د افغانستان د کرکټ بورډ اعلان وکړ چې راشد خان د افغان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوريزو لوبو لوبډلمشر او نجيب الله ځدران يې د مرستيال لوبډلمشر په توګه ګومارلي دي.
دغه ګومارنې داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې د ياد بورډ د پرېکړې له مخې حشمت الله شهيدي د پنځوس اوريزو او ټېسټ لوبو لپاره د لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتی يې د مرستيال په توګه وګمارل شول.





