د امریکا پر ولسمشر جوبایډن په کور د ننه او بهر کې سختې نیوکې کېږي چې د افغانستان په اړه سیاست په پایله کې یې طالبانو په لږ وخت کې افغانستان لاندې کړ.
له دغو نیوکه وروسته نوموړي دغه څرګندونې په چټکۍ پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د زمري په ۲۶مه شپه له سپینې ماڼۍ ملت ته په وینا کې وکړې او ویې ویل چې د طالبانو په وړاندې د جګړې د ګټلو لپاره یې ټول امکانات افغان پوځ ته ورکړي، خو هغوی جګړه ونه کړه.
جوبایډن په ټلوېزیوني وینا کې وویل چې له افغانستانه د وتلو پر پرېکړه ولاړ دی.
د امریکا ولسمشر ویلي: «زه د وتلو په پرېکړه کلک ولاړ یم، له شلو کلونو وروسته وپوهېدم، چې له افغانستانه له وتلو پرته ښه لاره نه شته.»
د امریکا ولسمشر زیاته کړې، د امریکا ماموریت ملت جوړول نه و او خپلې موخې ته رسېدلې، د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو طراح؛ اسامه بن لادن وژل شوی او د ترهګرو په خوندي ځای د افغانستان د بدلېدو مخنیوی شوی دی.
جوبایډن ویلي: «زه هغه تېروتنې نه تکراروم چې پخوا مو کړې دي، هغه څه چې د امریکا په ګټه نه وې دا یوه تېروته ده.»
د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې د افغانستان مشرانو و نه شو کړای، د خپلو خلکو د ګټو لپاره سره راټول شي، کله چې امریکايي ځواکونه هلته موجود وو افغان مشرانو هېڅ ونه کړل.
جوبایډون ویلي، دا سمه خبره نه ده چې افغان پوځیان نه وي او امریکايي ځواکونو ته هلته د تاتې کېدو امر وکړو.
د امریکا ولسمشر څرګنده کړه چې ځینو افغانانو غوښتل زر راووځي. د دې یو دلیل دا هم و چې افغان دولت موږ له ډلې ډلې کډوالو راایستلو منعه کړي و ځکه چې د دوی په باور بې باوري جوړه نه شي.
جوبایډن زیاته کړې چې د افغانستان سیاسي مشران تسلیم شول او له هېواده وتښتېدل. هغه وايي امریکایي ځواکونه باید هم داسې جګړې ته دوام ورنه کړي چې افغان پوځیان د خپل هېواد لپاره جګړه نه شي کولاي خو امریکايي ځواکونه هغې ته دوام ورکړي.
د امریکا ولسمشر وویل، موږ څه باندې یو تریلیون ډالره ولګول، د افغانستان وسله وال ځواکونه مو وروزل او سمبال مو کړل چې شمېر یې له ۳۰۰ زرو زیات وو او ټول امکانات مو ورکړي وو، ترڅو خپل راتلونکی وټاکي، خو موږ نه شو کولای د دوی د راتلونکي لپاره وجنګېږو. هغه زیاته کړه، د امریکا موخه په افغانستان کې هېڅکله هم د ملت جوړونه نه وه .
طالبانو په تېره څه باندې یوه اوونۍ کې په پرلپسې توګه ولایتونه لاندې کړل او د یکشنبې په ورځ د زمري په ۲۴مه یې کابل ونیوه، افغان حکومت ړنک او مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني له هېواد ووت.