ملګرو ملتونو په ننګرهار کې پر څه باندې ۱۰۰۰ بزګرانو نغدي مرستې وویشلی

۸صبح، ننګرهار: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په ننګرهار ولایت کې پر څه باندې ۱۰۰۰ بزګرانو نغدی مرستې ووېشلی.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئیس محمد ضمير بهسودي نن دوشنبه (د غوایي په ٢٥مه) وويل، چې د ملګرو ملتونو دغه نغدي مرسته د دغه ولایت د شېرزادو، دره نور، مومنددرې، نازيانو، غنيخېلو، سپين غر او دوربابا ولسواليو پر بزګرانو وېشل شوې ده.
د بهسودي په خبره، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له هر بزګر سره د ۶۸۲۰ افغانیو مرسته کړې ده.
د ویشل شویو نغدي مرستو ټوله اندازه ۶۶ میلیونه او ۸۳۶ زره افغانۍ یاده شوی ده.
ظاهراً دغه مرستې د بزګرانو لخوا د څارویو لپاره د خوراکي توکو د پېرلو او او د دوی د کرنې د اړتیاوو د پوره کولو په موخه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې تر دې وړاندې هم د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې د دغه ولایت له کروندګرو او مالدارانو سره نغدي او غیرې نغدي مرستې کړې دي.
دغه مرستې په ننګرهار کې پر هغو بزګرانو ووېشل شوې، چې د روان کال په پيل کې د موسمي ورښتونو له امله يې کروندو ته سخت مالي زيانونه اوښتي و.