۸صبح، کابل: افغانستان کې د ملګروملتونو د ماموریت مرستیال مارکس پوتزل وايي، په هېواد کې رسنۍ له محدودیتونو او د سرچینو له کمښت سره مخ دي.
یوناما پنجشنبه د وږي پر ۱۰ یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې مارکس پوتزل له افغان رسنیو سره د پیوستون د څرګندولو په موخه د طلوع نیوز له سټوډیو څخه لیدنه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي دي: «یوه وده لرونکې او خپلواکه رسنۍ د څو اړخیزې ټولنې انعکاس دی. افغانستان په دې ورځو کې داسې رسنۍ نه لري.»
یوناما زیاته کړی: «چې رسنۍ سرچینې نه لري او د رسنیو لپاره فضا ورځ په ورځ راتنګېږي.»
د بې پولې خبریالانو د راپور له مخې د طالبانو د واکمنۍ په یوه کال کې ۴۰ سلنه افغان رسنۍ تړل شوې دي.
همدارنګه ټولټال ۶۰ سلنه خبریالان په ځانګړي ډول ۷۶ سلنه ښځینه خبریالانې وزګارې دي او د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې هیڅ ښځینه خبریاله نشته.
د دغه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت تېر کال له ۱۲۲ مقام څخه ۱۵۶ مقام ته راښکته شوی دی.