۸صبح، غور: د غور سیمهییزې سرچينې د دغه ولايت په فضا کې د بېپیلوټه الوتکې د ګزمې خبر ورکوي.
سرچينو شنبه د تلې پر ۷مه، ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې یوه بېپیلوټه الوتکه په دوامداره توګه له تېرو دوو ورځو راهیسې د غور مرکز فیروزکوه ښار او د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې ګزمې کوي.
ورته مهال، د طالبانو ترمنځ یوې سرچینې د دغه ولایت په فضا کې بې پیلوټه الوتکې ګزمه منلې ده.
په دې وروستیو کې غور د بې پیلوټه الوتکو د ډېرو ګزمو شاهد دی.
څو ورځې مخکې هم د دغه ولايت مرکز او ځينو ولسواليو په فضا کې بې پيلوټه الوتکه ليدل شوې وه.
تر اوسه څرګنده نه ده چې دا الوتکه د کوم هېواد له لارې د افغانستان هوايي حریم ته دننه شوې ده.
طالبانو څه موده مخکې د الوتکو د ګزمې په غبرګون کې ویلي و چې د هېواد هوايي حریم د دغې ډلې تر کنټرول لاندې نه دی.




