د افغانستان په روانو کشالو کې ښوونه او روزنه له بنسټېزو مسایلو څخه ده. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د ښوونې او روزنې پلوي اصلاح غوښتوونکو او د ښوونې او روزنې مخالف محافظه کارانو ترمنځ لومړی ټکرهغه مهال رامنځته شو چې په افغانستان کې د دولت- ملت جوړونې له پاره لومړني ګامونه پورته شول. دا ټکر او مخامختیا د وخت په تېرېدو داسې ځای ته ورسېد چې د عبدالخالق هزاره په نوم یوه زده کوونکي، هغه شاه چې له لوستي قشر سره په دښمنۍ مشهور و، په نښه او هغه یې وواژه. د نادرخان د ښوونې او روزنې وزیر فیض محمد زکریا ویلي دي چې د امان الله خان حکومت په وروستیو کې د نجونو او هلکانو ښوونځیو کې د زده کوونکو شمېر ۸۳ زرو کسانو ته رسېده او څو کاله وروسته د طالبانو حکومت ته ورته نادرخان په حکومت کې د غبار تاریخ له مخې د هېواد په معارف کې یوازې ۴ زره زده کوونکي او ۱۶۵ ښوونکي و.
له هغه وروسته په ټولنه کې ورځ تر بلې د ښوونې او روزنې لمن پراخه شوه او د هېواد په ځینو برخو کې مکتب ضد محافظه کاران له صحنې ګوښه شول.
لکه څنګه چې د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو او غويي اوومې کودتاه وړاندې د افغانستان یو شمېر پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه په نړیوالو معیارونو برابر شوي و او داسې برېښېده چې نور د ښوونکي وژلو او ښوونځي سره د دښمنۍ وخت پای ته ورسېد، خو داسې ونه شول. ډیر ژر خونړی ټکر او مخامختیا پیل شوه چې لا هم دوام لري. د غويي اوومې کودتاه په سبا خطرناک ټکر رامنځته چې له امله یې خپلواکي او ازادي، دین او تعلیم د جګړې د دواړو لورو ترمنځ وویشل شول.
مجاهدین د خپلواکۍ او دین او خلقیان د ازادۍ او پوهې تر شعار لاندې جنګېدل. نن ورځ طالب ډله او د مجاهدینو پاتې شوني چې یوازې ځان پېژني، د ازادۍ پر وړاندې د خپلواکۍ په ادعا درلودلو سره جنګېږي، سره له دې چې اسلام یې داسې یو ټکر جوړ کړی چې په هر کثافت یې لړي، د دین شعار په ورکولو سره له تعلیم سره په دښمنۍ بوخت دي.
د هغو بې ګناهانو وینې چې په دې کلونو کې په ښوونځیو، ښوونیزو مرکزونو او پوهنتونونو کې تویه شوې، هماغه د ښوونې او روزنې د دوو مخالفو جبهو د ټکر او مخامختیا دوام دی؛ یوازې په دومره توپیر چې د نن ورځې د عصري علومو دښمنان، علم د یوه مصرفي توکي په توګه چې پوهه پرې ترلاسه نه شي، مني او د هغه د ادارې او کنټرول په لټه کې دي. دوی تعلیم ته د فن نوم ورکوي، هغه چې ټولنیز پوهه رامنځته نه کړي او د ازادۍ جوهر پکې نه وي، پېژني او غواړي وګړي هر ډول فرمان ومني او د ملایانو څخه د جوړ امارت د خدمت له پاره په فني مهارتونو سمبال وي؛ وسلې تولید کړي، خواړه چمتو کړي، کور او سړک جوړ کړي او فرمانبردار واوسي. دوی د بازار په برخه کې د«مجاهدانو» لښکر غوښتونکي دي چې وکولای شي له تریاکو شتمني ترلاسه او ځانمرګی فردي نظر او واک ونه لري.
په برچي کې د زده کوونکو وژل د همدې لړۍ یوه کړۍ او پر ښوونه او روزنه او لوړو زده کړو د لګول شویو محدودیتونو یوه برخه ده او یوازې دا کار د دښمن توطیه یا استخباراتي لوبه بلل، کوم یې اسانه دی. دغه ډول بریدونه له علم سره جګړه او د علم د انحصار پر سر جګړه ده. په اصل کې نن ورځ او په هغه نړۍ کې چې شتمني او واک دواړه له هر وخت زیات پر علم او پوهه راڅرخي، د بنسټرګرو په ګډون ټول سیاسي جریانونه د علم او واک په اړیکه پوهېدلي او په سیستماتیک ډول هڅه کوي چې د «نورو» د علم حاصلولو مخه ونیسي.
له ادارو څخه له طالب پرته د نورو لوستو کسانو لرې کول، په ښوونیز نصاب کې لاسوهنه، د نجونو ښوونځیو تړل او له دې سره جوخت د زده کوونکو وژل، د طالب خپلو خپلوانو ته د تحصیلي بورسونو ورکول، د طالبانو اړوندو کسانو ته د جعلي سندونو جوړول او د پوهنتون ټولګیو ته په فراشوټي ډول د جنګیالیو استول، ټول د ازادي بښوونکي علم پر وړاندې د جګړې او د هغه علم د کنټرول له پاره د جګړې کیسه کوي چې فن او توکی بلل کېږي.