دوه کاله وړاندې په همدې ورځ طالبان له کومې جګړې پرته کابل ته ننوتل. مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني له ارګه د پوځ په چورلکو کې ووت. طالبانو په ارګ کې په حضور سره خپله «بریا» اعلان کړه. ورپسې د طالبانو یوه مشر ملا عبدالغني برادر له قطره د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره وویل، چې هېڅکله یې تصور نه کاوه چې دا ډله به په دې ډول افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راولي. خو د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وویل، چې طالبان د هوکړې د یوې برخې په توګه کابل ته را ننوتل، خو د اشرف غني تګ دا پلان ګډوډ کړ. خو په دې موده کې طالبانو د هېوادوالو ټولې اساسي ازادۍ، اساسي قانون او نور نافذه قوانین، حقوقي میکانیزمونه او ټاکنیز جوړښتونه له منځه وړي دي. دغې ډلې د بندیزونو د څه باندې ۵۰ فرمانونو په صادرولو او پلي کولو سره نجونې او ښځې د ټولنیز ژوند له ټولو برخو ایستلې دي او د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو، د بشري حقونو د خوندېتوب او د سیمې د هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د نه کارېدو په برخه کې یې عملي ګامونه نه دي اخیستي. د دغې ډلې بیا واکمنېدو افغانستان د بشري، سیاسي، امنیتي او اقتصادي ناورینونو په مرکز بدل کړی دی.
دوه کاله وړاندې د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه، طالب جنګیالیو د ولسواکۍ او د ټاکنو د ترسره کېدو پر بنسټ جوړ شوی شل کلن نظام ته د پای ټکی کېښود. د طالب جنګیالیو یوه ډله د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه، له غرمې وروسته کله چې ویل کېدل اشرف غني له افغانستانه وتلی، ارګ ماڼۍ ته ننوته. حمدالله مخلص او صلاح الدین ایوبي د طالبانو له هغو قوماندانانو وو چې ارګ ته ننوتل او له الجزیرې تلویزیون سره یې په یوه مرکه کې د دغې ډلې د بېرته راتګ اعلان وکړ. ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني چې پخوا یې د طالبانو پر وړاندې د درېدو او مقاومت خبره کوله، د افغانستان خلکو ته له کومې اطلاع پرته هېواد پرېښود. په هغې ورځ د طالبانو د یرغل پر وړاندې د کابل د دفاع لپاره د هیلې سترګې هغو زرګونو ځواکونو ته وې چې په ښه توګه سمبال وو، خو دغو ځواکونو نور قوماندان نه درلود.
په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د طالبانو د حضور له اعلان وروسته، ملا عبدالغني برادر چې هغه مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر و، له دوحې یو ویډیويي پیغام خپور کړ، چې پر افغانستان یې د دغې ډلې د بیا واکمنېدو مبارکي پکې وویله، هغه په دغه ویډيويي کلپ کې وویل، چې ده تصور نه کاوه چې طالبان به «دومره ژر او په داسې ډول» د افغانستان کنټرول په لاس کې واخلي. په تصویر کې لیدل کېدل چې د دې ډلې د ریاست الوزرا اوسنی اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او یو شمېر نور طالب چارواکي هم حضور لري.
په همدې حال کې پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وویل چې له طالبانو یې غوښتي چې د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره کابل ته را ننوځي. ښاغلي کرزي زیاته کړه چې له ولسمشرۍ ماڼۍ د اشرف غني وتلو هغه پلان ګډوډ کړ چې پربنسټ یې طالبان د هوکړې د یوې برخې په توګه کابل ته راننوتل. ښاغلي کرزي وویل، چې د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط یوه ورځ مخکې یې له ښاغلي غني او د مخکیني حکومت د سولې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره کتلي وو. د هغه په وینا، ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه، له یوه پلاوي سره دوحې ته ولاړ شي او له طالبانو سره د واک پر مشارکت خبرې وکړي.
ښاغلي کرزي وویل چې د ماسپښین پر ۲ بجو او ۴۵ دقیقو پوه شو چې اشرف غني له هیواده وتلی دی. هغه زياته کړه، چې له هغه وروسته يې هڅه وکړه، چې د دفاع او کورنيو چارو له وزيرانو او د کابل له امنيه قوماندان سره اړيکې ونيسي، خو هغوى ټول له کابله وتلي وو. د ښاغلي کرزي په وینا، د ښاغلي غني د ساتنې د قطعې مرستیال له ده سره اړیکه ونیوله او ترې ویې وغوښتل چې ارګ ته ولاړ شي او د هېواد د چارو واګي په خپل لاس کې واخلي، خو ده ونه منله او غوره وبلله چې د ویډیويي پیغام په لېږلو سره په افغانستان کې د خپل حضور خبره وکړي. په افغانستان کې د طالبانو له خوا د کابل له سقوط دوه ورځې وروسته، د دې ډلې رهبري د قطر د هوايي ځواک د یوې الوتکې په مټ د کندهار هوايي ډګر ته انتقال شوه. دغې الوتکې د ملا برادر په ګډون د دغې ډلې د مشرتابه لس غړي افغانستان ته ولېږدول.
