کمزوري برجونه؛ په تېرو پینځو لسیزو کې د افغانستان د سیاسي نظامونو پرځېدلو ته کتنه

لیکوال: حمید امیني

په زور د دولتونو د له منځه وړلو بهیر یا پروسه

ابن خلدون د اسلامي نظریې شنونکی چې له هغه نه د «د دین د عقل خاوند» په توګه یادونه کېږي، د حکومتونو د پرځېدلو او له منځه وړلو په اړه یوه نظریه لري. د هغه له نظره د واکمنو د کورنۍ د نسل یا سلسله په ځلونو د پېداېښت، زړښت، ظلم او زیاتی، تجمل غوښتنه، د هوسونو اطاعت کول… او د ژوند نور پړاونه تجربه کوي. له همدې  امله، کولای شو ووایو چې دولتونه هم د انسانانو په څېر د بشپړېدو بهیر لري او د پرمختګ ترکچې رسېږي، داسې یو ځای ته رسېږي چې د پرمختګ تر ټولو لوړه کچه وي او بیا وروسته کمزوري کېږي او د شاتګ ترپولې رسیږي او په پایله کې له ناورین سره مخ کېږي او له منځه ځي. له همدې امله، د دولتونو د له منځه تللو یا پرځېدلو پروسه په څلورو برخو چې شامل پر د بهیر پیل، بیا رغونې، د ناورین کچه او په پایله کې له منځه وړل یا پرځېدل دي، تر څېړنې لاندې نیسو.

الف) د بهیر پیل

د دولتونو ظهور او پرځېدل د نړۍ په سیاسي تاریخ کې یوه زړه او منل شوې پدیده ده. دولتونه له پیدایښت وروسته د ثبات په لټه کې دي، ځکه ډېرمهال د دولتونو پیدایښت په بې ثباتۍ کې رامنځته کیږي. د نړۍ سیاسي تاریخ ښيي چې په ډېری هېوادونو کې، هغو خلکو یا ډلو چې په زور سره واک ترلاسه کړی دی، د ثبات د ټینګښت او د خپلو مخالفینو د له منځه وړلو لپاره له زورزیاتي کار اخیستی دی چې په اصل کې همدغه چاره د ټولنې د وګړو د نارضایتي لامل کیږي او په اوږدمهاله کې د بالقوې ګواښ په توګه شمېرل کېږي. بل هغه څه چې په تدریجي ډول د دولتونو د پرځېدلو لامل کېږي، د امنیت برخې ته د واکمنو ځانګړې پاملرنه او دغه راز په امنیتي برخه ډېر لګښت کول او د وسلوالو ځواکونو سازماندهي کول دي چې د لږکیو د اقتصاد د کمزورتیا لامل کیږي او په اوږدمهاله کې د ګواښ په توګه شمېرل کیږي. هغو هېوادونو کې چې ژبني، قومي، فرهنګي او یا مذهبي انډول او تنوع شتون ولري، د نورو د ارزښتونو سره سازش نه کول او د هغو نفي کول په اوږدمهاله کې د نښتو او حتی د تجزیې لامل کېږي چې د شلمې پېړۍ په دوهمه نیمایي کې یې په اروپا کې د بېلابېلو بېلګو شاهدان وو. فساد بله موضوع ده چې کولای شي له هماغه پیل نه لکه د چنجیو په شان د نوي رامنځته شوي نظام دننه کمزوری کړي او په اوږدمهاله کې د نظام د پرځېدو لامل شي.

ب) بیارغونه

د حکومتونو د پرځېدو یا له منځه وړلو د بهیر دوهم پړاو، د بیارغونې ګام دی؛ په دې معنی چې په دې پړاو کې واکمن خپلو کمزورو ټکو یې پام کیږي او په یوه ډول د ګواښ احساس کوي. ددغه پړاو پیل کولای شي د وضعیت د پیش بیني لپاره مهم انځور وړاندې کړي؛ ځکه په دې پړاو کې د مسوولینو پرېکړې کولای شي د واکمنو عمر زیات کړي او یا هم د خپل د شاتګ لپاره زمینه برابره کړي. په دې پړاو کې، واکمنې ډلې خپله ټوله پاملرنه د ټولشموله ملاتړ په بیارغونه پورې تړي او داسې کړنه ترسره کوي ترڅو د ټولشموله ملاتړ په بیارغونې سره د خپل نظام له پرځېدلو مخنیوی وکړي. دغه پړاو په معمول ډول د واک له نمایش، سیاسي خبرو اترو، امتیاز ورکونې، ملي جوړونې ته هڅونې او ډیپلوماسۍ سره له نښلېدو سره یو ځای دی.

