ځينې وختونه د یوې موضوع په اړه کېدای شي چې یوه اداره یا حکومت يې له وقوع یا هم له نه وقوع څخه انکار وکړي، یا هم د پېښې یوه برخه رد کړي، بله يې تایید کړي، یا يې په اړه له ور کول شویو ناسمو جزئیاتو څخه پرده پورته کړي، دا په نړۍ کې معمول دي او ډېر ځایونه پېښېږي.
خو د طالبانو دريځ دا ډول نه دی، دوی هغه وخت چې واک ته نه وو رسېدلي هم هغه موضوعات چې دوی د خپل ځان په زیان بلل، چورلټ ردول، که به په دې برخه کې شواهد هم ورته وړاندې شول، نو طالبان يې منلو ته تیار نه وو.
مثلا: په کراچي کې د طالبانو اوسني د رئیس الوزراء د اقتصادي چارو معاون عبد الغني برادر ونیول شو، طالبانو يې له شتون او نیولو انکار وکړ، تر هغو يې دا خبره نه ده منلې، چې کوم وخت هغه د زلمي خلیل زاد په امر له پاکستاني زندان څخه ازاد او قطر هیواد ته په یوه ځانګړې الوتکه کې ورسول شو.
څو ورځې وړاندې د دفاع اوسنی سپرست وزیر ملا محمد یعقوب د پاکستان د ملاتړ، هلته د طالبانو د پټنځایونو، کورونو او نوور په اړه وپوښتل شو، ده بې له دې چې خبره یوه خوا بلې خوا ته یوسي، یا د ځينو طالبانو په اړه اعتراف وکړي، انکار ته مخه کړه، دا يې د دښمن تبلیغات وبلل، په داسې حال کې چې دا یو داسې واقعیت دی چې هيڅ انکار نه شي ترې کېدای.
یا هم دوی تر خپل منځ د اختلافاتو په اړه هيڅ دا نه مني چې یو ګوړنج شته، بلکې هر وخت وايي چې موږ یو موټی یو، اختلاف نه شته.
د انکار دغه ډول وچ دريځ نه د دوی په ګټه دی او نه د خلکو و هیواد.
که د هیواد د سیاسي، اقتصادي، امنیتي او تعلیمي وضعیت په اړه د نړۍ هره اداره یو راپور نشر کړي، دوی پکې د خپل ځان په اړه ځينې منفي ټکي وګوري، نو سمدستي يې رد کړي، پر دې فکر نه کوي چې دوی به تر څو نړۍ او ملت ته دروغ وايي او له واقعیتونو څخه به انکار کوي؟
نه د نړۍ هره اداره داسې ده چې جوړ کړي راپورونه يې ټول د طالبانو د دښمنۍ پر بنسټ جوړ کړي وي، د هغوی منفي ټکي يې را خیستي او مثبت يې په لوی لاس ایله کړي وي. ولې باید یو څوک د نړۍ د ټولو ادارو په اړه دا فکر وکړي چې ټول د دوی دښمنان او مخالفان دي، هر وخت يې پر ضد تبلیغات کوي او د دوی په ګټه هيڅ هم نه نشروي؟
پښتانه وايي: چې په جهان کې يې ويني، هغه يې په ځان کې ويني. دوی که د نړۍ په اړه د دښمني نیت لري، یا هم د نړۍ والو لپاره د مخالفت عزایم لري، چې د وس در لودو په وخت کې يې ممکن پلي کړي، د نړۍ ټولې ادارې داسې نه دي، نه په دې هیواد کې یوازې طالبان اوسي. دلته میلینونه نور انسانان دي چې د راپورونو لویه برخه د هغوی د اقتصادي، تعلیمي، امنیتي، ټولنیز او صحي وضعیت په اړه خپرېږي.
دغو راپورونو کې اصلا د ملت په اړه انديښنه ښودل شوې وي، دا چې هیواد کې طالبان واکمن دي او د دغه وضعیت مسوولیت هغوی ته تر یوه حده ور ګرځي، نو ځکه دوی د انکار موقف ته مخه کړې، کله چې هم یو راپور نشر کېږي، په هغه کې ترخه واقعیتونه بیانېږي، نو طالبانو يې ښه جم زده کړی دی، بس اعلامیه نشر کړي، چې دا ټول ناسم دي، دلته هر څه سم روان دي، هيڅ نه دي شوي، بس خلاص!
دا فکر نه کېږي چې د ستونزې ريښه چېرې ده؟ ولې په ټولنه کې دا ستونزې را منځته کېږي؟ حل لارې يې څه دي؟ له نړۍ والې ټولنې، ملت او اړوندو ادارو سره لومړی د ستونزو پر عواملو فکر وکړي او بیا يې پر حل لارو کار وکړي.
په ټولنه کې د خراب وضعیت په اړه که نړۍ راپور نشر کړي یا يې نه کړي، په دغه ډول د د ې ټولنې شته وګړي یو وخت انفجار کوي، لازمي نه ده چې نړۍ دې پکې مداخله وکړي، بد وضعیت تر ډېره هيڅکله دوام نه کوي، بدلون له هغه ځایه را شروع کېږي چې واکمنه طبقه يې فکر هم نه کوي، د ملت زور دومره زیات دی چې په لنډ وخت کې هم د واکمن نظام کاسه نسکورولای شي.
د انکار موقف نه ستونزې حل کولای شي، نه نړۍ قانع کولای شي او نه ملت. په دغه ډول دريځونو هم نړۍ ته بې اعتباره کېږي او هم ملت ته. د ژوند حالات تل له ستونزو سره مله وي، داسې بیان کول چې هيڅ ډول ستونزې نه شته، خلاف الواقعیت دی، په اوله نړۍ کې هم ستونزې شته، د حل لپاره يې تل د ملت او دولت ادارې لاس په کار وي.
طالبان لکه په خپل فکر چې له دين څخه څنګه ناسم تعبیر کوي او بیا يې په اړه هيڅ نیوکه نه مني، هر څه د شریعت مطابق بولي، عيني مسله يې د سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، امنیتي، ټولنیز، روغتیايي او… وضعیت په اړه هم ده.
که دوی له شته حالاتو څخه درک ولري، نو روان حالات نه د ملت په خیر دي، نه د وطن په خیر دي، نه د دین په خیر دي او نه په خپله د طالبانو. لهذا حالات تقاضا کوي چې د انکار له دريځ څخه را کښته شي، واقعیتونه ومني، پر عواملو او حل لارو يې له ملت او نړۍ سره په ګډه فکر وکړي. دغه انساني او منطقي کار دی، نه هغه چې طالبانو دا دېرش کاله خپل کړی دی.