په تبليغاتي جګړو کې د رسنيو ونډه

تبليغات د رسنيو له مهمو او اساسي دندو څخه شمېرل کېږي، خو ډېر کله بيا دا تبليغات د رسنيو لخوا په سيستماتيک ډول او ځانګړو موخو ته د رسېدو لپاره ترسره کېږي.
د تبليغاتي جګړې اصطلاح تر ډېره په سړو جګړو کې کارول کېږي او پهدې برخه کې ترې په پراخه کچه کار اخيستل کېږي، پهدې کې د جګړې څرنګوالی بل ډول وي او هر څه د سمو او ناسمو مالوماتو او اطلاعاتو پر بنسټ کېږي.
په تبليغاتي جګړو کې هڅه دا وي چې هر ډول اهداف د اطلاعاتو او مالوماتو د شريکولو او خپرولو له لارې ترلاسه شي.
رسنۍ د خلکو ترمنځ خاص محبوبيت او ځانګړی رول لري، ځکه يې د تبليغاتو پرمهال اغېز هم محسوس دی.
خلک خپل ډېر وخت له رسنيو سره تېروي، پرې باور لري او خپل د اړتيا وړ اطلاعات او مالومات له رسنيو ترلاسه کوي، دې موضوع ته په کتو په وروستيو څو کلونو کې ډېره هڅې شوې چې له رسنيو د تبليغاتي ابزار په توګه کار واخيستل شي.
د عمومي ډول رسنۍ په درېيو برخو وېشل کېږي چې پهدې کې بېطرفه، منتقدې او لور نیونکې رسنۍ شاملېږي.
طرف یا لور نیونکې او منتقدې رسنۍ ډېر کله د تبليغاتي ابزار په توګه کارول کېږي، په ډېری هېوادونو کې حکومتي رسنۍ فعالیت لري چې مخامخ د حکومت او دولت لپاره کار او په ګټه يې تبليغات کوي، دا کار په افغانستان کې هم شوی، د پخواني جمهوري نظام پر مهال پر دولتي ټلویزیون خورا زياته پانګونه وشوه او وروسته ترې د حکومت تبليغاتي دستګاه جوړه شوه او د دولت او حکومتي چارواکو په ګټه يې تبليغات کول.
خو د مخکیني نطام له ړنګېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هم دا کار وشو، د افغانستان پر دولتي ټلویزیون به ډېر کله د جمهوريت په ګټه مثبت او طالبانو او د حکومت منتقدینو پر ضد به پهکې منفي تبليغات کېدل، خو اوس کیسه بدله شوې، دا مهال په هماغه ټلويزيون کې به چې تل د طالبانو ضد منفي تبليغات پکې کېدل، نن ورته مثبت تبليغات کېږي. دا کار يوازې په افغانستان کې نه، بلکې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې کېږي او څه نوې کيسه نهده.
د یوه لوري رسنيو ترڅنګ ډېرې داسې رسنۍ شته چې انتقادي بڼه لري او د حکومتونو او ډلو ټپلو پر ضد منفي تبليغات کوي، له دې رسنيو څخه تل سياسي سیالیو په پار کار اخيستل شوی او ډېره هڅه شوې چې په خپلو تبليغاتو سره حکومتونه او ډلې کمزورې وښيي، د دغو رسنيو نفوذ او تاثیر هم محسوس دی او ډېر کله يې راپورونه په خلکو کې خورا غبرګونونه راپاروي.
پهدې وروستيو کې د افغانستان روان وضعيت، د اوکراين جګړه او د ايران لاريونونه هغه څه دي چې په تبليغاتي ډګر کې د رسنيو د ځانګړي اغېز ښودنه کوي.
په افغانستان کې شته واقعیتونه ډېر ځله د رسنيو لخوا په بېلابېلو ډولونو راڅرګندېږي، هلته شته رسنۍ واقعيت يو څه ښيي، خو منتقدې رسنۍ چې له بهره نشرات لري بيا دا واقعيت بل ډول خپروي چې دا په خپله د دې ښودنه کوي چې رسنۍ د تبلیغاتي جګړې مهم عنصر دی.
د جمهوريت په وروستيو ورځو کې هم ورته کار وشو، هغه مهال دولتي يا هغو رسنيو چې د دولت تر نفوذ لاندې وې، وضعيت يې خورا ډاډمن ښوده، خو برعکس هغه رسنۍ چې منتقدې وې، وضعيت يې بيا بل ډول منعکساوه، چې تر سقوط وروسته بيا باورونه دا وو چی د رسنيو منفي راپورونه د حکومت د سقوط له مهمو او اساسي لاملونو څخه وو.
د اوکراین په مسله کې هم ورته کار وشو، باور دا دی چې د اوکراین او روسيې جګړې پرمهال لوېدیځو رسنيو وضعيت ډېر نازک او د اندېښنې وړ ښوده، خو برعکس روسي رسنيو بيا وضعيت داسې بیاناوه چې هر څه نورمال دي او د اندېښنې وړ خاص څه نهشته.
پهدې وروستيو کې په ايران کې حکومت ضد لاريونونو کې هم ورته کار روان دی، هلته وضعيت دومره نازک نهدی، څومره يې چې د ايران ضد رسنۍ خلکو ته ښيي، خو که چېرې د ايران داخلي رسنۍ وڅارل شي، هلته بيا وضعيت بېخي بل ډول ښکارول کېږي.
