۸صبح، کابل: د امریکا دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د ازبکستان او تاجکستان د ملاتړ په بدل کې، د کابو ۵۰ پوځي الوتکو د تبادلې په لټه کې ده.
پولیتکو امریکايي ورځپاڼې دوشنبې د سپتمبر په نولسمه د دوو تنو له قوله چې له دغو خبرو خبر دي، راپور ورکړی چې امریکا له ازبکستان او تاجکستان سره د کابو ۵۰ پوځي الوتکو لپاره له ازبکستان او تاجکستان سره د مذاکرې په حال کې ده چې تېر کال له افغانستانه بېول شوې وې.
د دغه راپور له مخې، د طالبانو رژیم د افغانستان د مخکیني نظام د ځای ناستي په توګه ادعا کوي چې دا الوتکې په دوی پورې اړه لري.
په دغه راپور کې راغلي، ازبک چارواکي ټینګار لري چې دا الوتکې او چورلکې په امریکا پورې اړه لري او افغانستان ته نه ورکول کېږي.
د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې امریکا پر دې غور کوي چې دا آیا دا الوتکې د الوتنې وړتیا لري که نه.
دغه چارواکي ویلي چې دا الوتکې به د سرحدي امنیت د پیاوړتیا او د افغانستان اړوند ترهګرۍ سره د مبارزې د هڅو په بدل کې د ازبکستان او تاجکستان دولتونو ته ورکړل شي.
د کانګرس د یوه سلاکار په وینا چې په دې راپور کې یادونه شوې، تاجکستان په اوسني وخت کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې تر ټولو همکار هېواد دی.
په راپور کې همداراز راغلي، لیرې ښکاري چې ازبکستان یا تاجکستان دې له روسیې سره تاریخي اړیکو ته په پام سره، امریکا ته اجازه ورکړي ترڅو په افغانستان کې د عملیاتو د ترسره کولو لپاره په خپلو هېوادونو کې لازیاتې دایمي اډې جوړې کړي.