• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د چرګانو د غوښې په تولید کې د طالبانو د ځان‌بسیاینې ادعا؛ بیې لا هم د خلکو لپاره لوړې دي

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۲۲ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789303812]
AFP

AFP

د چرګانو د غوښې په تولید کې د افغانستان د ځان‌بسیاینې په تړاو د طالبانو له  ادعاوو هممهاله، هېوادوال په بازارونو کې د دې غوښې د بیې له لوړېدو شکایت کوي او وايي چې د طالبانو اقتصادي تګلارو او د اقتصادي پرمختګونو ادعاوو تر اوسه د خلکو په دسترخوان کې د پام وړ بدلون نه دی راوستی او تر ډېره شعاري او تبلیغاتي بڼه لري. دوی  د چرګانو د فارمونو د زیاتېدو، د چرګانو د غوښې د بیې د لوړېدو د لاملونو او په هېواد کې د دې توکي د ګرانېدو د دوام د عواملو د څېړلو غوښتنه کوي. په همدې حال کې، یو شمېر پلورونکي وايي چې د چرګانو د غوښې او هګیو په تولید کې د افغانستان  ځان‌بسیاینې په تړاو د طالبانو د چارواکو ادعا د بازار له واقعیتونو سره سمون نه لري.

د کابل اوسېدونکی حکمت (مستعار نوم) وايي چې طالبان وخت ناوخته اعلان کوي چې افغانستان د چرګانو د غوښې په تولید کې ځان‌بسیاینې ته رسېدلی او نور له بهره د دې توکي واردولو ته اړتیا نشته؛ خو د ده په خبره، کله چې خلک د چرګانو د غوښې د پېرلو لپاره قصابیو ته ورځي، په ارزانه بیه یې نه شي موندلای.

د کابل دغه اوسېدونکی زیاتوي: «کله چې دا ځان‌بسیاینه د بیې پر کمېدو مثبت اغېز نه شي کولای، نو څه ګټه لري؟ د یوه وګړي لپاره دا مهمه ده چې توکي له بازاره په داسې بیه واخلي چې د هغه له اقتصادي توان او عاید سره برابره وي.»

د هغه په وینا، د چرګانو د غوښې په تولید کې د ځان‌بسیاینې تر اعلان وړاندې خلکو د چرګ یو کیلو غوښه په ۲۳۰ تر ۲۴۰ افغانیو اخیسته؛ خو اوس د یو کیلو لپاره باید ۲۸۰ افغانۍ ورکړي.

حکمت زیاتوي: «نو ښکاري چې د اقتصادي پرمختګ په تړاو سیاستونه او ادعاوې، د دې پر ځای چې د خلکو په دسترخوان کې بدلون راولي، تر ډېره د دوی لپاره شعاري او تبلیغاتي بڼه لري.»

د کابل ښار د اوومې ناحیې اوسېدونکی ګل احمد هم د چرګانو د غوښې او هګیو د بیو له لوړېدو شکایت کوي. هغه وايي: «پخوا د چرګ یو کیلو غوښه په ۱۶۰ تر ۱۸۰ افغانیو وه، خو اوس ۲۷۰ تر ۲۸۰ افغانیو ته رسېدلې ده. د هګیو یوه بسته هم پخوا ۱۸۰ تر ۲۱۰ افغانۍ وه، خو اوس ۲۹۰ تر ۳۰۰ افغانیو پلورل کېږي. بیې ډېرې لوړې شوې دي او خلک ناچاره شوي دي.»

د کابل ښار د لسمې ناحیې اوسېدونکی فتاح (مستعار نوم) وايي چې په بازار کې د چرګانو د غوښې د تولید او پلور د بیې ترمنځ د پام وړ توپیر، د بازار د وضعیت او د بیو د اغېزناکو عواملو د کره څېړنې اړتیا نوره هم زیاتوي. د کابل دغه اوسېدونکی وايي: «په بازار کې د چرګانو د غوښې بیه لا هم لوړه ده او تر اوسه یې په بیه کې د پام وړ کموالی نه دی لیدل شوی. دغه وضعیت په ځانګړې توګه د کم‌عاید لرونکو کورنیو لپاره اقتصادي ستونزې رامنځته کړې او د هغوی اندېښنې یې زیاتې کړې دي.»

فتاح زیاتوي: «د طالبانو مسوولان باید د چرګانو د فارمونو د زیاتېدو او د چرګانو د غوښې د بیې د لوړ پاتې کېدو لاملونه په جدي توګه وڅېړي او هغه عوامل وارزوي چې پر بیه اغېز کوي؛ لکه د تولید لګښت، د چرګانو د خوراک بیه، واردات، لېږد رالېږد، عمده پلور، د واسطو رول او په بازار کې د بیې د ټاکلو څرنګوالی. دغه راز، که د بازار له وضعیته د ګران‌پلورنې یا ناوړه ګټې اخیستنې موارد وموندل شي، باید قانوني او نظارتي اقدامات وشي، څو خلکو ته د چرګانو د غوښې د مناسبې بیې د برابرولو زمینه برابره شي.»

په همدې حال کې یو پلورونکی عابد (مستعار نوم) وايي چې د چرګانو د غوښې او هګیو په تولید کې د افغانستان د ځانبسیاینې په اړه د طالبانو د چارواکو ادعا د بازار له واقعیت سره سمون نه لري. د هغه په وینا، کله ناکله دوی ان د پلور لپاره په کافي اندازه چرګان هم نه شي برابرولای.

دغه پلورونکی زیاتوي: «د چرګ د یو کیلو غوښې بیه له ۲۵۰ تر ۲۸۰ افغانیو ده او د هګیو یوه بسته هم په ۲۸۰ تر ۳۰۰ افغانیو پلورل کېږي. پخوا کله چې د چرګ غوښه او هګۍ له بهره واردېدې، بیې ټیټې وې او موږ ته هم په مناسبه بیه تمامېدې. هغه مهال ان کم‌عاید لرونکو کورنیو هم کولای شول چې چرګ غوښه واخلي؛ خو اوس یې د بیو د لوړېدو له امله ډېر خلک د پېرلو توان نه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د واکمنۍ په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې په افغانستان کې بېوزلي او لوږه زیاته شوې ده. بشري مرستې او له بهره د افغانانو له خوا خپلو کورنیو ته استول شوې مرستې هم د هېواد د حساس اقتصادي وضعیت د دوام له عواملو بلل کېږي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د غزني تر ځمکې لاندې بازار د کار درېدل؛ د طالبانو رسنیزه ننداره د پروژې عملي بندون نه شي پټولای
راپورونه

د غزني تر ځمکې لاندې بازار د کار درېدل؛ د طالبانو رسنیزه ننداره د پروژې عملي بندون نه شي پټولای

۱۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791195826]
د جبهو د بریدونو زیاتېدل؛ په شمال کې د هبت‌‌الله سيوری د څه په لټه کې دی؟
راپورونه

د جبهو د بریدونو زیاتېدل؛ په شمال کې د هبت‌‌الله سيوری د څه په لټه کې دی؟

۱۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791194248]
ملګري ملتونه: افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له تر ټولو زیان‌منو هېوادونو دی
خبرونه

ملګري ملتونه: افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له تر ټولو زیان‌منو هېوادونو دی

۱۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791188008]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.