تر اوسه هم غالب روایت دا دی چې طالبان د خپل پوځي ځواک پر مټ پر افغانستان کنټرول لري او ګواکې مخالف ځواکونه یې پر وړاندې د درېدو وړتیا نه لري. خو د جګړې په ډګر کې بیا بل څه لیدل کېږي. که لرې لاړ نه شو او یوازې د جمعهخان فاتح د نافرمانۍ پېښې ته وګورو، ښيي چې له فاتح سره یې د چلند څرنګوالی د ځواک پرتله، کمزورتیاوې ډېرې څرګندوي. کله چې طالبان په بدخشان کې د خپل یوه ناراضي قوماندان د ځپلو لپاره مجبورېږي چې د هېواد له لرې ولایتونو څخه ځواکونه راټول او پراخه لشکرکشي تنظیم کړي، دا د ډېر ځواک له امله نه، بلکې د وارخطایۍ او ګډوډۍ له امله وي.
پوهېږو چې جمعهخان فاتح دومره پیاوړی نافرمانه قوماندان نه و. هغه نه الوتکه لرله، نه توپ او ټانک، نه زرګونه منظم پوځي ځواکونه او نه هم بهرنی ملاتړ. هغه یوازې یو ناراضي سیمهییز قوماندان و چې په یوې غرنۍ سیمه کې یې له خپلو څو سوه وفادارو کسانو سره نافرماني وکړه؛ هغه هم داسې چې څرنګوالی او اړخونه یې چندان روښانه او څرګند نه دي. طالبانو په اسانۍ کولای شوای چې په بدخشان کې د شته ځواکونو یا لږ تر لږه د ګاونډیو ولایتونو د ځواکونو پر مټ کړکېچ کابو کړي او له ختیځو، سویلي او شمالي ولایتونو څخه د پراخې لشکرکشۍ اړتیا نه وه. که طالبان رښتیا هم یو منسجم او مقتدر ځواک وي، نو د داسې ځانګړنو یو سیمهییزه پاڅون باید په لومړیو ورځو کې او په کم لګښت سره خاموش شوی وای. خو ونه توانېدل او مجبوره شول چې د هېواد له لرې پرتو سیمو څخه ځواکونه راټول کړي. دا نه یوازې د طالبانو پوځي کمزورتیا، بلکې په غیرپښتون مېشتو سیمو کې د دې ډلې د باور کمښت هم څرګندوي.
د دغې کمزورتیا د ژورتیا د ښه درک لپاره، اړینه ده چې د تېر جمهوریت کړنو ته وکتل شي؛ هغه نظام چې له ټولو نیمګړتیاوو، جغرافیایي محدودیتونو او امنیتي ګواښونو سره سره، د یوه سیمهییز قوماندان یا کلیوال زورواکي د مهارولو لپاره یې له ټول هېواد څخه پراخه لشکرکشي نه کوله. د حامد کرزي او محمد اشرف غني په دورو کې به که مرکزي حکومت وغوښتل چې یوه سیمهییزه ستونزه مهار کړي، په اسانۍ یې په هماغه ولایت یا لږ تر لږه په ګاونډیو ولایتونو کې پر ځای پر ځای شویو امنیتي ځواکونو تکیه کوله؛ دا تګلاره هم لږ لګښته وه، هم یې لږ حساسیت رامنځته کاوه او هم د سیمې له جغرافیې او ټولنیز جوړښت سره د سیمهییزو ځواکونو د بلدتیا له امله، یو څه اغېزمنه وه. دا په داسې حال کې وه چې جمهوریت د طالبانو پرتله پر جغرافیې لږه ولکه لرله، ډېرې ولسوالۍ د طالبانو په واک کې وې او د ولایتونو مرکزونه هم له پرلپسې ګواښونو سره مخ و. البته جمهوریت د خلکو پراخ ملاتړ هم نه درلود. سربېره پر دې، مرکزي حکومت د یوه سیمهییز کړکېچ د هواري لپاره له لرې پرتو ولایتونو څخه د ځواکونو په بسیجولو لاس نه پورې کاوه او پوهېده چې دا ډول نمایشي او ډېر لګښت لرونکی اقدام نه یوازې د پام وړ پوځي اغېز نه لري، بلکې عامه افکارو ته د کمزورۍ او بېوسۍ پیغام هم لېږدوي. خو اوس طالبان، که څه هم د هېواد ټوله جغرافیه تر خپل واک لاندې لري، مخکې یې هېڅ جدي پوځي سیال نه شته او ډېرې وسلې او پوځي تجهیزات هم لري، بیا هم د یوه ناراضي قوماندان د مهارولو لپاره مجبورېږي چې د افغانستان له لرې پرتو سیمو څخه یې ځواکونه پر وړاندې راټول کړي.
