سیاست د سينما د فلم په شان له پخوا جوړه شوې پروژه نه ده. سياست د ټولني ستونزو ته د حل او ټولنيزو پوښتنو ته د ځواب پیدا کول دي. سیاست د ټولني د تنظيمولو او لارښوونې علم دی او ټولنه په هميشني حرکت او هميشني بدلون کې ده. په ټولنه کې نوي ستونزي را پیدا کيږي او نوي غوښتني را پورته کوي او نويو ستونزو ته د حل پیدا کول او نويو غوښتنو ته ځواب ورکول، نوی سیاست او نوی سياسي تفکر غواړي.
نويو ستونزو او نويو غوښتنو ته په زاړه او ناکام سیاست ځواب ورکول، د بحران لامل او نوي ستونزي را پيدا کوي. او تر ټولو ښه بيلګه يي افغانستان دی. موږ په افغانستان کې د ټولني ستونزو او غوښتنو ته، د ايديولوژیو او زړو سیاستونو، حلطریقې او ځوابونه تجربه کړل او پايلي يي په سترګو وينو او په ځان او ژوند يي احساسوو. دا هم واقعیت دی، چې په ټولنه کي، سیاسي پردیتوب، پراخ دی او خلک په سیاست باور نهلري.
د ما مخاطب ځوان نسل دی، چې په حوصله، په پراخه مطالعه او زده کړه، د نوي سیاست او سیاسي تفکر له پاره، هڅې پيل کړي. سره ددي چې نن تولنه هم له پاسه او هم له کوزه، ملا يرغمل کړې ده او دا به په ټولنه کې سياسي بیګانګي، نوره هم پراخه او دواړه؛ سیاست او قدرت به، د ملا په انحصار کې وي. خو دنیا اخیر ته نه ده رسېدلې او افغانستان په دي موجود حالت کې نه پاتي کيږي.
موږ يوه داسې سیاست او يوه داسې سياسي تفکر ته اړتیا لرو، چې هرڅوک په کې، ځان وويني او د ټولو چاره وي.
داسې سیاست، چې هرڅوک په کې ځان ليدلي شي انساني سیاست دی. دا ډول يو سیاست کولاي شي ټولنه سیاسي کړي او بيا به دا سیاسي شوي ټولنه وي، چې سیاست متاثير کړي او سياست ته محتوا او لوری ورکړي.
سياست ټولنه او د ټولني د هر غړي په ژوند او راتلونکې اغېز لري، خو نه ټولني تر اوسه ددې وس موندلی، چې سياست متاثیر کړي او نه سیاست د ټولو په چاره بدل شوی. همدا اساسي لامل دی، چې ټولنه يو په بل پسي، د بېعقلو، ړنګونکو، زړو او ناورین راوړونکو سیاستونو په قرباني بدليږي. دلته د رنګونو، شعارونو، بيرغونو او څیرو په بدلون سره، په یوه استبداد پسې بل استبداد او په یوه ظلم پسي بل ظلم، راځي او دا چاره درګرده تکراريږي.
نن په دنيا کې، د ټولو ستونزو، خنډونو، جنګونو، توغندیو سیالیو او د ناسیونالیستي، پوپولیستي، قومي او مذهبي تګلارو سره سره، سیاست د انساني کیدلو په لور، حرکت کوي. د دنیا په سياسي فرهنګ کې، انساني عنصر پیاوړی کيږي. او د دنیا د راتلونکې له پاره، بله لاره نشته. افغانستان هم د مريخ په کره کې نه، د همدي ځمکې په کره کې دی، له نورې دنیا متاثیريږي، هرومرو به بدليږي او استبداد به د تکرار په ځای، لغوه کيږي.
سیاست مه پريږدئ او له ناکاميو او په شا تګونو مه مايوسه کيږي. سیاست نه دريږي او دا هميشه سیاست دی، چې ټولنه بدلوي. دا هم سیاست دی، چې په ټولنیز ژوند کې، امیدونه په واقعيتونو بدلوي.