ګوتریش: د ملګرو ملتونو د کار د ترسره کولو لپاره د ښځینه کارکوونکو شتون اړین دی

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو سرمنشی وایی، د مرستو رسولو په ګډون د دغه سازمان د کارونو د پرمخ بیولو لپاره د ښځینه کارکوونکو شتون اړین دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د یکشنبې په ورځ (وري۲۰) په یوه ټوېټ کې وویل چې د بشري مرستو د تصمیم نیولو په برخه کې د ښځو او نجونو حضور کم رنګه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په خپله وروستۍ پرېکړه کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځینه کارکوونکو پر شتون بندیز ولګاوه.

په افغانستان کې د دغې ډلې په واکمنۍ سره له افغان ښځو او نجونو څخه د زده کړې، تحصیل او کار حق هم اخیستل شوی دی.

ورته لیکنې

Back to top button