د ښوونکي نړیوالې ورځې له رارسېدو سره هممهاله، په کابل کې د دولتي ښوونځیو یو شمېر ښوونکي له خپلو ټیټو معاشونو شکایت کوي. دوی وايي، د معاشونو کمښت او د ژوند د لګښتونو زیاتوالي د دوی د ژوند وضعیت سخت کړی او یو شمېر ښوونکي یې دې ته اړ کړي چې له دندې لاس واخلي یا دویم کار ته مخه کړي. دغه ښوونکي زیاتوي چې ټیټ معاش د دوی اقتصادي او رواني فشارونه زیات کړي او د تدریس پر مهال یې پر تمرکز هم اغېز کړی دی.
دغه ښوونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې اوږده کاري ساعتونه، د مسوولیتونو دروند بار او د معاشونو په ورکړه کې ځنډ هم د دوی له نورو ستونزو دي. د دوی په وینا، د کتابونو او ښوونیزو مرستندویو وسایلو کمښت او د یو شمېر درسي کتابونو زړېدو د زدهکړې بهیر ستونزمن کړی دی. ښوونکي ټینګار کوي چې په ځینو ټولګیو کې له ۶۰ تر ۷۰ پورې زدهکوونکو حضور د ټولو زدهکوونکو د درسي اړتیاوو د پوره کولو او ارزونې لپاره فرصت محدود کړی دی. دوی وايي، د یو شمېر زدهکوونکو د انګېزې او لېوالتیا نشتوالي هم د دوی د کار ستونزې زیاتې کړې دي.
ښوونکې سهیلا (مستعار نوم) چې له شپږو کلونو راهیسې په یوه دولتي ښوونځي کې تدریس کوي، وايي چې د ښوونکو معاشونه د دوی د ژوند له لګښتونو سره سمون نه لري. هغه زیاتوي، هغه ښوونکي چې له کوره تر ښوونځي پورې یې لار اوږده وي، د خپل معاش یوه برخه د موټر پر کرایه لګوي او پر دې سربېره د کور، درملنې، کور کرایې، اوبو او برېښنا او نورو ورځنیو اړتیاوو لګښتونه هم ورکوي.
دغه ښوونکې وايي: «لږ تر لږه یو ځل دې مسوولان د ښوونکو معاشونه د ژوند له لګښتونو سره پرتله کړي او دې ګوري چې یو ښوونکی له دغه معاش سره څنګه کولای شي خپل ورځني لګښتونه ورکړي. هغه ښوونکی چې هره ورځ د تګ راتګ لپاره د موټر کرایه ورکوي او پر دې سربېره، د کور، ناروغۍ، جامو، د کور د کرایې، اوبو او برېښنا او نورو لګښتونو مسوولیت هم لري، په اوسني معاش سره له ډېرو ستونزو سره مخ دی.»
ښوونکې سهیلا د ښوونکو د ژوند د وضعیت د ښه کېدو غوښتنه کوي او وايي، لږ تر لږه هغه معاشونه چې مخکې کم شوي، باید بېرته خپل پخواني حالت ته وګرځول شي. هغه همداراز غوښتنه کوي چې په هر ټولګي کې دې د زدهکوونکو شمېر په معیاري ډول وټاکل شي او ښوونځیو ته دې درسي کتابونه او ښوونیز مواد برابر شي.
ښوونکې اسرا (مستعار نوم) چې له اتو کلونو راهیسې پر تدریس بوخته ده، وايي چې ټیټ معاش د تدریس پر مهال د ښوونکو تمرکز کم کړی دی. هغه زیاتوي چې د ټیټ معاش له امله رامنځته شوی اقتصادي فشار، د ښوونیزو امکاناتو له کمښت او د کاري مسوولیتونو له زیاتېدو سره یوځای د ښوونکو لپاره د تدریس بهیر لا ستونزمن کړی دی. د هغې په وینا، دغه وضعیت د زدهکوونکو پر ښوونیز کیفیت هم اغېز کولای شي.
دغه ښوونکې وايي: «کله چې اقتصادي وضعیت ښه نه وي، د ژوند فشارونه زیاتېږي او ښوونکی نه شي کولای په بشپړ تمرکز سره تدریس وکړي. د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، د کتابونو، ښوونیزو مرستندویه وسایلو او اړینو امکاناتو کمښت هم د دې لامل کېږي چې موږ په ټولګي کې د تدریس ډېری عملي لارې په هغه ډول عملي نه شو کړای چې اړتیا یې ده.»
