د امریکا ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ په خپله وینا کې وویل چې افغان حکومت سقوط نه کوي او د نظام د خوندیتوب او ساتلو لپاره ټول لازم ظرفیتونه، پیاوړي ځواکونه او پوځي وسایل لري. هغه زیاته کړه: «په داسې حال کې چې موږ په افغانستان کې خپل پوځي رول پای ته رسوو خو زموږ دیپلوماتیک او بشردوستانه ملاتړ دوام لري او له افغان حکومت او ددغه هېواد له دفاعي او امنیتي ځواکونو خپله ملاتړ ته دوام ورکوو.»
جوبایډن وویل چې امریکا له افغان امنیتي ځواکونو سره مالي او د پوځي وسایلو مرستې ته دوام ورکوي او ټینګار لري چې افغان مشران باید د خبرو له لارې یوه جوړجاړي ته ورسېږي.
امریکا ولسمشر په خپله وینا کې وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر په خوندي او په منظم ډول روان دی او د وتلو پرمهال د پوځیانو خونديتوب ته لومړیتوب ورکول کېږي.
هغه وویل چې امریکايي ځواکونه افغانستان ته د ملت جوړونې لپاره نه وو تللي، دا د افغانانو حق دی چې د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي چې څه ډول د خپل هېواد چارې پرمخ بیایي.
جوبایډن له افغان حکومت او ملي او امنیتي ځواکونو د ملاتړ د دوام ژمنه وکړه او د جګړې په ډګر کې یې د طالبانو د پرمختګونو په هکله زیاته کړه: ډاډمن دی چې افغان ځواکونه د طالبانو مقابله کولای شي.
د امریکا ولسمشر دغه راز د هغو زرګونه افغانانو په اړه چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی او له ګواښ سره مخامخ دي وویل چې په امریکا کې دوی ته پناه ورکول کېږي او دوی ته د ځانګړو وېزو ورکولو بهیر روان دی.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو میاشتو کې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او افغان حکومت په تېرو دوو میاشتو کې یو شمېر ولسوالۍ له لاسه ورکړې دي.