۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویمې برخې جوړولو تړون یې لاسلیک کړی دی.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا تړون پنجشنبه د وري پر ۹مه د اوسپنې پټلۍ ادارې او «ګاما» ګروپ په نوم روسي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
د خبرپاڼې په حواله، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دویمه برخه ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري چې ټول لګښت یې ۵۳ میلیونه ډالر کېږي.
ټاکل شوې چې د دغې پروژې چارې د شاوخوا دوو کالو په موده کې بشپړې شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دا د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ وروستۍ برخه ده چې له رباط پریان څخه پېل کېږي او د هرات هوايي ډګر او صنعتي ښارګوټي پورې رسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په تلې میاشت کې د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د درېیمې قطعې تړون له ایران سره لاسلیک شوی و.
طالبانو داسې مهال د دغې اوسپنې پټلۍ د رسمي چارو له پېلېدو خبر ورکوي چې پر افغانستان له واکمنېدو وړاندې یې د دې ډول پروژو له پلي کېدو مخنیوی کاوه.