۸صبح، غور: د غور سیمهییزې سرچينې د دغه ولايت په فضا کې د بېپیلوټه الوتکې د ګزمې خبر ورکوي.
سرچينې چهارشنبه د چنګاښ پر ۲۰مه، ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې تېره ورځ يوې بېپیلوټه الوتکې د غور په مرکز فيروزکوه ښار او د دغه ولايت په الفاروق، چهارسده او مرغاب ولسواليو کې ګزمې کولې.
تر اوسه څرګنده نه ده چې دا الوتکه د کوم هېواد له لارې د افغانستان هوايي حریم ته دننه شوې ده.
سرچینې زیاتوي چې په غور کې طالب مسوولان د دغې الوتکې ګزمې مني؛ خو په رسمي ډول يې څه نه دي ويلي.
په دې وروستیو کې د هېواد یو شمېر ولایتونه د بېپیلوټه الوتکو د ګزمې شاهدان دي.
د روانې چنګاښ میاشتې پر ۵مه یوې بې پیلوټه الوتکې له تاجکستان سره د تخار په سرحدي ولسوالیو کې هم ګزمې کولې.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د بې پیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوي او طالبانو په وار وار منلې چې د هېواد هوايي حریم د دغې ډلې په کنټرول کې نه دی.