د طالبانو په واکمنېدو سره، امریکايي چارواکو اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو، امریکایي وګړو او افغان همکارانو د اېستلو لپاره یې ۸ زره سرتېري کابل ته استولي دي. دغو ځواکونو د دغه هېواد د لوېديځو متحدينو له ځواکونو سره يوځاى د کابل د هوايي ډګر د امنيت ساتنې مسووليت پر غاړه درلود. خو طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ، د هېوادوالو د اساسي حقونو او د ښځو حقونو د خوندیتوب په برخه کې خپلې کړې ژمنې نه دي پوره کړي او د افغانستان د اساسي قانون په ګډون یې د مخکیني حکومت ټول قانوني او حقوقي میکانیزمونه له منځه وړي دي.
طالبانو پر کابل د واکمنېدو په لومړیو ورځو کې د مخکیني حکومت د اساسي قانون د لغوه کېدو اعلان وکړ. د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده امر کړی چې د دې ډلې لپاره د بشر له لوري جوړ شوي قوانین د منلو وړ نه دي او دوی په افغانستان کې«شریعت» پلی کوي. بلخوا د طالبانو د عدلیې وزارت مرستیال مولوي عبدالکبیر حیدر هم په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغانستان اساسي قانون ته اړتیا نه لري. هغه زياته کړه، چې دوى د خلکو ستونزې د فقهي لارښوونو پر بنسټ حلوي. دغه طالب چارواکي ټینګار وکړ، چې د «امیرالمؤمنین» په حضور سره د سیاسي ګوندونو فعالیت ته اړتیا نشته. اوس مهال افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې تدوین شوی اساسي قانون او حقوقي میکانیزمونه نه لري.
دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې پارلمان، ولایتي شوراګانې، ټاکنیز کمېسیونونه، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او یو شمېر نور هغه دولتي بنسټونه لغوه کړي چې د قوانینو د تدوین او ټاکنو په برخه کې یې کار کاوه.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو په وینا، طالبانو له دوو کلونو په کمه موده کې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې تر ۵۰ ډېر محدودوونکي فرمانونه صادر کړي دي. په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ تر دې وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخ او سیستماتیک تبعیض په پلي کولو سره د هغوی استقامت او وړتیا له منځه وړې ده. د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال له سپټمبره د ۲۰۲۳ کال تر مې پورې طالبانو تر ۵۰ ډېر داسې فرمانونه صادر کړي چې د ښځو حقونه، د تګ راتګ ازادي، د جامو څرنګوالی، چلند، زده کړو ته لاسرسی، کار، روغتیا او د ښځو لپاره عدالت یې محدود کړی دی.
اوس مهال، د طالبانو د محدودوونکو فرمانونو له مخې، نجونې له دریم ټولګي پورته زده کړو نه نیولې تر بېلابېلو تحصیلي کچو پورې له زده کړو بې برخې او دغه راز د کار له حقه محرومې شوې دي. د طالبانو د امر له مخې ښځې په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د کار حق نه لري او په ملګرو ملتونو کې هم د کار له دوامه محرومې شوې دي. د ښځو پر ضد د طالبانو وروستی فرمان د دې لامل شوی چې د ښځو ټول سینګارتونونه وتړل شي او تر ۶۰۰۰۰ زیاتې ښځې وزګارې شي. د بشري حقونو د څار ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو سخت فشار افغانستان له بشري ناورین او د ښځو د حقونو له پراخ نقض سره مخ کړی او په دغه هېواد کې میلیونونه کسان تر ګواښ لاندې دي. د دغه بنسټ په وینا، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو وضعیت د «وېروونکی» دی.
طالبان په تېرو دوو کلونو کې د امنیت په ټینګښت کې چې خپله تر ټولو لویه لاسته راوړنه یې ګڼي، ناکام پاتې شوي دي. د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو له مخې، په دې موده کې په افغانستان کې د داعش په ۵۷ بریدونو کې ۸۸۱ کسان وژل شوی او ۱۴۹۲ کسان ټپیان شوي دي. دغه راز د رواداري په نوم د بشري حقونو یوه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د داعش په بریدونو او د طالبانو له لوري په هدفي وژنو کې تر ۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې طالبانو د ښې حکومتولۍ په برخه کې هم خپلې ژمنې نه دي پوره کړي. دې ډلې د «غنمیت» په توګه د دې ډلې د غړو تر منځ د دولتي ادارو د وېش تر څنګ ډېری متخصص کادرونه، مسلکي او لوستي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې خپل جنګیالي ګومارلي دي. دغه راز د دغې ډلې ګڼ قوماندانان د دوی د خپلو ځواکونو له خوا په بالفعل ډول د اداري فساد په تور نيول شوي دي.
