د مشرانو جرګې درې غړي د بډو اخیستو په تور په لس کاله بند محکوم شول

د ۸صبح پښتو مجله، م. ظریف صمیم

د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمې د مشرانو جرګې درې غړي چې څه موده مخکې د بډو په تور په بلخ ولایت کې نیول شوي وو، په لس کاله بند محکوم کړل. د لویې څارنوالۍ د اعلان له مخې، دغه تورن همداراز د ضمانت په توګه هر یو د ۴۰ زره ډالرو جریمې په ورکولو هم محکوم شوي دي.
د مشرانو جرګې د درېیو غړو، لیاقت بابکرخېل، محمد انور باشلیق او عظیم قویاش لومړنۍ محکمه چې په ۶۰ زره ډالرو رشوت غوښتلو تورن وو، د لومړنۍ محاکمې ناسته یې د سلواغې په اتلسمه نېټه ترسره شوه.
د مشرانو جرګې دغه درې غړي چې د دوو انتصابي سناتورانو غړیتوب، د ولسمشر غني له خوا لغوه شوی دی، د مرغومي په اوومه نېټه د لویې څارنوالۍ او امنیتي ادارو لخوا ونیول شول.
لیاقت بابکرخېل، محمد انور باشلیق او عظیم قویاش د مشرانو جرګې له خوا د حیرتان بندر په شان د بلخ د عاید لرونکو بنسټونو د کارونو د ارزونې په موخه دغه ولایت ته لېږل شوي وو، خو د لویې څارنوالۍ د اعلان له مخې، د ۴۰ زره ډالرو بډو اخیستو پرمهال ونیول شول.
له بلې خوا، د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز لومړنۍ محکمې په اداري فساد د مشرانو جرګې ددغو درېیو تورنو غړو لپاره لس کاله د بند سزا او د جریمې په توګه د څلوېښت زره ډالرو د ورکولو حکم صادر کړی دی. د قانون پر بنسټ تورن د استیناف غوښتنې حق لري.

Back to top button