د ۲۰۲۲ میلادي کال په پای کې لا هم د هېواد سیاسي فضا ناڅرګنده ده او ډېرو هغو توهماتو چې د طالبانو او د طالبانو پرضد ذهنونونو یې سیوري غوړولی، له خلکو نه د کرارۍ هیلې اخیستې دي. طالبان لا هم فکر کوي چې دوی «فاتحان» دي او په فتحه شوي ځمکه کې به یې چې هر څه زړه وغواړي، ترسره کوي. د هېواد د مطرحو سیاستوالو په منځ کې له طالبانو سره د خواخوږۍ یا جوړجاړي هیله په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې او ځینې یې د دغې ډلې د مشرانو په خوځښتونو او د هغوی د ښکاره او پټو پلویانو په غبرګون کې د «فرصت»نښې لټوي. خو سږ کال طالبانو ورو ورو هغه ماسک لېرې کړ چې په دوحه کې یې تړلی و او پر رسنیو یې د بندیزونو په لګولو، له کار او ټولنیز ژوند ه د ښځو په لېرې کولو، له خپلو مخالفینو نه د زندانانو په ډک کولو او په واټونو، لوبغالو او میدانونو کې د منځنیو پیړیو د سزاګانې په عملي کولو سره د هغو کسانو پر لاسونو سړې اوبه توی کړې چې اصلاح شوي امارت ته سترګې پر لاره وو. له دې سره هممهاله، خلکو د خپل ځان او خپلو خپلوانو په هره شېبه کړاوونوسره دا درک کړه، چې د طالبانو واکمني پر بازارونو، جیبونو او دسترخوانونو څه بده پایله لري او څرنګه د ملي، کورني او فردي ژوند بنسټو ته زیان رسوي.
له جګړې ستړي او بې مشره ولس ښايي د څه مودې لپاره د پاچایانو د واکمنۍ ړنګېدل په چوپتیا او لېوالتیا سره وګوري او په ظاهره یې دوکه شي، خو کله چې پرده ښکته ولوېږي او نوي راغلي کسان د اوسېدونکو ډوډۍ، ازادي او عزت تر پښو لاندې کړي، چوپتیا هم لومړی په شور او ځوږ او وروسته بیا په غوسې او چیغو بدلېږي. کلونه وړاندې کله چې د ملا هبت الله په څېر شاه شجاع هم د کوټې او بولان له لارې کندهار ته راغلی، ټول افغانستان چوپه خوله و.په کندهار کې یې د ملا هبت الله په څېر لاسپوڅي پاچا ته له دې پرته چې پاڅون وشي، تاج ور پر سرکړ. وروسته يې کابل او نورې سيمې د مذهب او ډالرو په وسله (په هغه وخت کې سټرلینګ پاونډ) ونيولې او داسې حکومت يې جوړ کړ، چې له يوې خوا يې د هغه وخت له زبرځواکه د اجیرۍ میاشننۍ پیسې ترلاسه کولې او له بلې خوا يې له خلکو نه بېلابېل ماليات راټولول، د نن په څېر ملایان د خلکو په لوټلو کې ښکیل وو. د شاه شجاع وزیر ملا عبدالشکور د مالیاتو، باج او بډو په ټولولو کې لومړی کس و او له لاسپوڅي پاچا سره په لوټمارۍ او شتمنۍ راټولولو کې شریک و. بل د حیرانتیا وړ ورته والی په هغو میاشتو کې دی چې د طالبانو او شاه شجاع حکومتونه راغلل او واکمن شول. په هغه وخت (۱۸۳۹) کې د طالبانو د دورې په څېر شاه شجاع ته د هېواد تسلیمېدل په پسرلي کې پیل شول او کابل د اګست په میاشت کې ونیول شو. د می، جون او جولای میاشتې د تسلیمۍ وخت و. د هغه وخت ظالمانو لکه زموږ د دورې د طالبانو په څېر خپل کار له کندهاره پېل کړ او په جګړې او تطمیع سره د کابل پر لور راغلل. شاه شجاع هم د هغه وخت د زبرځواک په ملاتړ د کابل له فتح کولو مخکې د سرونو د پرې کولو کمپاین پیل کړی و. تر دې مخکې چې پلازمینه کابل ونیول شي، په غزني کې یې د خلکو د وېرولو لپاره په یوه ورځ د ۵۰ کسانو سرونه پرې کړل. هرو مرو مو په یاد دي، چې د طالبانو د واکمنۍ په درشل کې خبریالان، مدني فعالان او مخالفان ترور شول او په چړې او ان ډبرو د سرونو پرې کول د مخالفینو د ویرولو لپاره د طالبانو یوه تګلاره وه، کټ مټ د شاه شجاع او د انګریزانو د لښکرو په څېر. هغوی هم د طالبانو په څېر له يوې خوا خانانو، قومي مشرانو او زورواکو ته بډې ورکول او تشې ژمنې یې ورسره کولې او له بلې خوا يې د خلکو په منځ کې د وېرې د رامنځته کولو په موخه د يو شمېر کسانو سرونه پرې کول او د توپ په خولې پورې به یې تړل او طالبانو د توپ پر ځای له ځانمرګو کار اخیسته.
