اوبه او په افغانستان کې د اوبو د مدیریت ستونزې

لیکوال: خیرالدین راسخ
ژباړن: م. ظریف صمیم
اوبه یوه طبیعي سرچینه ده او د ژوندیو موجوداتو دغې حیاتې مادې د ځمکې د کُرې ډېره یعنې د ځمکې کابو ۷۱ سلنه برخه اوبو نیولې، خو هغه برخه چې د ځمکې د مخ د موجوداتو په تېره بیا انسانانو د بقا لپاره ده، له ټولو اوبو درې سلنه ده چې د بشري ژوند لپاره د استفادې وړ دي او د خوږو اوبو په توګه یادېږي. خوږې اوبه په سیندونو، چینو، کنګلونو، ډنډونو، لنډمهاله سطحي او ترځمکې لاندې زېرمو کې دي چې د نړۍ د وګړو د شمېر زیاتوالي او د سپکو او درنو صنایعو پراختیا ته په پام سره چې د تولید په برخه کې اوبو ته اړتیا لري، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د اوبو سرچینو ته د انسانانو لاسرسی له ستونزو سره مخامخ شوی دی. د ملګروملتونو سازمان د رپوټ له مخې، ۱،۲ میلیارده وګړي (د ټولې نړۍ ۱۸سلنه) د څښاک پاکو اوبو له کمښت او نه لاسرسي کړېږي.
افغانستان په کال کې په منځنۍ توګه د ۲۵۰ میلي متره اورښتونو په لرلو، په کال کې د ۷۵ میلیارد متر مکعبه خوږو اوبو د تولید ظرفیت لري چې یوازې له شل سلنې یې استفاده کېږي چې کابو ۲۵ میلیارد متر مکعبه اوبه کېږي. ډېره برخه دغه اوبه په بېلابېلو لاملونو ضایع کېږي. د ملګروملتونو سازمان او کابل پوهنتون د رپوټ له مخې، په افغانستان کې د سړي سر اوبه ۲۷۷۵ متر مکعبه دي چې ډېره برخه یې ضایع او یا هم په سمه توګه ترې کار نه اخیستل کېږي. د سالم مدیریت په صورت کې، د برېښنا په شان د تولید په برخه کې ترې کار اخستل کېدای شي.
د تاریخ په اوږدو کې هغه څه چې د افغانستان لپاره د مدني او اقتصادي پرمختګ او یا هم سیاسي ستونزو لامل بلل شوي، دوو برخو ته اشاره کولی شو چې یو ځانګړی ژوپولیتک موقعیت او بل هم پراخې سرچینې له هغې جملې اوبه دي. ددغو دوو عواملو رول په نړۍ کې د قدرت له سیاسي انډول سره یو ځای و. کله چې افغان دولت په نړیواله کچه اغېزناک رول لرلی، د هېواد د طبیعي سرچینو کنټرول د بهرنیانو د پام وړ ګرځېدلی چې یا قانوني پانګونه پکې شوې او یا هم ناوړه لاسوهنې د مدیریت لپاره د رامنځته شویو فرصتونو په وړاندې خنډ شوې دي.
موسمي بدلونونه؛ د افغانستان د اوبو سرچینو د مدیریت لپاره یو فرصت
هغه د خطر زنګ چې د نړۍ پام یې وراړولی دی، د ځمکې تودوخه او موسمي بدلون دی چې هم د افغانستان او هم د هېواد د اوبو د حقوقي او غیرحقوقي ګټه اخیستونکو لپاره د خطر دغه زنګ وهل شوی دی. دا چاره د اوبو هر اړخیز او غوره مدیریت ته اړتیا لري. له دې امله چې د افغانستان د سیندونو د تغذیې یوازینۍ سرچینه لږ شمېر دایمي کنګلونه او اورښتونه دي، د افغانستان جغرافیايي او موسمي موقعیت ته په پام سره د هېواد د اوبو سرچینې د موسمي بدلونونو او ځمکې د تودوخې له امله زیانمنېږي او د اوبو غوره او علمي مدیریت ته اړتیا لري. دا مدیریت کورني سیاسي ثبات، پياوړې حکومتولۍ، ملي پروګرام او اوږدمهاله او روښانه تګلارو ته اړتیا لري. د موسمي بدلون مسله لکه څنګه چې په تېرو دوو لسیزو کې زیاته شوې، په نړیوالې ستونزې بدله شوې ده. په بېلابېلو هېوادونو کې د سالم مدیریت له پروګرامونو، د نړیوالو کنوانسیونونو او بنسټونو له خوا څارنه کېږي. دا د افغانستان په شان هېواد لپاره ډېر اغېزمن او مناسب فرصت دی چې د نړیوالو مراجعو له لارې له خپلو ګاونډیو سره د اوبو د سرچینو د حقوقي ستونزو د اواري لپاره استفاده او له هغې د ګډو هراړخیزو اقتصادي ګټو لپاره کار واخلي. په دغه راز شرایطو کې چې د اوبو د مدیریت پروژو عملي کول د دولت لومړیتوب دی د هېواد د اوبو د مدیریت په موخه ښه فرصت برابر شوی دی.
