د پوهنې وزارت له خبرپاڼې غلط اخېستون!
د ۸صبح پښتو مجله، ژباړه: محمد عزيز پردېس

دريا په یوه ليک کې له غني غوښتي چې جوماتونو ته د ښوونځيو لومړنیو ټولګیو د لېږدولو په اړه له سره غور وکړي!
د هېواد وتلي سندرغاړي فرهاد دريا ولسمشر ته په يوه پرانېستي ليک کې غوښتنه کړې چې جوماتونو ته د ښوونځیو د لومړنيو ټولګيو د لېږد په اړه له سره غور وکړي.
پوهنې وزارت دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې ددې بنسټ یوې نوې طرحې پر اساس، د ښوونځیو لومړی، دویم او درېيم ټولګي جوماتونو ته لېږدوي.
وروسته له دې چې دا طرح له غبرګونوو سره مخ شوه، دغه وزارت خپله موضوع واړوله او خپره کړې خبرپاڼه یې اصلاح کړه. په ايډيټ شوې نسخې کې راغلي دي چې له لومړي تر درېيمو د هغو سيمو ټولګي جوماتونو ته لېږدول کېږي چې ښوونځي نلري.
په ورته وخت کې فرهاد دریا ولسمشر ته په خپل ليک کې ويلي دي چې د افغانستان له اوسنيو خونړيو ناورينونو د وتلو ترټولو لویه لار، د ماشومانو ښوونه او روزنه ده.
نوموړي له ولسشمره غوښتي دي پرېنږدي چې سالمې راتلونکې ته د رسېدو لپاره دغه لويه هيله ترې واخيستل شي.
د هېواد دغه هنرمند ويلي دي چې ولسمشر له ټولو څخه ښه پوهېږي چې ډېری لرې پرتې سيمې او کلي ښوونځي نلري او د نظام د دښمنانو تر ولکې لاندې دي.
نوموړي ويلي، په تکرار سره ثابت شوي چې د دولت له ولکې ډېرو لرې پرتو سيمو او کليو کې د جوماتونو ډېر شمېر ملا امامان «د پاکستان له مشکوکو مدرسو» څخه فارغ او را استول کېږي.
هغه همدارنګه ليکلي دي چې ډېر شمېر جوماتونه د لویو افراطي او د کرښې هغې غاړې روزل شويو وګړو د راټولېدو ځايونه دي.
دريا له ولسمشر څخه پوښتي چې څنګه کولی شو ډاډ ترلاسه کړي چې په دې درې کلونو کې به ماشومان د ښوونځي، پوهنې او معرفت ضد نه روزل کېږي؟
په دغه لیک کې له ولسمشره بله پوښتنه هم شوې ده: «څنګه کولی شو ډاډه واوسو چې زموږ ماشومان به له دې لارې د پاکستان د ځان مرګي زېږوونکو مدرسو چلوونکو لخوا نه جذب کېږي او مغزونه يې نه وينځل کېږي؟ څه ضمانت شته چې په کلیوالي جوماتونو کې چې دولت هلته دومره واک هم نلري، زموږ له ماشومانو به جنسي ګټه نه پورته کېږي؟»
فرهاد دریا ولسمشر غني ته په خطاب کې ويلي دي چې نوموړي د نړۍ په غوره عملي ځايونو کې د لوړې درجې پوهې د ترلاسه کولو امکانات لرلي دي او د افغان ماشومانو لپاره په خپل ذهن کې داسې هيله لري.
دريا وايي چې یقين لري ولسمشر به «د خلکو د زړونو د ټوټو» برخليک د دښمن لاس ته نه ورکوي.
فرهاد دريا په پای کې له ولسمشره غوښتي چې مهرباني دې وکړي او ۳۵ ميليونه هېودوالو ته دې غوږ کېږدي او ددغه تصميم په اړه دې له سره غور وکړي.
دغه طرحه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي دي چې د پوهنې په نظام او نصاب کې د پوهنې وزارت له طرحو ملاتړ کوي، خو ددې وزارت له نوې طرحې غلط اخیستون شوی دی.