۸صبح، کابل: د پاکستان استخباراتي سازمان (آیاسآی) چارواکو، د امریکا د مرکزي اطلاعاتو سازمان (سيآیآې) رییس او د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار په واشنګټن کې لیدلي دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې امریکا ته د پاکستان د استخباراتي سازمان رییس ندیم انجم درې ورځني سفر کې نوموړي د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان او د سيآیآې رییس ویلیام جي برنز سره د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر لیدنې مخکې لیدلي دي.
که څه هم د امریکا او پاکستان د استخباراتي چارواکو د لیدنې جزیيات نه دي په ډاګه شوي؛ خو اټکل کېږي چې دوی به د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه دوه اړخیزې اندېښنې شریکې کړې وې.
تمه کېږي، چې د امریکا او پاکستان د استخباراتي چارواکو تر لیدنې وروسته، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د خوړو د امنیت د غونډې په ترڅ کې سره وګوري.