د رسنيو لخوا د يوې موضوع يا پېښې منفي او مثبت اړخونه خپرول هم ددې ښودنه کوي چې رسنۍ په تبليغاتي جګړه کې عملا ښکېلې دي، منتقدې رسنۍ يې منفي او پلوۍ رسنۍ يې بيا مثبت اړخ منعکسوي. دا او دې ته ورته سلګونه داسې بېلګه شته چې دا موضوع ثابتولی شي.
نن سبا رسنيو د خلکو په منځ کې دومره نفوذ کړی چې ان کولی شي حکومتونه وننګوي او يا يې رانسکور کړي او همدا يو مهم لامل دی چې له رسنيو د تبليغاتي دستګاه په توګه کار اخيستل کېږي.
د رسنيو بڼه او د تبليغاتو څرنګوالی
په وروستيو څو کلونو کې د تبليغاتي جګړو لپاره ډېر کله له انلاين يا ټولنيزو رسنيو ډېر کار اخيستل کېږي، د راډيو، ټلويزيون او چاپي رسنيو په منځ کې هم منتقدې رسنۍ شته، خو هغوی تر ډېره د بېطرفۍ اصولو ته ژمن پاتې کېږي، ځکه خو ډېری وختونه هغه څه په مستقيم ډول نهشي بیانولی، خو د انلاين يا ټولنيزو رسنيو لپاره د خاصو محدودیتونو نشتوالي له کبله بيا له دا ډول رسنيو په تبليغاتي جګړه کې خورا زيات کار اخيستل کېږي او دا چې نن سبا خلک هم خپل ډېر وخت له انلاين رسنيو سره تېروي، اغېز یې څو چنده زيات دی.
په انلاين رسنيو کې د تبليغاتي جګړو پرمهال تر ډېره له ناسمو مالوماتو هم کار اخيستل کېږي، ځکه په دا ډول رسنيو کې د مالوماتو لپاره خاص فېلټر او محدوديت نشته.
په انلاين برخه کې د رسنيزو اکونټونو جوړول هم خاص محدوديت نهلري، ډېری وخت داسې شوي چې يو چا يا بنسټ سلګونه پاڼې او اکونټونه جوړ کړي او له دې لارې يې ځان ته مثبت او د خپلو مخالفينو پر ضد يې منفي تبليغات کړي دي.
يادونه بايد وشي چې په انلاين برخه کې رسمي او غير رسمي رسنۍ شته دي، رسمي رسنۍ تر ډېره اصولو ته ژمنې پاتې کېږي، خو غير رسمي رسنۍ بيا په بشپړ ډول د تبليغاتو لپاره کارول کېږي.
د رسنيو لخوا د تبليغاتي جګړې اغېز
د رسنيو لخوا تبليغاتي جګړه تر ډېره په هغو هېوادونو کې مثبته نتيجه ورکوي چې خلک او اوسېدونکي يې رسنيز سواد ونهلري، رسنيز سواد هغه څه ته ويل کېږي چې يو کس د دې وړتيا ولري، څو د رسنيو ټول مالومات او اطلاعات تحليل او وارزولی شي، د هر خبر يا مطلب منفي او مثبت اړخونه په ډاګه کړای شي.
په افغانستان کې يې خورا زياتې بېلګې شته؛ په وروستيو کلونو کې د ټلويزيونونو په پرده ډېر بهرني سريالونه او فلمونه خپاره شول او اغېز يې ځکه زيات و چې دلته خلکو رسنیز سواد نهدرلود، نو ځکه پهدې نهتوانېدل چې مثبت او منفي اړخونه يې سره جلا کړي.
د رسنيو خپرونو د ارزونې لپاره د رسنيز سواد شتون اړين دی، د افغانستان په شان هېواد کې چې خلک يې لومړنی سواد او يا د ليک او لوست وړټيا هم نهلري، د رسنيو لخوا پهکې تبليغاتي جګړه خورا اغېزې لرلی شي.
په تبليغاتي جګړه کې يو مهم عنصر فېک یا ناسم نيوز يا د جعلي مالوماتو خپرول دي او د افغانستان په څېر هېوادونو کې د جعلي مالوماتو خپرول هم خپلې اغېزې لري او خلک ژر پرې باور کوي او د داسې مالوماتو ښکار ګرځي.
له تبليغاتي جګړې د ځانساتنې لپاره هم ځينې لارې چارې شته، خو دا لارې چارې تر ډېره د هغو کسانو لپاره دي چې په ټوله مانا رسنيز سواد ولري.
تر هر څه د مخه لومړی بايد هر هغه مطلب چې خپرېږي وڅېړل شي چې چا خپور کړی، لهدې مطلب سره یې اړيکه څه ده، ولې يې خپور کړی، مطلب د چا له خولی خپور شوی او سرچينه يې کومه ده، د اړتيا په صورت کې بايد اصلي سرچينې ته هم مراجعه وشي.
که چېرې لیکنه د یوه کس لخوا خپره شوې وي، بايد په اړه یې پوره مالومات موجود وي چې څوک دی او تخصص يې څه دی، په دې تبليغاتي جګړه کې تر ډېره داسې شوي چې يو ډاکټر د خبريال په توګه رسنيز مالومات خپاره کړي، حال دا چې تخصص يې له مطلب سره خورا توپير لري، بايد دا مسله هم وارزول شي چې دا کس چې مطلب يې خپور کړی، کوم سياسي اړخ پورې تړاو لري.
که مطلب د رسمي رسنيو لخوا خپور شوی وي، بايد د رسنيو فعاليت وارزول شي چې ايا دا رسنۍ په یوه لوي پورې تړلې يا منتقده ده، له کومې سرچينې يې چې دا مطلب اخيستی او څومره معتبره ده.