د دغې ښوونکې په اند، په یوه ټولګي کې د ډېرو زدهکوونکو حضور د هغوی بېلابېلو اړتیاوو ته رسیدهګي او په درسي فعالیتونو کې د ټولو ګډون ستونزمنوي. د ښوونکې اسرا په وینا، د ښوونکو لپاره د روزنې فرصتونه شته، خو د ظرفیت د منظم لوړولو او د تدریس د نوېو لارو د عملي زدهکړې لپاره لا ډېر وخت او پروګرامونو ته اړتیا ده.
ښوونکې اسرا وايي: «که د ښوونکي په ورځ یوازې یوه غوښتنه ولرم، هغه دا ده چې زموږ کاري شرایط ښه شي او د ښوونځیو ښوونیز امکانات زیات شي. د ښوونکو لپاره دې د ظرفیت لوړونې منظم او عملي پروګرامونه جوړ شي، څو وکړای شو په نوېو لارو چارو سره کار وکړو. له ټولو ستونزو سره سره، کله چې د خپلو زدهکوونکو پرمختګ او بریا وینم، همدا موضوع د دې لامل کېږي چې لا هم خپلې دندې ته دوام ورکړم.»
ښوونکې سلیمه (مستعار نوم) چې یوه بله ښوونکو ده، وايي، سره له دې چې کاري چاپېریال یې ارام دی او د همکارانو ترمنځ همکاري شته، خو د معاش کمښت او د معاشونو په ورکړه کې پرلهپسې ځنډ د ښوونکو لپاره ګڼې اقتصادي ستونزې رامنځته کړې دي. هغه زیاتوي چې دغه ځنډ پر ښوونکو مالي او رواني فشار راوستی او د ژوند د لګښتونو برابرول یې ورته ستونزمن کړي دي.
دغه ښوونکې وايي: «کله ناکله تر ۷۰ ورځو پورې خپل معاش نه ترلاسه کوو او د معاش د ورکړې لپاره هم کومه مشخصه مهالوېش نشته. دې وضعیت پر ښوونکو ډېر مالي او رواني فشار راوستی او زموږ ورځنی ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.»
ښوونکی شمس (مستعار نوم) چې په یوه دولتي ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي، وايي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښوونکو ستونزې زیاتې شوې او یو شمېر یې د بېلابېلو دلایلو له امله له دندو ګوښه شوي دي. هغه زیاتوي چې په ځینو مواردو کې د ګوښه شویو ښوونکو پر ځای نور کسان ګومارل شوي او د معاشونو په ورکړه کې ځنډ هم د دوی د ژوند ستونزې لا زیاتې کړې دي. د شمس په وینا، ټیټ معاش او د هغه په ورکړه کې ځنډ د دې لامل شوی چې ښوونکي ان د ورځنیو لګښتونو په برابرولو او له دوکانونو په پور د توکو په پېرلو کې هم له ستونزو سره مخ شي.
دغه ښوونکی وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې د ښوونکو پر وضعیت دې له تعصب پرته غور وشي او معاشونه دې یې پر وخت ورکړل شي. کله چې د ښوونکي معاشونه په میاشتو میاشتو ځنډېږي، ان دوکاندار هم نور هغه ته پور نه ورکوي او وايي، لومړی خپل پخوانی پور راکړه. که د ښوونکي وضعیت ته پام ونه شي، اغېز یې یوازې پرښوونکي نه دی؛ کله چې ښوونکی له ستونزې سره مخ وي، یوه ټولنه یې هم له پایلو زیانمنېږي.»
د ښوونکو له ټیټو معاشونو دغه شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو د پوهنې وزارت په وروستیو کلونو کې د ښوونکو د معاشونو جوړښت بدل کړی دی. د ۸صبح ورځپاڼې د یوه خپاره شوي راپور له مخې، د یو شمېر ښوونکو معاشونه د کاري مخینې او بست پر بنسټ کم شوي او په ځینو مواردو کې یې له معاشونو له ۸۰۰ تر ۱۳۰۰ افغانیو پورې کمې شوې دی.
اخوا، د طالبانو د جهادي مدرسو د کارکوونکو د معاشونو په اړه خپاره شوي راپورونه په دغو مدرسو کې د ځینو بستونو لپاره د لوړو معاشونو د ټاکلو خبر ورکوي. د هبتالله د حکم پر بنسټ، په جهادي مدرسو کې د قرآن د حافظ معاش ۲۰ زره افغانۍ او د شیخالحدیث په رتبه د دیني عالم معاش ۲۵ زره افغانۍ ټاکل شوی و.
دغه توپیر په داسې حال کې مطرح کېږي چې د دولتي ښوونځیو ښوونکي د ټیټو معاشونو، د معاشونو په ورکړه کې د ځنډ او د ژوند د لګښتونو له زیاتوالي شکایت کوي او د خپل ژوند د وضعیت او کاري شرایطو د ښه کېدو غوښتنه لري.