کله چې طالبان د یوې سیمهییزې ننګونې د مهارولو لپاره په دې کچه پراخه لشکرکشي کوي، دا په دې مانا چې هغوی له داخلي پرځېدنې وېرېږي او پوهېږي چې تر ټولو کوچنۍ نښه هم ښايي پر پراخ اور بدله شي او بیا به یې کابو کول له لاسه ووځي. دا هغه ټکی دی چې مخالفان باید پرې پوه شي او ګټه ترې واخلي. خو هغوی هم دومره په کمزورۍ کې راګیر دي چې ترې ګټه اخیستل خو پرېږده، ان لیدلی یې هم نه شي. مهمه دا چې طالبان په شمال کې محبوبیت نه لري او له همدې امله په دې سیمه کې له هر ډول ناکرارۍ وېرېږي او د کابو کولو لپاره یې د ټول هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ځواکونو بسیجول اړین ګڼي. دې ډلې هم درک کړې چې یوازې پر سخت پوځي ځواک د تل لپاره پر واک پاتې کېدل شونې نه دي او که وضعیت همداسې دوام وکړي، پراخ ولسي اعتراض به رامنځته شي (که څه هم ناوخته) چې مهارول به یې ستونزمن وي. خو که طالبان تر دې کچې کمزوري او زیانمنونکي دي، نو پوښتنه دا ده چې ولې سقوط نه کوي او واکمن دي؟ ځواب دا دی چې طالبان له خپلو ټولو کمزوریو سره سره لا هم پر ځای دي، خو د خپل ځواک له امله نه، بلکې د مخالفانو د ډېرې کمزورۍ له امله.
سره له دې چې د طالبانو مخالفان، د طالبانو د زیانمننې ډېرې نښې ویني – لکه بدخشان ته وارخطا لشکرکشي، د کانونو د لوټ پر سر داخلي اختلافات، له ولسي اعتراضونو دایمي وېره او د نړۍ له خوا په رسمیت نه پېژندل – بیا هم نه شي کولی چې دا فرصتونه پر لاسته راوړنو بدل کړي.
په بله وینا، طالبان جدي کمزورۍ لري، خو مخالفان یې له دغو کمزوریو د ګټې اخیستنې وړتیا نه لري؛ طالبان له هر ډول داخلي اعتراض وېرېږي، خو مخالفان یې نه شي کولی دا اعتراضونه پر همغږي ملي پاڅون بدل کړي. طالبان په شمال کې محبوبیت نه لري، خو مخالفان نه دي توانېدلي چې دا نارضایتي د ځان لپاره پر دوامداره ولسي ملاتړ بدله کړي. له همدې امله، د عام روایت خلاف چې وايي طالبان ځواکمن دي او مخالفان یې د مقابلې وړتیا نه لري، واقعیت دا دی چې طالبان ځواکمن نه دي، بلکې مخالفان یې خورا کمزوري دي او همدا د مخالفانو کمزوري ده چې طالبانو ته یې د بقا زمینه برابره کړې، نه د دې ډلې ذاتي ځواک.





