۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ افغانستان کې د ښځو پر حقونو د محدودیتونه له امله له بېثباتۍ خبرداری ورکړی دی.
یوناما سه شنبه د مرغومي پر ۶ نېټه د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د رییس وولکر تورک له قوله ویلي، چې افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز د هغو سازمانونو په ظرفیت چې زیانمنونکو افغانانو ته خدمات وړاندې کوي ناوړه اغېزه لري.
تورک چې تېره ورځ یې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا په ناسته کې خبرې کولې، ویلي دي چې د ښځو د کار ممنوعیت د افغانستان د بېثباتۍ زیاتېدو لامل کېږي.
د ملګروملتونو سازمان دغه چارواکي ټینګار کړی: «د ښځو د څنډې ته کولو لپاره د طالب چارواکو هڅې به بریالۍ نه شي. دا ټولو افغانانو ته زیان رسوي، د هغوی ستونزې زیاتوي او د افغانستان د ودې مخنیوی کوي. داسې سیاستونه هېڅکله د توجیه وړ نه دي.»
د ویلو ده، چې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا تېره ورځ په یوه ناسته کې د طالبانو له خوا د ښځو د کار او زدهکړو د ممنوعیت د غندلو ترڅنګ د دې پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه کړه.