۸صبح، کابل: افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي یا یوناما د بشري حقونو پر نړیواله ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو د بشري حقونو پر نړیوالې اعلامیې د طالبانو د درېدو غوښتنه کړې ده.
یوناما په دغه اعلامیه کې چې شنبه د لیندۍ پر نولسمه خپره شوې له طالبانو غوښتي، چې پر افغانانو د بشري حقونو لګول شوي محدودوونکي اقدامونه او فرمانونه، لغوه کړي.
افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي همداراز ویلي، چې طالبانو د اعتراضکوونکو ځپلو، د رسنیو د ازادۍ محدودل او د خبریالانو، اعتراضکوونکو او مدني فعالانو خپلسرو نیونو ته دوام ورکړی دی.
یوناما ټینګار کړی، چې د طالبانو له خوا د غیرقانوني وژنو، شکنجې، ناوړه چلند او خپلسرو نیونو موارد یې مستند کړي دي.
یوناما د خلکو په مخکې تورونو کسانو ته سزا ورکول ظالمانه، غیرانساني او له سپکاوی ډک بللي او ویلي یې دي، چې دغه موارد د هغو نړیوالو کنوانسیونونو او ژمنو له خوا چې افغانستان یې غړیتوب لري منع شوي دي.
د ویلو ده، چې افغانستان له ۴۸ اصلي هېوادونو دی، چې د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر پر لسمه یې د ملګروملتونو سازمان په عمومي ناسته کې د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې ته رایه ورکړه.