سرچینې فارن‌پالیسي ته: د امریکا او ملګروملتونو سازمان د مرسته شویو پیسو نامعلومه اندازه د طالبانو له خوا غلا کېږي

۸صبح، کابل: په داسې حال کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته هره اونۍ د مرستو لېږل دوام لري، فارن‌پالیسي راپور ورکړی چې طالبان له بشري مرستو ناسمه ګټه اخلي.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې، چې جمعه د مرغومي نهمه نېټه خپور شوی دی، هره اونۍ د امریکا او د ملګروملتونو سازمان له خوا لسګونه میلیون ډالر په ټول هېواد کې د وېش لپاره کابل ته لېږل کېږي، خو سرچینې وايي چې ډېری دغه پیسې بېوزلو ته نه رسېږي.

سرچینو فارن‌پالیسۍ ته ویلي، چې د مرسته شویو پيسو نامعلومه کچه د طالبانو له خوا غلا کېږي، چې د اصلي موخو لپاره نه کارول کېږي او د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو د خصوصي عملیاتو د پرمخ بیولو لپاره لګول کېږي.

په همدې حال کې راپور راغلی، چې طالبان د ملګروملتونو سازمان او د نورو بشري مرستو پيسې مدیریت کړې او هغه په خپله خوښه وېشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې امریکا پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه هېواد سره ۱.۱ میلیارد ډالر مرسته کړې ده؛ هغه پيسې چې د بایډن دولت یې د لګولو د څرنګوالي په اړه کره معلومات نه دي وړاندې کړي.

ورته لیکنې

Back to top button