ارګ ته د طالبانو له بیا راتګ دوه کاله وروسته، د دې ډلې امارت نه د خلکو لپاره عادي شوی، نه د ګاونډیانو او بهرنیو لوبغاړو لپاره او نه په خپله د طالب مشرانو او جنګیالیو لپاره. طالبان په خپله په دې مقام کې ناکراره او نارامه دي. دوی پر خپل ځان هغه باورنه لري چې یو سیاسي ګوند د حکومت کولو لپاره ورته اړتیا لري، د خپلې واکمنۍ پر دوام باور نه لري او د هېواد د اداره کولو په برخه کې د سازماني او بشري ظرفیت نشتوالی د دې ډلې د مشرانو لپاره یو وحشتناک سرخوږی ګرځېدلی دی. د ټولنې د رهبرۍ په برخه کې د طالبانو پر وړتیا شک نه یوازې د دې ډلې د مخالفینو په ذهنونو ګرځي، بلکې د طالبانو په ډله کې هم تر ټولو ګرم بحث دی او هغه اړخونه چې خپلې ګټې د طالبانو د واکمنۍ په دوام کې ویني، ورځ تر بلې نهیلي کېږي. خلک د حقونو له ضایع کېدو، لوږې او د هیله بښوونکي لرلید له نشتوالي کړېږي او طالبان پر دې اندېښمن او نا ارامه دي چې خپل لاسونه او ذهنونه له کارنده تدبیره تش ګڼي او هره ورځ په خپل کار کې نوې غوټه ورزیاتوي.
طالبان داسې ډله ده چې خپل کارونه پټوي او مشران یې اجازه نه ورکوي چې خپل داخلي کړاوونه یې راښکاره شي، که نه نو تر نن ورځې پورې به مو د شپې مهال د ملا حسن هغه ژړاوې ډېرې اورېدلې وي، چې په ارګ کې یې د مېشتېدو په لومړیو میاشتو کې ویلي وو، چې د شپې ګډوډ خوبونه ویني او ناکراره دی. د هغې ډلې لپاره چې په انساني تدابیرو باور نه لري، مدني حقونه په رسمیت نه پېژني، سوکالي او پرمختګ د الهي عذاب په توګه تبلیغوي او هره نوې او پېچلې ښکارنده پردۍ او حذف کېدونکې بولي، د ملت رهبري اسانه کار نه دی.
د حکومت له نسکورېدو دوه کاله وروسته هم طالبان نه یوازې دا چې په نړۍواله کچه د خپل امارت په رسمیت پېژندلو کې پاتې راغلی، بلکې د دې په ثابتولو کې یې هم کوم پرمختګ نه دی کړی چې نور تخریب کوونکې، بلواګره او د نظام ضد ډله نه ده. د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته، له خلکو، بنسټونو او حکومتدارۍ سره د طالبانو چلند له بلواګرۍ ډک و. په دې موده کې د نظام او بنسټونو په ورانولو، حذف او تخریب بوخت وو. اوس هم داسې کسان شته چې د طالبانو بدلېدو ته سترګې پر لار دي او هیله لري چې د دې ډلې رهبري به خپل بشري ضد فرمانونه لغوه کړي، له انحصاره به لاس واخلي، له مخالفینو سره به خبرو ته کېني او ادارو ته به د متخصصینو او بازار ته به د سوداګرو راستنېدو ته زمینه برابره کړي، څو د ټولنیز او اقتصادي ژوند څرخ په تاودېدو شي، بنسټونه فعال شي او هیواد د ادارې او نظم خاوند شي. خو تر نن ورځې پورې د دغو هیلو د پوره کیدو کومه نښه نه لیدل کېږي.
ښايي ډېر وخت ته اړتیا وي چې ټولې خواوې په تېره بیا هغه سیاستوال چې له طالبانو سره د تعامل په هڅه کې دي، پر دې باوري شي چې د طالبانو ډله د حکومت ضد منشه لري او د ټولنې د وروسته پاتې والي د هغې برخې استازیتوب کوي چې په وروستیو سلو کلونو کې یې د دولت جوړونې هڅې له ننګونو سره مخ کړې دی. واک ته د طالبانو راتګ د نظام بدلون نه، بلکې د نظام ړنګېدل او د یوه مډرن حکومت د جوړولو لپاره زموږ په ملي هڅو کې یو ځنډ و. د طالب بلواګرو دغو ځانګړتیاوو ته په پاملرنه کې غفلت کول داسې ګډوډۍ رامنځته کوي چې په پایله کې یې سیاستوال نه شي کولای د دې ډلې پر وړاندې سم دریځ غوره کړي او له هغې غیر واقعې تمې ونه لري. د ښوونځیو تړل، له ټولنیز ژونده د ښځو ایستل، د جهادي غنیمتونو په توګه د دولتي پوستونو وېشل، د مختلفو قومي، مذهبي او کلتوري پاړکیو او ډلو پر وړاندې تعصب، د خلکو د مدني غوښتنو له پامه غورځول او د طالبانو نورې کړنې که یوازې د هغو مدرسو په دیني تفسیرونو کې چې د دې ډلې مشران پکې روزل شوي، استخباراتي مشورو او هغو بهرنیو مرستو کې چې ترلاسه کوي یې ولټوو، د ناورین ریښو ته به ونه رسېږو او پر ثانوي لاملونو به بوخت پاتې شو.
له طالباني امارته او د بې دولتۍ له دې وضعیته له تېرېدو پرته بله چاره نه شته، دا خبره د طالبانو د مشرتابه یوه برخه او هغه فرصت طلبه کسان چې د امارت غېږې ته یې ځانونه وراچولي، هم درک کوي. خو لکه څنګه چې د حکومت د سقوط او د بهرنیو حکومتونو په دسیسه د طالبانو راستنیدل او د یو شمیر کورنیو مشرانو د بې کفایتۍ ساده کول حل لاره نه ده، دغه راز به یوازې له ارګه د دې ډلې په شړلو سره د بلواګرو د امارت پر پای ته رسېدو تمرکز هم غولوونکی وي او د سقوط په لومه کې د بیا لوېدو احتمال به ژوندی وساتي. باید پر دې فکر وکړو، چې څنګه کولای شو د بې دولتۍ له دې دورې وروسته چې بیا د کار او بیارغاونې زمینه برابرېږي، هېواد د برېښنا، د څښاک د اوبو، سړکونو، ریل پټلیو، فابریکو او د ژوندي بازار خاوند کړو، څو وطن ډیر لوی او دولت تر دې ډېر باثباته وي چې د یوې بلواګرې ډلې له خوا راوپرځول شي.