۸صبح، هرات: د هرات یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ناامنۍ، هدفي وژنو او د جنايي پېښو د مخنیوي لپاره د طالبانو د کره څارنې له نشتوالي شکایت کوي.
سرچینو دوشنبه د وږي پر ۱۶مه، له ۸صبح سره په خبرو کې وويل چې د هرات ښار امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او د خلکو د سترګو په وړاندې کسان په ازاد ډول وژل کېږي، خو د دغو پېښو د څېړلو او مخنیوي لپاره څوک اقدام نه کوي.
دوی وايي، جنايي پېښې د عاملانو لپاره په عادي کار بدلې شوې دي، يو شمېر کسان له وېرې پرته خلک وژني او له هغې وروسته په ښار کې په ازاد ډول ګرځي.
د هرات اوسېدونکي زیاتوي چې په دغه ښار کې کسان تښتول کېږي او وروسته یې جسدونه موندل کېږي. دوی همداراز طالبان د «بېګناه خلکو» په نیولو، وهلو ټکولو او وژلو تورنوي.
دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې څو ورځې وړاندې په هرات ښار کې یو ۳۰ کلن ځوان له شکنجې او وهلو ټکولو وروسته، په داسې حال کې چې لاسونه یې تړل شوي وو، د طالبانو له خوا په ډزو ووژل شو.