د مدیریت په برخه کې د دولتي بنسټونو ترمنځ همغږي
هغه څه چې د هېواد د اوبو د مدیریت په برخه کې اړین برېښي، د دولتي ادارو ترمنځ همغږي ده. موسمي بدلونونه او له امله یې د اوبو کمښت ته په پام سره چې د اوبو د کارولو د نورمونو د بدلون لامل هم کېږي د ارزښت وړ دي. له دې امله چې د افغانستان اتیا سلنه د اوبو سرچینې په کرنیزو چارو لګول کېږي، په دې برخه کې د کرنې رول مهم بلل کېږي او اړینه ده چې په دې برخه کې د بېلابېلو هېوادونو تجربو ته په پام سره لازم بدلونونه رامنځته شي. له دې امله، د صنعت، کانونو، روغتیا، د ژوند چاپېریال، پوهنې، لوړو زده کړو او ښاروالۍ څانګې هغه بنسټونه دي چې د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د دوی همغږي فعالیتونه مهم رول لوبوي.
د اوبو د مدیریت پروګرامونو ملي کول او په دې هکله عامه پوهاوی
د اوبو د استفادې په برخه کې د سپما سیاستونه او د هېواد د اوبو په مدیریت کې د دولتي ادارو ترمنځ همغږي اړینه بلل کېږي؛ ځکه د طبیعي سرچینو په کارولو کې د وګړو چلند ډېر اغېزمن دی چې دا چاره د اوبو په مدیریت کې اغېزمنه کېدای شي. د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د نظر د یووالي لپاره باید دولت له ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو او جوماتونو کار واخلي چې حقوقي ذهنیت په یوې اکاډمیکې او ملي مفکورې بدل کړي. دا کار په علمي او تحقیقي بحثونو، کنفرانسونو، د اوبو د مدیریت په اړه څېړنو د زمینو په برابرولو او مدیریتي تګلارو سره خلاصه کېږي.
د تخنیکي او مسلکي ظرفیتونو لوړول
په هېواد کې څلور لسیزې جګړې چې تراوسه یې هم د ټولنې او دولتي بنسټونو پر ټولو جوړښتونو سیوری غوړولی، له ډېرو کلونو راهیسې د علمي او مسلکي ظرفیتونو د ودې فرصتونه ترې اخیستي او په افغان دولت کې د بېخ بنسټونو په تېره بیا د اوبو د مدیریت په برخه کې یې کمزورتیا رامنځته کړې. څېړنه، عملي کول، مدیریت، څارنه او ټول هغه فعالیتونه چې د هېواد د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره په پام کې نیول کېږي، د علمي او مسلکي ظرفیتونو ودې ته اړتیا لري چې د اوبو د مدیریت په برخه کې له نړیوالو علمي پرمختګونو سره ګام په ګام پرمختګ وشي او د پوهې له کاروانه وروسته پاتې نه شي.
افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د اوبو سرچینو د مدیریت او اوبو د کنټرولولو موخې ته د رسېدو لپاره باید د اوبو د سرچینو د مدیریت په تګلاره کې، د امنیت ټینګښت، سیاسي ثبات او له هغو ګاونډیو هېوادونو سره چې له اوبو ګټه پورته کوي اړیکو ته پاملرنه وکړي او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې او سرچینو له جلبولو سره سره، د اړوندو بنسټونو ترمنځ همغږي رامنځته کړي او د اوبو مدیریت په علمي بحث بدل کړي. همداراز د مسلکي او علمي کدرونو د ظرفیتونو لوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.