ج) د ناورین ټکی

د بهیر پیل او د بیارغونې پړاونه هغه پړاونه دي چې کیږي په نرمۍ او اسانۍ هغو ته رسېدنه وشي او د ناورین د رامنځته کېدو مخنیوی وشي؛ خو که چېرې په دغو دوو پړاونو کې بریا ترلاسه نشي، په ناورین وضعیت یا حالت کې د بریا ترلاسه کول ستونزمنه ده او د له منځه وړلو ګواښ شتون لري. د ناورین پړاو له تاوتریخوالي سره مل دی؛ ځکه قدرتونه په دې پړاو کې د خپلې بقا لپاره خپل ټول واک په کار اچوي ترڅو له خپل زوال او پرځېدو نه مخنیوی وکړي. په دې پړاو کې په آسانۍ سره د وضعیت کنټرول امکان نه لري؛ ځکه قدرتونه له بې شمېره او بې حده تاوتریخوالي نه کار اخلي او ډېره هڅه کوي ترڅو بریا ترلاسه کړي. ددغه پړاو روښانه بېلګې د اروپا په کورنیو جګړو او نړۍوالو جګړو کې کولای شو وګورو په دغو جګړو کې دولتونو وښوده چې هغوی په هر ډول جنایت او وژنو لاس پورې کړ، حتی په نسل وژنې او د قومونو او مذهبي ډلګیو په وژنو او له منځه وړلو یې لاس پورې کړ.

د) پرځېدل یا له منځه تلل

په معمول ډول د ناورین پړاو د دوو نورو پړاونو په پرتله لږ عمر لري او د وضعیت د خرابوالي او د اوضاع د دوام لپاره د توان نشتون له امله د دولتونو د لمنځه تللو یا پرځېدلو بهیر پیلیږي. دا بهیر کله ناکله په یوې ورځ کې بشپړېږي او ځیني وختونه کېدای شي د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي. د نظام پرځېدل کېدای شي کورنی لامل ولري او یوازې کورني عناصر د سیاسي نظام د پرځېدلو لامل شي او کله ناکله ددې امکان شته چې د یوه هېواد سیاسي نظام د کورنیو عناصرو سربېره، د نورو هېوادونو له لوري له منځه یوړل شي.

د سیاسي نظام لمنځه تلل په ټوله کې ګټور یا زیان لرونکی ندی. ځیني وختونه که حاکم رژیم توتالیتر او استبدادي او د ناعادلانه وي او د نظام د پرځېدلو عناصر ولسي او په ولسواکي باورمند خلک وي، په دې حالت کې د نظام پرځېدل ګټور دی خو ځیني وختونه هم د نظام سقوط کول کېدای شي یوه هېواد ته ډېر زیانونه ورپه برخه کړي.

په تېرو پنځو لسیزو کې د افغانستان د سیاسي نظامونو پرځېدل

په تېرو پنځو لسیزو کې پنځه ډوله سیاسي نظامونه په افغانستان کې رامنځته شوي او یو په بل پسې لمنځه تللي دي. د داوود خان له لوري د کودتا له لارې د وینې تویدنې پرته د شاهي نظام له منځه وړل او د جمهوري نظام اعلان، د خلق دموکراتیک ګوند له لوري د خونړۍ کودتا له لارې د جمهوري نظام لمنځه وړل او د افغانستان د دموکراتیک جمهوري نظام اعلان، د مجاهدینو له لوري د افغانستان د دموکراتیک جمهوري نظام لمنځه وړل او د افغانستان د اسلامي دولت اعلان، د طالبانو له لوري د اسلامي دولت له منځه وړل او د مجاهدینو او طالبانو ترمنځ پوځي نښتې او د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام رامنځته کېدل او وروستی مورد هم د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام لمنځه وړل.

