د پکتیا ولایت په لرو پرتو سیمو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی لاهم دوام لري او په دې برخه کې د زور زیاتي پیښي ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.
د پکتیا استیناف محکمې په علني غونډه کې، د سید رحیم زوی محمد رحیم ته د ۲۵ کلونو بند سزا واورول شوه، چې د خپلې نګور په زندۍ کولو او وژلو تورن دی.
خو د پیښې په اړه تورن بیا دغه ادعاوې ردوي او ځان بېګناه بولي. د پیښی په اړه موظفې څارانوالې خپله ترتیب شوې اعتراضه، دلایل او شواهد قضایي پلاوي ته وړاندې کړل.
د تورن وګړي مدافع وکیل هم د پېښي په اړه خپله دفاعیه ولوسته او محمد رحیم چې د خپلې نګور په وژلو تورن دی وايي نوموړی ددغې مېرمنې په وژلو کې لاس نلري او په وینا یې هغې خپله ځانوژنه کړې!
د پکتیا ولایت د استیناف د محاکمو رئیس ،حبیب الله منیب، په دغه علني غونډه کې وویل چې ددې پېښې له څیړلو وروسته، تورن ته د شواهدو او مدارکو پربنسټ، د بند سزا اورول کېږي.
د وژل شوې مېرمنې پلار پخپلو خبرو کې وویل «څو څو ځله د سېمې د خلکو لخوا په دې اړه پرېکړې شوې دي» هغه زیاتوي چې لور یې د خاوند خسر او خواښې له لوري، په بېرحمۍ سره وژل شوې او درې ورځې یې مړی پټ ساتل شوی ؤ.
د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وایي چې اوسمهال پر عدلي او قضایي ادارو ،د خلکو باورمندي زیاته شوې ده.
د یادولو ده چې دا قطعي او وروستۍ پرېکړه نه ده. تورن کولای شي استنیاف محکمې ته مراجعه وکړي.