دغې ډلې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو په برخه کې چې د افغانستان د خلکو او نړۍوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه ده، اغېزناک ګام نه دی پورته کړی. د طالبانو د مشرتابه غړو په وار وار ویلي، چې د دوی حکومت ټولګډونه دی او دا ډله د جمهوري نظام سیاسي او دولتي مشرانو ته اړتیا نه لري. په تېرو ۲۴ میاشتو کې د نړۍوالو سازمانونو په ګډون د نړۍ مطلق اکثریتو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي.
طالبانو په دې موده کې د نړۍوالې ټولنې له پراخو فشارونو او د خلکو د نارضایتۍ له ښکاره کېدو سره سره، د مخالفینو او منتقدینو ځپلو او د خلکو د اساسي آزادیو نفیه کولو ته دوام ورکړی دی. دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې هغه ښځې او نجونې چې د خپلو حقونو او عدالت د تامین لپاره واټونو ته راوتلې، ځپلي، شکنجه کړي او بندیانې کړې دي او د بشري حقونو د ځینو بنسټونو په وینا، پر هغوی یې جنسي تېري کړي دي.
دغې ډلې له امریکا سره د دوحې په لاسلیک کړي هوکړه لیک کې ژمنه کړې چې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي، خو د راپورونو له مخې د القاعده شبکې مخکینی مشر ایمن الظواهري د کابل په شیرپور کې د دغې ډلې د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په یوه مېلمستون کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور له مخې، طالبانو له شلو زیاتو سیمه ییزو او نړۍوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې ساتلې دي. پر دې سربېره، د ۸صبح وروستۍ موندنې ښيي، چې افغانستان لا هم د داعش او القاعدې په ګډون د بهرنیو جهادیانو خاوره ده.
په افغانستان کې د ګاونډیو هیوادونو د حکومتونو د مخالفو جنګیالیو د حضور په اړه د امنیتی ګواښونو او د سیمه ییزو اندیښنو له زیاتیدو سره هممهاله، بشری او اقتصادی ناورین هم دغه هېواد له کړکېچن حالت سره مخ کړی دی. د مرستندویه سازمانونو د اعلان له مخې، د هغو کسانو شمېر چې د ملګرو ملتونو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، ۳۰ میلیونه کسانو ته رسېدلی دی. ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې که دغه شمېر افغانانو ته خوراکي توکي ور نه کړل شي، د لوږې او سختې بې وزلۍ له امله به له منځه ولاړشي. د مرستې رسونې اسلامي سازمان په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیونه وګړي په منظم ډول له لوږې سره مخ دي. د خوړو نړۍوال پروګرام هم ټینګار کړی چې په دغه هېواد کې له ۱۰ کسانو ۹ یې کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.
طالبان په دې موده کې پر دې نه دي بریالي شوي چې هېواد له اقتصادي ناورینه وباسي. امریکا متحده ایالتونه د ملیاردونو ډالرو بهرنۍ مرستې تر څنګ، هره میاشت دغه هېواد ته څه د پاسه ۱۵۰ میلیونه ډالر لېږي، خو د نړۍوالو بنسټونو د اعلان له مخې، د بې وزلۍ او لوږې کچه مخ په لوړېدو ده. لاهم په هېواد کې هره ورځ لږ تر لږه یو کس د بې وزلۍ او بېکارۍ له امله ځانوژنه کوي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو پر ټولو ازادو سياسي فعاليتونو، رسنیو او اعتراضي غونډو بندیزونه لګولي دي او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې په افغانستان کې د دې ډلې پر خلاف کار وکړي. د دغې ډلې تر واکمنۍ لاندې افغانستان د خپلو وګړو لپاره تر ټولو بد ځای ګرځېدلی، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې راهیسې په میلیونونو هېوادوال له هېواده وتلي او یو شمېر هغو د هېوادونو په اوبو او پولو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له دوو کلونو وروسته، طالبان خپل حکومت سرپرست بولي او د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی. دغه راز په تېرو دوو کلونو کې د ملي مقاومت جبهه ، دآزادۍ جبهه او څو نورې پوځي جبهې د دغې ډلې پر وړاندې جنګېدلې دي او اوس ددغې ډلې جنګيالي په بدخشان ولايت کې دملي مقاومت جبهې له ځواکونو سره پر جګړه بوخت دي .