۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې طالبانو د دغه ولایت د پریان ولسوالۍ د یو شمېر کلیو اوسېدونکو ته امر کړی، چې خپل کورونه خالي کړي.
سرچینې شنبه د وږي پر نولسمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې طالبانو د دغې ولسوالۍ په کوهسار، کوجان، کوریپیتو او ځینو نورو کلیو کابو ۵۰ کورنیو ته امر کړی، چې خپل کورونه خالي کړي.
د سرچینو په وینا، طالبانو د دغو کلیو اوسېدونکي له مقاومت جبهې سره پر همکارۍ تورن کړي دي.
له دې مخکې هم طالبانو د پنجشېر په بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه د درې ولسوالۍ په عبدالله خېل سیمه کې لسګونه کورنۍ له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور په جبري توګه کډه کړي دي.