هېوادونه له ستونزو سره مخ کړي.
په پاکستان کې د پښتنو په اړه دا ټولې اندېښنې ددې ادعا پر بنسټ وې، چې د تاریخ په یو وخت کې افغانستان د پاکستان د لویدیځ پر ځینو برخو تسلط درلود، خو بیا هم د تاریخ په اوږدو کې د ډیلي واکمني پر کابل او له هغه نه هاخوا غځېدلی وه. که زموږ لارښونه د تېرو فتوحاتو پر بنسټ وي، نو پاکستان باید په افغانستان کې د مېشتو پښتنو په راتلونکي کې زیاتې ګټې ولري. اوسنۍ نړۍ له پخوانیو تاریخي دریځونو نه مخ په وړاندې تللې او نننۍ نړۍ، د ماضي د ویاړونو په افسانو کې ژوند نهکوي او په دې برخه کې، د پاکستان زغم ته باید د کمزورتیا په سترګه ونهکتل شي!
له شهزاده نعیم مې وغوښتل، چې له پاکستان سره د دښمنۍ پالیسي پرېږدي او دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده، چې د دوستو ګاونډیانو په توګه ژوند وکړي.
زه فکر کوم چې موږ باید ددې وضعیت سره ژوند وکړو او په ورته وخت کې صبر وکړو. د ښه نیت او تفاهم رامینځته کول ډیر وخت ته اړتیا لري. او په داسې مسئلو کې ګړندي اقدامات به هېڅکله د پام وړ پایلو لامل نشي. په وروستیو کلونو کې، د افغانستان شاه په حکومتولۍ کې ګډون زیات کړی او هغه خلک چې له شاهي کورنۍ سره تړاو نهلري، په حکومتولۍ کې برخه اخلي. زه په دې باور یم چې که دولتي مسوولیتونه نورو ته وسپارل شي، د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې به مصنوعي اختلافات له منځه ولاړ شي او افغانان به له پاکستان سره د همکارۍ څرګندې ګټې درک کړي. د نورو هېوادونو په څېر افغانستان هم د ولسواکۍ له ازموینو څخه د استفادې له لارې، د انتقال پړاو ته داخلېږي او د افغانستان خلک هم د نورو خلکو په څېر باید د یوه ولسواک نظام په کاري روحیه پوه شي. که د نظام او حکومت د پرمختگ په برخه کې د عامو خلکو نظرونه واوریدل شي، زه فکر کوم چې اوسنیو واقعیتونو ته به لا زیاته پاملرنه وشي او د تېر ځلانده ویاړونو اغیزه به کمه شي. زه شاهي کورنۍ او پخپله شاه ته چې هوښیار سړی دی او له ولس سره د واک په شریکولو کار کوي، ډېر درناوی لرم او له خپلو افغان وروڼو هم ورته باور او درناوی لرم او دا د اوسنیو ستونزو د حل او د دوستانه اړیکو لپاره، د ښه بنسټ ایښودلو په برخه کې پرېکنده رول لوبولای شي. په دې لړ کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو قومونو د اړیکو زیاتېدل، د اړیکو په ښه کېدو کې نغښتي دي. په پاکستان کې دننه مېشتو قبايلو ته، د خپلو سيمو د پرمختګ زمينه برابره شوې او د کرنې د ودې او د وړو صنعتونو د جوړولو په برخو کې، د پام وړ پرمختګ شوی دی. د قومي مشرانو په اړه زموږ نظر او چلند دا و چې دوی ته لازم فرصتونه ورکړل شي چې د ځانګړو پلانونو او برنامو په اړه چې دوی غواړي ورته پاملرنه وشي او دا به ددې لامل شي چې د قبایلي سیمو خلک، د پاکستان له نورو سیمو سره یو ځای شي او دوی به د هېواد په سوکالۍ کې مساوي ونډه ولري او د دوی برخلیک په بشپړه توګه د پاکستان له برخلیک سره تړلی دی.»