د طالبانو د رژيم د استخباراتو د عمومي ریاست مخکيني ویاند جواد څارګر تایید کړه، چې د رسنيو خبريالان یې بنديان کړي او د رسنيو د سانسور لپاره یې پر هغوی فشار راوستی دی. نوموړي يوه خصوصي ټلويزيون سره د مرکې پر مهال وويل، چې د رسنيو استازي یې د طالبانو د واکمنۍ په لومړيو وختونو کې له دې کبله ورغوښتل او تر فشار لاندې راوستل، چې ولې یې د رسنيو بڼه د جمهوري نظام له سقوط وروسته هم نه ده بدله شوې. او یا رسنیو ولې د اسلامي امارت (طالبانو) تګلاره په پام کې نه ده نیولې.
هغه د طلوع ټلويزيون د بوختونکې خپرونې د مخته وړونکي دې پوښتنې ته ځواب ونه وايه، چې دی يې ولې يوه شپه او ورځ بندي کړی و؟ د څارګر په وينا، په ټلويزوني خپرونه کې په دې اړه ورڅخه پوښتنه هم د «اخلاقو» خلاف عمل دی، ځکه په باور یې د هغه خبريال بندي کول دده او د مرکه کوونکي خبريال « شخصي موضوع» وه. جواد څارګر د خبريال د بندي کولو د موضوع د شخصي کېدو په اړه نورجزییات ورنکړل.
نوموړي د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ، امر بالمعروف، استخباراتو او ځينو نورو ادارو په ګډون د رسنيو د کنټرول لپاره د جوړ شوي کميسيون يادونه وکړه، چې په وینا یې رسنیو به د نورو بنسټونو په سپارښتنو عمل نه کاوه نو ځکه پرېکړه وشوه چې د یادې چارې د پلي کېدو لپاره باید د استخباراتو عمومي ریاست هم ددې کمیسیون غړی شي ترڅو د رسنیو له لوري د اسلامي امارت د پالیسۍ د نه تطبیق په صورت کې د استخباراتو ریاست له لوري پر هغوی فشار راوړل شي.
جواد څارګر له نورو جزيياتو ورکولو پرته دا هم وويل، چې د يوې بلې رسنۍ خپرونې يې د څلورويشت ساعتونو لپاره بندې کړې وې. د طالبانو د استخباراتو د رسنيو د برخې مخکيني مشر په دې مرکه کې پر خبریال د ملنډو په ډول دا پوښتنه وکړه، چې د بندي کېدو په وخت کې هغه کومه څپېړه وهل شوی يا څه ورته ویل شوي دي؟ د طالبانو دغه مقام ادعا وکړه، چې اوسمهال د استخباراتو اداره د رسنیو او خبریالانو په چارو کې لاسوهنه نه کوي ځکه تېره اونۍ د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوه غونډه کې پر دې بحث شوی و، چې نور د رسنيو اړوندې ستونزې د همدغه وزارت له لوري تعقيب شي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته، راپورونه ښيي چې لسګونه خبریالان د دوی د استخباراتو له لوري احضار شوي، شکنجه شوي او بنديان شوي، چې ځينو يې له دې امله هېواد پريښی او پاتې نور په بد رواني او اقتصادي وضعيت کې ژوند کوي. د طالبانو ياد شوي استخباراتي مقام، د ډېرو نورو وياندويانو برعکس یې په دې مرکه کې وويل، چې لسګونه وېبپاڼو د ده پر ضد لیکنې کړي او د بشري حقونو ناقض یې بللی، چې په وینا یې دا شان آوازې د نوموړي په چارو منفي اغېز درلودلای نشي او نه د هغوی له تورو لیستونو او بندیزونو ویریږي.