• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

طالبانو په هرات کې یو ځوان له شکنجې وروسته په تړلو لاسونه په ډزو وژلی

نیما نیما
۱۵ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1788709803]
Social Media

Social Media

طالبانو په تېرو څه باندې پنځو کالو کې ګڼ کسان په عام محضر کې او داسې چې لاسونه یې تړلي وو، په ډزو وژلي دي. تازه ۸صبح ورځپاڼې ته یوه ویډیو رسېدلې چې ښيي یو ۳۰ کلن ځوان د هرات ښار په یوه سیمه کې له شکنجې او وهلو ټکولو وروسته، په داسې حال کې چې لاسونه یې تړلي وو، د طالبانو له خوا په ډزو وژل کېږي. د دې پېښې د څرنګوالي په اړه کره جزییات څرګند نه دي. د دغه ځوان خپلوان وايي، که نوموړي د طالبانو په اند کوم جرم کړی و، باید احضار او محکمې ته وړاندې شوی وای، نه دا چې د خلکو په مخکې او په تړلو لاسونو په ډزو ووژل شي. د دغه ځوان مور له طالب چارواکو غوښتي چې د زوی قضیې ته یې پاملرنه وکړي. له دې مخکې سرچینو تایید کړې وه چې طالبانو په هرات کې د جمعې په ورځ یو کس وژلی دی.

ځايي سرچینو یوه ویډیو استولې چې پکې یو کس له شکنجې او د لاسونو له تړل کېدو وروسته په ډزو وژل کېږي. سرچینو ویلي چې دغه ۳۰ کلن کس عبدالقدیر پهلوان‌زاده نومېده او د تېرې جمعې په ورځ د مازدیګر په پنځو بجو د هرات ښار د څلورمې حوزې اړوند په لومړۍ پوسته کې، د تېلو ټانک ته مخامخ، د طالبانو د یوه قوماندان د مېرمنې د ورور له لوري په ډزو وژل شوی دی. په ویډیو کې هم لیدل کېږي چې یو ځوان له شکنجې او د لاسونو له تړل کېدو وروسته، د یوه کس له لوري په ډزو په نښه کېږي.

د سرچینو په خبره، په دې ویډیو کې په پښتون زرغون کې د طالبانو امنیه قوماندان سید احمد محمدي، د هغه ورور او د مېرمنې ورور یې هم حضور لري. سرچینې زیاتوي چې د طالبانو امنیه قوماندان دا اقدام له دې امله کړې چې تر دې مخکې یې خپل اوښی راضي کړی و چې خپله خور دغه طالب قوماندان ته په نکاح کړي.

سیداحمد محمدي

سرچینې زیاتوي چې په ویډیو کې هغه کس چې واسکټ او تور کالي یې اغوستي، د پښتون زرغون ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان دی؛ هغه کس چې عبدالقدیر د ټوپک په میل وهي، د طالبانو د امنیه قوماندان ورور او هغه کس چې پر عبدالقدیر ډزې کوي، د طالبانو د امنیه قوماندان د مېرمنې ورور دی. د سرچینو په خبره، عبدالقدیر له خپل موټرسایکل سره د تېلو ټانک ته تللی و، چې هلته د دغو کسانو لاس ته لوېدلی دی.

سرچینې ټینګار کوي چې د دغه کس د مور غږ تر هېچا نه دی رسېدلی او طالبانو هغه وېرولې چې د قضیې د څارلو هڅه ونه کړي.

د سرچینو په خبره، عبدالقدیر پهلوان‌زاده په هرات ښار کې پر ویلډینګکارۍ بوخت و او له هېڅ ډلې سره یې تړاو نه درلود. د پهلوان‌زاده کورنۍ ټینګار کوي چې هغه هېڅ پوځي مخینه هم نه لرله او مخکې هم طالبانو نه و نیولی. هغوی زیاتوي چې طالبان د دغې قضیې څېړلو ته چمتو نه دي.

طالبانو تر اوسه پر وژل شوي کس هېڅ ډول تور نه دی لګولی او یوازې یې د هغه پر کورنۍ، په ځانګړې توګه پر مور فشار راوړی، څو د دې پېښې له څارلو لاس واخلي.

له دې مخکې هم له پنجشېر، اندراب او بدخشان څخه داسې ویډیوګانې خپرې شوې وې چې پکې ښکارېدل طالبان ځينې کسان په داسې حال کې چې لاسونه یې تړلي وو، په ډزو وژني. دغې ډلې لسګونه نور هم له مخالفو ډلو سره د غړیتوب په تور په ډزو وژلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) هم په ګڼو راپورونو کې د طالبانو له لوري له قضايي بهیر پرته وژنې او صحرایي محاکمې مستندې کړې دي. د یوناما په یوه راپور کې چې د ۲۰۲۳ کال په اګست کې خپور شوی، راغلي چې دې ډلې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۳ کال تر جون پورې، ۲۱۸ پخواني امنیتي غړي وژلي دي. همدارنګه، د اجباري ورکېدو ۱۴ پېښې، له ۴۲۴ څخه ډېرې د خپلسرو نیونو او توقیفونو پېښې او څه باندې ۱۴۴ د شکنجې او ناوړه چلند موارد ثبت شوي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: له جنورۍ تر اوسه په افغانستان کې د کوویډ – ۱۹ له امله هېڅ مړینه نه ده ثبت شوې

۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790532057]
هند بېړۍ‌چلوونکو شرکتونو ته هرمز تنګي ته د هندي سمندري کارکوونکو د نه لېږلو سپارښتنه وکړه
بهرني خبرونه

سپاه پاسداران: په هرمز تنګي کې مو د امریکا یو اوبتل نیولی

۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790529388]
د ګوټرېش راپور؛ بشري ناورین لاپسې زیات شوی او  د طالبانو ځپونکي تګلاره لا سخته شوې
بهرني خبرونه

ګوتېرېش: مصنوعي ځيرکتیا د ګرځندوی صنعت راتلونکې بدلوي

۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790527642]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندوز کې یو ډاکټر ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.