د افغانستان سیاسي نظامونه په تېرو پینځو لسیزو کې تر ډېره د ایدیولوژۍ او مرام پر بنسټ رامنځته شوي دي او له همدې امله لمنځه تللي هم دي. دا مساله هم د فکر کولو وړ ده. له همدې امله، لازمه ده چې د افغانستان سیاسي نظامونو ته بیا کتنه وکړو او په تېرو پینځو لسیزو کې د هر یوه سیاسي نظام د لمنځه تللو لامل په ګوته کړو.

الف) د شاهي نظام پرځېدل

محمد ظاهرشاه په ۱۳۱۲ لمریز کال کې د ۱۹ کلونو په عمر د افغانستان د شاه په توګه د خپل پلار ځایناستی شو او څلوېښت کاله یې په افغانستان واک درلود. د تاریخي سرچینو پر بنسټ د ظاهر شاه څلوېښت کلنه دوره کې هېڅ راز کورني جګړې رامنځته نشوې او له وینې تویدنې پرته دغه دوره پای ته ورسېده. په دغو څلوېښتو کلونو کې دوهمه نړیواله جګړه هم رامنځته شوه چې افغانستان بې طرفه پاتې شو او خپل ثبات یې ټینګ وساته. څلوېښت کاله ثبات او د جګړې نشتون، د ودې او پرمختګ لپاره ښه فرصت و چې د بېلابېلو لاملونو له امله هغو ته ونه رسېدو. د ظاهرشاه د دورې وروستي کلونه د اصلاحاتو، د چپیانو د ودې او د سلطنتي کورنۍ ترمنځ د اختلافونو کلونه وو، چې په پایله کې داوودخان په اسانۍ او له وینې توېدنې پرته شاهي نظام ملغا اعلان کړ او واک یې په لاس کې ونیوه.

ب) د جمهوري نظام پرځېدل

محمد ظاهرشاه، د افغانستان وروستی پادشاه، په ۱۳۵۲ لمریز کال کې اروپا ته ولاړ. داوود خان له دغه فرصت نه په ګټې اخیستنې د کودتا له لارې شاهي نظام ړنګ او جمهوري نظام یې اعلان کړ. د داوود خان جمهوري نظام د ټولنې د خوښې وړ ګرځېدلی و په یاد نظام کې تر ډېره اوږد مهاله موخې په پام کې  نیول شوې وې. په هغه وخت کې دولتي چارواکي او د ټولنې لوستي وګړي د مارکس د فکر د تبلیغ تر اغېز لاندې تلل او د کمونیستي ګوندونو غړیتوب یې ترلاسه کول. په پایله کې د حکومت لوړپوړي چارواکي چې د کمونیستي ګوندونو غړیتوب یې ترلاسه کړي وو، د داوود خان پر وړاندې یې خونړۍ کودتا په لاره واچوله او د داوود خان پينځه کلن جمهوري نظام یې له منځه یوړ او د افغانستان د دموکراتیک جمهوريت یې اعلان کړ.

ج) د افغانستان د ډيموکراټيک جمهوریت پرځېدل

د افغانستان د ډيموکراټيک جمهوري نظام د ۱۳۵۷ لمریز کال د خونړۍ کودتا له لارې رامنځته شو او تر ۱۳۷۱ کال پورې چې د مجاهدینو له لوري لمنځه یوړل شو، دوام وکړ. د خلق دموکراتیک ګوند د غړو له لوري د واک ترلاسه کولو وروسته، د خلق او پرچم ترمنځ اختلافونه پیل شول چې د یاد کړکېچ له امله د ډیموکراټيک نظام دننه څلور حکومتونه لمنځه ولاړل. د حفیظ الله امین له لوري د نورمحمد تره کي حکومت، د شورویانو په لاسوهنې د ببرک کارمل له لوري د حفیظ الله امین حکومت او په پایله کې د ببرک کارمل حکومت د ګوند دننه د تحمیلي پلینوم له لوري عزل ډاکتر نجیب الله د نوموړي ځایناستی شو. د ډيموکراټيک جمهوري نظام دوره، پر افغانستان د شوروي له برید سره برابره وه چې شورویانو په هغه وخت کې له ډیموکراټیکو حکومتونو بې شمېره ملاتړ وکړ. په هغه دوره کې د افغانستان حکومتونه د شورویانو په ملاتړ له واکمن پوځ او پرمختللو پوځي تجهیزاتو نه برخمن شول.

