۸صبح، کابل: د طالبانو د واکمنۍ له پیله یو کال وروسته، لاهه کې د جنګي جنایتونو د څېړنې څارنوالانو په افغانستان کې د ترسره شویو «جنګی جنایتونو» په اړه د څېړنو د بیا پیل غوښتنه وکړه.
رویټرز خبري اژانس چهارشنبه د اګست پر ۳۱ راپور ورکړ چې په لاهه کې څارنوالانو غوښتنه کړې، چې نړیواله محکمه دې ژر تر ژره په افغانستان کې د خپلو تحقیقاتو د بیا پیلولو په اړه پرېکړه وکړي.
د لاهې د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوالانو خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې جرمونه دوام لري.
د هغو اسنادو له مخې چې د اګست پر ۲۸ د لاهې جرمونو د نړیوالې محکمې په وېبپاڼه کې خپاره شول، کریم خان د دغې محکمې له څارنوالانو وغوښتل چې د افغانستان غوښتنه دې د څېړنو د ځنډولو لپاره رد کړي.
کریم خان استدلال کوي چې په افغانستان کې جنایتونه دوام لري، خو واکمنو چارواکو په کورنیو محکمو کې د عدالت د تعقیب لپاره هېڅ ډول هڅې نه دي کړي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه رسنیو ته ویلي دي: «حقیقت دا دی چې (د لاهې محکمې موندنې) امریکایانو ته د منلو نه دي». هغه هېوادونه چې شل کاله یې په افغانستان کې خلک وژلي او ظلم یې کړی، ټول زورواکي دي او موږ داسې ځواک نه وینو، چې محکمې ته یې راکش کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له خوا طالبان په جنګي جنایتونو تورن شوي دي.
د لاهې جرمونو د نړیوالې محکمې د څېړنو بهیر په افغانستان کې له څه باندې دوو کلونو راهیسې درول شوی. د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې د افغانستان پخواني حکومت د څېړنو د ځنډو غوښتنه وکړی وه.





