د فاریاب ځوانانو د کتاب او نقاشۍ د نندارتون په جوړولو سره د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه

۸صبح، فاریاب: یو شمېر ځوانانو په فاریاب کې د نوي تعلیمي کال په مناسبت د کتابونو او نقاشیو نندارتون جوړ کړ.
دغه نندارتون د جمعې په ورځ (کب ۲۶) د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په چمتالسۍ سیمه کې پیل شو.
د دغه نندارتون يو تن تنظيموونکي سميع الله ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې د دغه نندارتون له جوړېدو يې موخه په نوي تعليمي کال کې د نجونو د ښوونځيو پرانيستل دي.
هغه زياته کړه: «د نوي کال په رارسېدو سره زده کوونکي ښوونځيو ته د تګ لپاره چمتووالی نیولو؛ خو سږ کال تر اوسه د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو خبر نه شته. موږ له طالبانو غواړو چې د نجونو د ښوونځیو دروازې پرانیزي.»
د هغه په وينا، که چارواکي د ښوونځيو دروازې خلاصې نه کړي، نو خلک به له دولت څخه نور هم لرې شي او دا به طالبانو ته کومه ګټه ونه رسوي.
د دغه نندارتون يو بل ګډونوال عزت الله وويل، چې د نجونو تر څنګ د هغوی د حق غوښتلو ته دوام ورکوي.
هغه زياته کړه، چې په نوي تعليمي کال کې بايد د نجونو ښوونځي بېرته پرانيستل شي.
طالبانو ۱۸ میاشتې وړاندې د نجونو د ښوونځیو دروازې وتړلې او شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د دوی پرېکړه د نجونو د ښوونځیو له حدودو بهر شوه او تر پوهنتونونو هم ورسېده؛ دې ډلې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ هم بندیز لګولی دی.