د دوو تورو دورو ترمنځ ورته والی دلته هم پای ته نه رسیږي. د طالبانو په څېر شاه شجاع له شلو کلونو وروسته په دویم ځل واک ته ورسېد. هغه په ۱۸۰۹ کې واک له لاسه ورکړی و او په ۱۳۳۹ کې بیا تاج پر سر کړ. طالبانو هم په ۲۰۰۱ کال کې امارت له لاسه ورکړ او په ۲۰۲۱ کال کې یې د امارت لونګۍ بېرته پر سر کړه. لکه نن چې لوېدېځ، پاکستان او د افغانستان د طالباني کولو د بهیر نورو ملاتړو هېوادونو مخالفانو ته پناه ورکوله، هغه وخت بريتانوي هند دوست محمد خان او د هغه خپلوانو ته پناه ورکړې وه. په بله وینا، د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د غولیدلو او سرټيټو زورواکو یوې ډلې په اسلام اباد کې پناه واخیسته، په هغه وخت کې هم د غولېدلو او سرټيټو کسانو یوه ډله د هند د نیمه وچې پر لور روانه وه. شاه شجاع د کوټې او بولان له لارې راته او تسلیم شوي او غولیدلي له کابله د هند پر لور تلل.
د شاه شجاع د دورې کلتوري محدودیتونو هم د طالبانو له واکمنۍ سره ورته والی درلود. په دې لړ کې هغوی یې د کیسو او حماسو پر لوستلو بندیز ولګاوه چې په هغه وخت کې یې په کابل کې خورا ډير مینه وال لرل و او خلک یې د کرکټ لوبې زده کولو ته هڅول. داسې لکه له طالبانو سره چې پاکستاني جنرالان کابل ته راغلل، پرېټ یې ترسره کړ او عکسونه یې واخیستل، په دې وخت کې مکناټن، الفنسټن او بریګیډیر شیلټن په کابل کې پر ځان ښودنه او زورواکۍ بوخت وو. شاه شجاع لکه ملاحسن اخند بې صلاحیته د کابل پر پلاز تکیه کړې وه، په داسې حال کې چې اصلي واک د کورنیو حقانیان او بهرنیو بریګیډیرانو او کرنیلانو په لاس کې وو.
د شاه شجاع په اداره کې داسې کسان هم وو چې په منافقانه ډول یې هڅه کوله چې ګوډاګی حکومت خپلواک وښيي. ملا عبدالشکور په دې رول کې تر ټولو مشهور کس و، چې د شاه شجاع واکمني یې د احادیثو او د مشرانو د اقوالو په استناد سره توجیه کوله او د ادارې د خپلواکه ښودلو لپاره یې کله ناکله د انګلستان هغه لیکونه چې لارښوونې پکې شوې وې، څېرل. خو په پټه له هغوی سره ولاړ و.د هغه وخت لاسپوڅې او نامشروع واکمنۍ تګلاره هم پر وېرولو او ډالرولو ولاړه وه. په تاریخ کې راغلي دي چې د وخت په تیریدو سره د خلکو ویرول او ځورول ډېرېدل. چلند او سلوک په دې ډول و، چې «خلک د خپل ژوند له ښه والي نه په بشپړ ډول نهیلي شي او بالاخره پر خپلې ماتې قانع شي او له غلامي او ذلت سره عادي شي.» دا جمله غلام محمد غبار د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې کتاب کې لیکلې ده. خو د افغانستان د نن ورځې له وضعیت سره داسې ورته والی لري، چې ته به وایي، سږکال چا په کابل کې لیکلي وي.
خلک له غلامۍ او ذلت سره نه روږدې کېږي. تاریخ داسی وایی. که د طالبانو او د نولسمې پېړۍ د شاه شجاع تر منځ ټول ورته والی تصادف نه وي، بلکې د همدې وضعیت او د بهرنیو قدرتونو د لوبو په ډګر کې د دې خاورې د لوبېدو او کورني وروسته پاتې والي محصول وي، په راتلونکو کلونو کې به د انګرېز او شاه شجاع پر وړاندې ورته پېښې اوغبرګونونه هم رامنځته شي. د طالبانو د واکمنۍ په څېر د شاه شجاع د واکمنۍ په لومړي کال کې هم غبرګونونه پاشلي وو. په هماغه لومړي کال کې په کونړ کې د سید هاشم خان په مشرۍ خلکو د ظالم او جابر حکومت پر وړاندې وسله پورته کړه، لکه څنګه چې د پنجشیر او اندراب خلکو د طالبانو پر ضد وسله پورته کړه. هغه پاڅون هم کوچنی او یوازې و او په ټول هیواد کې نه و بدرګه شوی. خو په 1841 کال د 2023 په څېر خلکو خلکو خپلې تورې له تېکو را و اېستې او په 1842 – 2024 کې یې د ډار او جبر پر بنسټ وارداتي حکومت د تاریخ کندې ته وغورځاوه.
تاريخ وايي چې راتلونکى کال به د طالبانو د اصلاح، خلکو ته د دې ډلې د مخې کولو او داسې حکومت د جوړېدو کال نه وي چې د دې خاورې د خلکو ازادۍ، کار او تحصیل ته درناوى وکړي. په ۲۰۲۳ کال کې به احتمالاً دا چوپتیا ماته شي او ډیر خلک به د طالبانو د واکمنۍ له شوکه راووځي او خیالې هیلې به پرېږدي. ښایي د طالبانو غرور له منځه ولاړ شي او د وروستۍ مقابلې لپاره مهم ګامونه پورته شي. وبه ګورو چې آیا ننني خلک به په دریم (۲۰۲۴) کال کې د خپلو اسلافو په څیر د ترهګرۍ، ډالرو او قمچینې له واکمنۍ ځانونه خلاص کړي؟ تر ټولو مهمه دا چې ایا بریالي به شي چې د دوست محمد خان د بیرته راستنیدو او د غولېدو په یوې بله لومه کې د لوېدو مخه ونیسي؟