ټېم مارشال د «جغرافيې بندیان» کتاب په سریزه کې یوه وینا د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته منسوبه کړې، چې وايي، هغه مذهبي وګړی او د ارتودوکس کلیسا ملاتړی دی. د دغه کتاب په مقدمه کې راغلي، که دا خبره رښتیا وي، ښايي پوتین هره شپه ډاډه ویده شي، دعا به کوي او له خدایه به پوښتي: «ولې دې په اوکراین کې غرونه جوړ نه کړل؟» د سریزې لیکوال زیاتوي، چې که خدای په اوکراین کې غرونه راپورته کړي وای، ښايي اروپا به پر روسیې د یرغل لپاره لاره نه درلودای چې ورسره د پوتین خوب ناارمه شي.
د اوکراین جنګ غځېدل، پر مسکو د بندیزونو زیاتېدل او له تاجیکستان سره د امریکا نږې کېدل روسیه ناارمه کړه او ويې انګېرل چې د پخوانۍ شوروي د پراخ قلمرو ساتنه وکړي. د امریکا ولسمشر جو بایډن هم تازه ویلي، چې په اروپا کې د روسې د خطر د مخنیوي لپاره لا زیات پوځیان ګوماري. د دغو عواملو له کبله ښايي پوتین تاجیکستان ته سفر کړی وي، چې «دوشنبې» ته ووایي، چې له امریکا څخه د همکارۍ لاس لنډ کړي او مرکزي اسیا ته د امریکا پښه خوشې نه کړي. تاجیکستان که څه هم له کلونو راهیسې خپلواک هېواد دی؛ خو لا هم په دفاعي او اقتصادي برخو کې روسیې ته اړ دی او داسې نه ښکاري، چې د پوتین خبره به پر ځمکه وغورځوي. ویل کېږي، چې مسکو تر دې مخکې هم داسې زیګنالونه ترلاسه کړي، چې امریکا غواړي ځان تاجیکستان ته د روسيې پرځای ښه امنیتي ضامن وښيي، داسې یو څه چې تېره اوونۍ د امریکا یوه جنرال تاجیکستاني سرتېرو ته ویلي و، چې د تاجیکستان د دفاعي بنسټونو رغولو، تجهیزاتو او پوځیانو ته د روزنې لپاره چمتو دي. دغه امریکايي جنرال ویلي و، چې واشنګټن ټول لازم تجهیزات له افغانستان سره پر پوله تاجیکستان ته برابروي. هغه په یوې خبري ناسته کې ویلي و، چې امریکا تاجیکستاني سرتېرو ته ۴۰۰ تېزرفتاره موټر ورکړي او دا مرستې به غځېږي. د پنټاګون دغه چارواکي ویلي و، چې په دوشنبه کې د امریکا سفارت له افغانستان سره پر پوله د تاجیکستان د امنیتي پوستو پر رغولو پيل کوي او سنټکام به تاجیکستان ته ټول لازم ارتباطي تجهیزات ورکړي. د امریکا دا ژمنې ښايي کرملین ته په وحشتناک خوب اوښتې وي او د پوتین د سفر سبب شوې وي.
د پوتین او رحمان په بیانیه کې ویل شوي، چې دواړو اړخونو پر ستراتیژيک یووالي او د افغانستان د وضعیت په هکله خبرې کړې دي؛ خو له دې ورهاخوا نور جزیات یې له رسنیو سره نه دي شریک کړي. له بلې خوا په بهرنیو چارو کې د پوتین سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، چې روسیه هڅه کوي، تاجیکستان یورایشیا اقتصادي ټولنې سوداګریز بلوک کې پيوستون ته وهڅوي. خو دا نوې خبره نه ده او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم یو بل ته کولی شوای. د وړاندوینو له مخې، ټاکل شوې، چې روسیې له طالبانو سره د تاجیکستان د همکارۍ او د امریکا د مرستو د نه منلو پر سر خبرې کړې وي، ځکه چې نن سبا مسکو طالبانو ته د ښه ملګري او د امریکا د دښمن په سترګه ګوري.
له طالبانو سره پر یوه لار تګ له دوشنبې سره د مسکو یووالی زیاتوي، چې روسیه په دې مرز کې د امریکا د نفوذ مخه ونیسي. روسیه په دې کار سره تاجیکستاني کارګرو ته خپلې پولې پرانیزي، د تاجیکستان د هوايي او ځمکني پوځ ملاتړ کوي او لازم تجهیزات او تسلیحات ورته برابروي.
روسیې پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته ګډ نظامي مانورونه درلودلي دي او که له سویل څخه خطرناک عناصر له پولې ور واوړي، روسيي ځواکونه به یې مخه ونیسي. روسیې له اقتصادي او سیاسي فشارونو ورهاخوا، ځان د دوشنبې ضروري شریک هم بللی دی او په دغه هېواد کې نظامي اډې هم لري. له بلې خوا، نړیوال بانک اټکل کړی، چې د تاجیک کډوال کارګرانو له خوا حوالې چې ډېری برخه یې روسیې ته ځي، د ۲۰۲۲ کال تر اخره پورې ښايي ۴۰ سلنه کمې شي.
تاجیکستان په مرکزي اسیا کې د طالبانو پر ضد غښتلی دېوال دی او په ترخه ژبه یې له قومي لږکیو په ځانګړې توګه له تاجیکانو سره د طالبانو د توپيري چلن په اړه خبرې کړې دي. پوتین به د تاجیکستان ولسمشر ته له طالبانو سره پر یوه لار د تګ ډاډ ورکړی وي، چې هغوی پر طالبانو راج لري او له دې ډلې ورته کوم ګواښ متوجه نه دی؛ خو رښتیا خبره دا ده، چې د تاجیکستان وسله وال مخالفان چې له کلونو راهیسې يې له طالبانو سره اوږه په اوږه ټوپک اخیستی او اوس د طالبانو ملاتړ ته ضرورت لري، په دغو خبرو کې ورته پام نه دی شوی. د دغه هېواد پر پوله لسګونه ترهګرې ډلې د طالبانو په ملاتړ فعالیت کوي او د تاجیکستان امنیت ته نېغ په نېغه ګواښ دی.
له بلې خوا، اټکل کېږي، چې پوتین به امام علي رحمان ته د پلازمېنې دوشبنې د واک د تغییر خبره هم کړې وي، ځکه چې د ښاغلي رحمان زوی مخ په سترېدو دی او د پلار پر کرسۍ به کېني. پوتین به ویلي وي، مسکو به یې ملاتړ وکړي، دا ځکه چې روسیه لا هم په تاجیکستان کې خپل نفوذ لري او دا هېواد په دوشنبه کې د واک په ګردش کې مهم رول لوبولی شي.