د) د افغانستان د اسلامي دولت پرځېدل

د ډیموکراټیک جمهوریت د نظام له پرځېدلو وروسته، په ۱۳۷۱ لمریز کال کې د مجاهدینو له لوري د افغانستان د اسلامي دولت اعلان شو. یاد نظام له هماغه پیل شېیو په واک کې د مجاهدینو ترمنځ د نه جوړجاړي له امله، د بې ثباتۍ پر لوري لاړ او لږ وخت وروسته کورنۍ جګړې پیل شوې. د کورنیو جګړو سربېره، بې ثباتي او د امنیت نشتون ددې لامل شول چې واک ته د طالبانو لپاره لاره اسانه کړي او په پایله کې طالبانو په ۱۳۷۵ لمریز کال کې کابل تر خپل ولکې لاندې راوست او خپل حکومت یې د افغانستان د اسلامي امارت په نوم اعلان کړ. د طالبانو نظام له پاکستان، عربستان او عربي متحده اماراتو پرته بل هېڅ هېواد او نړۍوال بنسټ په رسمیت ونه پېژنده او له همدې امله، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت تر رامنځته کېدو پورې، اسلامي دولت د نړۍوالې ټولنې له لوري د افغانستان د رسمي دولت په توګه پېژندل شوی و.

هـ) د اسلامي جمهوري پرځېدل

د ۲۰۰۱ لومړي کال د سپتامبر بریدونه ددې لامل شول چې امریکا د ملګرو ملتونو د منشور پربنسټ، په افغانستان برید وکړي. په افغانستان د امریکا له برید وروسته طالبان له واک نه لیرې کړای شول او د نړیوالې ټولنې په بشپړ ملاتړ د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام رامنځته شو. په یاد نظام کې د افغانستان خلکو په لومړي ځل د ولسواکۍ له اصولو سره بلد شول او په ټولټاکنو کې یې رایې ورکړې. د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ټولټاکنو له لارې د حکومت د بدلون زمینه برابره شوه؛ هغه ټولټاکنې چې تل له درغلیو سره مل وې او د رایې ارزښت یې د لږکیو لپاره ترپوښتنې لاندې راوستل. خو بیا هم په یاد نظام کې دوو حکمتونو واک په لاس کې درلود، لومړی حامد کرزي په یوې لنډ مهاله دوره کې او وروسته د جمهوري ریاست دوه دورې او له هغه وروسته محمد اشرف غني له هېواد نه د تېښتې نېټې پورې.

د افغانستان په تاریخ کې په یاد نظام کې د ټولنې ډېری وګړو وکړای شول لوړې زده کړې وکړي، په یاد نظام کې ډېرې ټولټاکنې په لاره واچول شوې او دغه راز په یاد نظام کې ډېری قوانین هم په تصویب ورسېدل؛ خو بیا هم په عمومي ډول یې د خلکو رضایت ترلاسه نشوای کړای. د رضایت نه ترلاسه کولو لوی لامل یو هم فساد و. د اقتصاد له اړخه د اسلامي جمهوري نظام د افغانستان د تاریخ له غوره نظامونو و؛ ځکه په کلني ډول یې د نړۍوالې ټولنې له لوري میلیاردونه ډالره بلاعوضه مرستې ترلاسه کولې او عادي او پرمختیايي بودجه یې له تېرو نظامونو سره د پرتله والي وړ نه وه. له پوځي اړخه ۳۵۰ زره  ځواکونه چې ټول په سپکو او درنو وسلو سمبال وو، درلودل او له سیاسي اړخه هم د ټولنې بېلابېل شخصیتونو په نظام کې ونډه درلوده؛ خو سربېره پر هغه له ۲۰ کلونو وروسته د طالبانو له لوري لهمنځه ولاړ.

ورته لیکنې

Back to top button