د کب په اتلسمه نېټه کابل ته د کورونا واکسین دوهمه جوپه هم راورسېده چې ۴۶۸ زره دوزه واکسین پکې دي او د کورونا واکسین د همغږۍ بنسټ یا کوواکس له خوا افغانستان ته د مرستې په توګه ورکړل شوي دي.
له دې مخکې هند، له افغانستان سره د کورونا د ۵۰۰ زره دوزه واکسینو مرسته کړې وه چې د تطبیق چارې یې روانې دي. د عامې روغتیا وزارت ویلي چې تراوسه په هېواد کې ۴۰ زره تنه واکسین شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست له کوواکس بنسټ او د هغې له مالي ملاتړو په تېره بیا اروپايي ټولنې، د روغتیا له نړیوال سازمان او یونیسف څخه ددې مرستې له امله مننه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې ددغو واکسینو د ترلاسه کولو په مراسمو کې وویل چې په منځنۍ آسیا کې افغانستان لومړنی هېواد دی چې د کوواکس بنسټ له خوا د کورونا واکسین ورته رارسېدلي دي.
د ښاغلي مجروح په وینا، کوواکس بنسټ له افغان دولت سره د ۱۶ میلیون دوزه واکسینو مرسته کوي چې په څو پړاوونو کې به هېواد ته راورسېږي.
مجروح زیاته کړه چې هڅه کوي د نړیوال بانګ، د آسیا د پراختیايي بانګ او نورو روغتیايي بنسټونو له لارې د هېواد د ۴۰ سلنه وګړو لپاره ۳۲ میلیون دوزه واکسین برابر کړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست جوته کړه چې ټاکل شوې په دوهم پړاو کې د ښوونځیو ښوونکي او د پوهنتونونو استادان واکسین شي چې په راتلونکي کال کې د هېواد ښوونیز سیستم په عادي توګه فعالیت ته دوام ورکړي.
په هېواد کې د کورونا د واکسین لومړی پړاو د کب په پینځمه نېټه پیل شو، لکه څنګه چې روغتیا وزارت اعلان کړی تراوسه ۴۰ زره تنه واکسین شوي دي. په دغه پړاو کې امنیتي ځواکونو او روغتیايي کارکوونکو ته لومړیتوب ورکړ شوی و.