د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان او ایران کې د ښځو د مبارزې ستاینه وکړه

۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن د ازادۍ د حق د ترلاسه کولو لپاره د افغان او ایرانی ښځو د مبارزې ستاینه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ (وري ۸) «په دیموکراسۍ کې د ښځو رول» تر نامه لاندې په مراسمو کې وویل چې متحده ایالات په افغانستان او ایران کې له ښځینه مبارزینو سره پیوستون او ملاتړ څرګندوي.
بلینکن ټینګار وکړ: « د خپلې ډیپلوماسۍ له لارې، موږ ژمن یو چې د دوی ملاتړ وکړو او په ټوله نړۍ کې د جنسیت مساوات ته وده ورکړو.»
دغې جګپوړې امریکايي دیپلوماټ دا هم ویلي چې ښځې نه یوازې په استبدادي حکومتونو کې بلکې په هغو نظامونو کې هم له ډېرو ننګونو او محدودیتونو سره مخ دي چې هلته د زده کړو او کار لپاره مساوي فرصتونه موجود دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې په افغانستان او ایران کې د ښځو هڅې او مبارزه ستایلې، چې طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته پر ښځو د بې ساري محدودیتونو په لګولو سره د زده کړو او په غیر دولتي موسسو کې د کار کولو حق ترې واخیست.