تر هغه وروسته چې په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو د اوبو د ناورین په تړاو خبرداری ورکړ او وویل شول، چې نړۍ اوبو ته د لاسرسي په برخه کې مخ پر ځوړ روانه ده، موږ هم، په افغانستان کې د خپلو اوبو او د اوبو د کموالي په فکر کې شوي یو. زموږ په هېواد کې اوبه د ویاړونو، تبلیغاتو او البته ودانۍ سرچینه ده. دولتونو او سیاستوالو د افغانستان د سیندونو او روانو اوبو د نوم په یادولو سره هڅه کړې ده، چې په خلکو کې د بډاینې او راتلونکي ته د هیلې احساس پیدا کړي. د اوبو رسونې، د اوبو د کنټرول، د ویالو او د اوبو د بندونو د جوړولو پروژو زموږ پر سیمه ییز او ملي سیاست او دغه راز له ګاونډیو هېوادونو سره زموږ پر اړیکو سیوری غوړولی دی. د اسلامي جمهوریت په وروستیو کې کله چې د حکومتولۍ کمزورتیاوې رابرسېره کېدې او د چارو په ترسراوي او د هېواد له سرچینو په ګټې اخیستنه کې د چارواکو ناتوانۍ خلک اندېښمن کړي وو، مسوولانو د اوبو د بندونو په پرانیستلو او د ملي پانګې او ابرو په توګه د هېواد د اوبو د سرچینو په ښودلو سره هڅه کوله، چې د اوسني او راتلونکي وضعیت په تړاو هیلې راوټوکوي. یو وخت ویل کېدل چې په نېږدې راتلونکي کې به موږ اوبه له تېلو سره بدلوو. بل لور ته تږو کروندو، هغو کليو چې اوسیدونکو یې د څښاک د اوبو د راوړلو لپاره په کیلومټرو مزل کاوه، هغو ښارونو چې د اوبو رسونې له پلان پرته پراخېدل او هغو سېلابونه چې کورونه یې ورانول، د اوبو په برخه کې د ناوړه وضعیت ښودنه کوله. ټول پوهېدل چې موږ د ځینو نورو هېوادونو په پرتله د پام وړ خوږې اوبه لرو، خو په عین حال کې پر دې هم پوهیدل چې تږي دي او دا چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ملیونونه خلک په ځینو موسمونو او په ځینو موردونو کې په ټولو موسمونو کې د اړتیا پر مهال کافي اوبو ته لاسرسی نه لري.
طالبانو هم هڅه وکړه چې د قوشتېپې پروژې پر سر په حشر سره ځانونه د ژوندانه او ابادۍ مدافعین وښيي، په پرلپسې توګه خلکو ته د دغې پروژې ویډیوګانې او راپورونه په رنګارنګ تبلیغاتو سره وړاندې کوي، کارګران او ماشینآلات یې شمېري او د دغې پروژې د احتمالي راتلونکي انېمېشنونه چې له اوبو او سمسورتیا ډک دي، د طالبانو د ترانو په ملتیا خپروي. خو د پوهنې او ازادۍ ضد دغې ډلې نه، نه د اوبو په څېر د يوې حياتي او ستراټيژيکې سرچينې د مديريت هيله کېږي او نه هم تر اوسه د خلکو تندې ته د رسېدنې او د څښاک د اوبو د وېش او کرنيزو اوبو د مديريت لپاره د دې ډلې کوم پلان لیدل شوی دی. د اوبو او چاپېریال مدیریت د هېوادونو له پوهاوي، تعلیم او تخنیکي او صنعتي اسانتیاوو سره مستقیم تړاو لري. د تندې او د اوبو د کموالې ستونزه چې نن ورځ زموږ خلک ترې کړېږي، د یوه مسوول حکومت له جوړولو او د پوهې او ټکنالوژۍ له دودېدو پرته حل کېدونې نه ده. د اوبو مدیریت د طالبانو د بدوي فکر پر خلاف یوازې د دښتو پر خوا د روانو اوبو په ورسیخولو پورې محدود نه دی، بلکې د هیواد متوازن کلتوري، اقتصادي، اداري او سیاسي پرمختګ ته اړتیا لري. هغه ملت چې وګړي یې د انتخاب، زده کړو، د خپلې خوښې جامو او د عقېدې او بیان د ازادۍ حق ونه لري، واکمنه اداره یې له خلکو سره متقابلې اړیکې کفر وبولي او یوازې په دعاګانو او حکمونو متکي وي، هغه ملت له تندې او د اوبو له نشتوالي نه شي ژغورل کیدای، لکه څنګه چې یې په قومي لوبو، بډې اخیستو او د رایو په پلورلو کې د ښکېلې ادارې پر مهال تنده ماته نشوه.
که پر خپل ټولنیز او فردي ژوند د حاکمې ګډوډۍ هر اړخ ته وګورو، د سالمې او ولسي ادارې تشه تر بلې هرې نیمګړتیا ډېره جوته ده. د ښې ادارې لرل د ژوند د اوبو په څېر زموږ د خلکو اصلي اړتیا ده. د طالبانو بدوي او استبدادي ډله چې د حکومت په رول کې راغلې ده، په واقعیت کې یوه بې نظمه، بې قانونه او ناپوهه ډله ده چې ماموریت یې د بنسټونو او ولسي ارزښتونو له منځه وړل دي او هر څومره یې چې واکمني غځېږي، هومره خلک له تندې او لوږې ډېر کړېږي.